د ورېښمو چېنجي په باره کی معلومات
د ورېښمو چېنجی د شا پرکونو له ډلې څخه حسابیږي او بالغ چېنجي دوه جوړه پرده ډوله وزرونه لري، پاسنۍ زامه په یوې
زبېښونکي آلي باندې بدله شوې ده او کښتنۍ زامه تقریبا وجود نه لري. د ورېښمو چېنجي چی د پیلې د چېنجي په نامه هم یادېږي.
طبیعي ورېښم تولیدوي چی په اقتصادي لحاظ د انسانانو په ژودانه کی خورا زیات اهمیت لري.
په ځینو ملکونو کی پیله ورۍ ( ورېښم جوړولو) صنعت خورا انکشاف کړی دی، او نړیوال شهرت یې ګټلی دی.
زموږ د هېواد د یوې ښې پېښې یا دندې په حیث پېژندل کیږي. که چیرې د ورېښمو د چنېجي هګۍ په مناسب حرارت کې د څو ورځو لپاره وساتل شي.
سپین رنګه چېنجي د هګیو څخه را وزي او په بطیطوي (Larva) مرحله کې د توت د ونې د تازه پاڼو څخه د خوړو په حیث استفاده کوي.
لاروا په چڼکی سره وده کوي او کله چې جسامت یې اعظمي حد ته رسیږي د خوړو څخه ډ ډه کوي او د خولې په لاندنۍ برخه کې له یوې غوټۍ څخه یوه لزجي او سریښناکه ماده افراز وي چې له هوا سره د تماس په صورت کی کلکیږيو،او د ورېښمو په تار باندې بدلیږي.
د ورېښمو چېنجي د دغو افرازي محصولاتو په منځ کې محاصره کیږي چې دغه پوښ د چېنجي د غوزې یاپیله (Cocoon) په نامه یادیږي.
د غوزې په منځ کې بطیطه په استرحت شروع کوي، او په کرار سره خپلې بڼې ته تغیر ورکوي او له بطیطوي مرحلې څخه د شفیرې حالت ته چې ورسیږی نو دوه جوړه وزرونه پیدا کوي، او د شاپرک شکل ځانته غوره کوي.
دا شاپرک غوزه سورۍ کوي او له هغې څخه را وزي. شاپرکونه د هګۍ له اچولو څخه وروسته په خپله له منځه ځي.
د ورېښمو د چېنجي د ژوند دوران
( هګۍ - بطیطه - شفیره - او بالغ شاپرک)
د دی په خاطر چې غوزې د شاپرکونو د راوتلو په وخت کې خرابې نشي او د غوزې تارونه غوڅ نشي نو دغه غوزې د شاپرکونو د را وتلو څخه مخکې په اوبو کېښې اېشوي تر څو له یوې خوا د غوزې د ننه حشره له منځه لاړه شي او له بلې خوا د ورېښمو تارونه یو له بل څخه خلاص شي.
لیمه وردګ