د اسلام له مخې عاقل څوک دی. 

الكيس من دان نفسة وعمل لما بعد الموت 
عن أبي يعلى شداد بن أوس رضي الله عنه عن النبي  أنه قال( الكيس من دان نفسة وعمل لما بعد الموت والعاجز من اتبع نفسه هواها وتنمى على الله الأماني) (رواه الترمذی)

ژباړه: له شداد بن اوس (رض) څخه روایت دی چی وایی: رسول اکرم (ص) فرمایلي دي. عاقل انسان هغه څوک دی چې خپل نفس همیشه په خپل کنترول کې ولري، او د اخروي (پس له مرګه) ژوند له پاره تیاری ونیسي.

نادان انسان هغه څوک دی چی خپل نفس د خپلو خواهشاتو تابع وګرځوي، او بیا د الله (ج) د رضا امیدواره وي، سمه ده چې د الله (ج) ډیر نومونه غفور، رحیم، کریم او غفار دي خو یو نوم یی قهار هم دي.

لیمه وردګ