دميدان ودرګ ولايت له سيدابادولسوالۍ نه ددښمن په دوو پوستودوسلوالوبريدونوخبرورکړل شو.

له خبرسره سم داسلامي امارت مجاهدينونن مازديګرمهال 4 بجې دسيدابادولسوالۍ دتنګي درې په ګلي خيل سيمه کي ددښمن په پوسته وسلوال بريدوکړچې له امله يې دپوستې ودانۍ ته پوره زيان واوښت.

خبرزياته کړي دغه رازديادي ولسوالۍ داونخي درې په حسن بيګ سيمه کي هم داجيري اردوپوسته دمجاهدينوله وسلوال بريدلاندي راغله.

خبروايي په بريدکي سپکي اودرنې وسلې وکارول شوې اوله امله يې پوسته زيانمنه شوه.

په دواړوجګړوکي دښمن ته مرګ ژوبله اوښتي خوتردم ګړۍ يې کره شمېره نه ده څرګنده شوي

د جهاد غږ څخه