هغه هیوادونه چی نورماله شپه او ورځ نلری
مسئله: روژه د هغه چا چې ورځې یې ډېرې اوږدې وي، په اروپا کې د کال په ځينو فصلونو کې ورځې ډېرې اوږدېږي شل ساعته یا تر هغه زیاته وي او کله په همدې فصل کې روژه هم شي (لکه همدا اوس) او په دې حالت کې مسلمانان له مشقت او تکلیف سره مخ کېږي، آیا مسلمانان روژه وخوري؟ او که د نورمال ملکونو په وختونو سره خپل وخت اندازه کړي؟
معاصرو فقهاؤ په دې اړه دوه نظرونه وړاندې کړي دي:
لومړی نظر د مصر د دارالافتاء دی، هغوی ناروې او نورو هغه ملکونو ته چې له ورته مشکل سره مخ وي اجازه ورکړې ده چې یا خو د مکې مکرمې او مدینې منورې د ورځې په اندازه روژه ونیسي او یا د نږدې نورمالو ملکونو په وخت سره روژه ونیسي، د روژې پیل به یې له طلوع الفجر (سپېدو) نه وي او په ختم کې به غروب الشمس ته انتظار نه کوي بلکې په کوم ملک یې چې خپل وخت اندازه کړی د هغې له ماښام سره دې د ساعتونو په شمېر روژه ماته کړي. شیخ شلتوت وایي: ۲۳ ساعته روژه له ۲۴ ساعتو څخه داسې تکلیف دی چې د احکم الحاکمین حکمت او ارحم الراحمین رحمت ورڅخه منعه کوي. (۲۳۵)
دوهم نظر د سعودي د دار الافتاء او شیخ حسنین مخلوف نظر دی:
دا نظر وايي چې کله په کوم ځای کې ورځ او شپه له یو بل نه جلا وي (شپه او ورځ ولري) نو د دې ځای په اوسېدونکو باندې لازمه ده چې له سهار نه د لمر تر پرېوتو پورې روژه ونیسي اوږده وي ورځ او که لنډه.
شیخ حسنین مخلوف وايي: هغه ملکونه چې هره ورځ لمر پکښې را خېژي او لوېژي مګر اندازه یې شل ساعتونو ته رسېږي، روژه له سهار نه تر لمر لوېدو پورې ورباندې لازمه ده، البته که چا ته جدي ضرر متوجه کېدو چې د ماهر ډاکتر له خوا د یقیني ضرر وړاندوینه وشي د روژې خوړل ورته روا دي او بیا به یې کله قضايي راوړي.
د دې کتاب مؤلف وايي چې زما په اند دغه د سعودي د دارالافتاء خبره راجح ده ځکه دغه نظر د ټولو هغو نصوصو سره برابر دی چې په مطلق ډول سره په مجرد د میاشتې په لیدو، د شپې او ورځې په فرق سره د روژې د نیولوامر کوي، لکه د الله (ج) دا قول: (فمن شهد منكم الشهر فليصمه) (البقرة : 185). که یو څوک مقیم وي، صحت یې جوړ وي میاشت را داخله شي نو حتما باید روژه وي. وقوله أيضًا : (وكلوا واشربوا حتى يتبين لكم الخيط الأبيض من الخيط الأسود من الفجر ثم أتموا الصيام إلى الليل) (البقرة : 187).
او دغه کسانوته شپه او ورځ فرق لري سپین تار له تور تار (د ورځې رڼا او د شپې تیاره) ورته یو له بل نه جلا دي، او دا باید هم په نظر کې ونیول شي چې دغه آیتونه مطلق ذکر شوي دي نو هر مسلمان ته شامل دي هېڅ فرق د یوه اقلیم او بل اقلیم تر منځ، یا دهغه چا تر منځ چې ورځ یې لنډه ده که اوږده ده نشته.
او بل د رسول الله (ص) حدیث دی: (إذا أقبل الليل من ههنا، وأدبر النهار من ههنا، وغربت الشمس، فقد أفطر الصائم) (239).
که شپه له دې خوا راغله او ورځ هغې خواته ولاړه او لمر پرېوتو نو روژه نېوونکی د روژه ماته کړي، او د دغه خلکو شپه له ورځې جلا ده، ځکه شپه یې راځي او ورځ یې ځي او هر څلورویشت ساعته وروسته یې لمر لوېږي او حکم په همدې باندې مربوط دی.
دغه مطلب مې کټ مټ له (الخلاصة في فقه الاقلیات ۱ جلد ۲۴۹ مخ) را ترجمه کړی.
او په همدې خلکو باندې یو وخت داسې هم راځي چې ورځ یې درې ساعته وي او درې ساعته روژه ونیسي، څه فکر کوئ چې ډېر خلک به بیا د روژې د اوږدېدو غوښتنه وکړي؟؟
زما په اند که سړی خپلې کلنۍ رخصتۍ د روژې میاشتې ته تنظیم کړي او د روژې په میاشت کې بل ملک ته سفر وکړي، لکه سعودي له روژې نه به ډېر خوند واخلي، سترګې به یې هم په امن وي، خو دا کار هم مشکل دی ځکه ټول فامیل به څنګه دا کار وکړای شي؟
په هر صورت له الله (ج) د توفیق غوښتنه درته کوم.
رفیع الله نعماني ( په فیس بک کې د رڼا ګروپ غړی)