مناجات

دربار ته دی ای خدایه له سوالوسره درځم
بښنه درنه غواړم له تبوسره درځم

ته می یی الله (ج) ته می خالق زه د ی مخلوق یم
را معاف کړه کوناهوونه له زاروسره درځم

ټول عبادتونه تی قبول کړه پاکه ربه(ج)
پنځه وخته په ورځ کی له لمنځو سره درځم

زه تا ته په سجده یم ستا ثنا صفت کومه 
په دی بزرګه میاشت کی له روژو سره درځم

زه نوریه چی ژاړمه دستا رضاایت غواړم
په نیمه شپه کی پاڅم له نفلوسره درځم