د جمعې ورځ ځانته آداب لري

د جمعې په مبارکه ورځ اکثره اسلامي ټولنې رخصت دي، د جمعې ورځ ځانته آداب لري.

۱-د جمعې په ورځ د ځان مینځل سنت دي ځینو علماوو ویلي چې واجب دي.

۲-د جمعې په ورځ د عطرو استعمال سنت دی.

۳-د جمعې په ورځ د سورت کهف تلاوت سنت دی.

۴- د جمعې په ورځ د غوره لباس آغوستل سنت دي.

۵-د مسواک او برش استعمال سنت دی ترڅو خدای مه که څوک اذیت نشي.

۶-جومات ته د تلو په وخت د تکبیر ویل سنت دي.

۷- په جومات کې د خلکو تر اوږو ټوپ اچول یا د دوو کسانو ترمنځ ځان تخته کول د سنتو خلاف کار دی.

۸-د مینې او محبت فضا جوړول د وروڼو سره په صمیمیت راشره درشره کول په هر وخت کې لازم دي خو د جمعې په ورځ ډیر ضروري دي.

Mullah Gul Wazir Wardak له دی ورور څخه په مننه

لیمه وردګ