محمد الله کمال:فتنه څه شی ده؟
ملا ګل وزیر وردګ: فتنه اصلا له دې اخیستل شوې چې وايي (فتنت الذهب والفضة) یعنې سره او سپین چې په اور کې ذوب شي، فتنة ابتلا او امتحان تهوايي، کفر او قتال ته وايي، (په تیره بیا فتنه د یوه تشویقول او بل پرې څملول) دیته وايي، همدارنګه په قرآن کې فتنة عذاب ته ویل شوې، اولاد او مال هم فتنه یاد شوي ځکه چې انسان په ابتلاء کې غورځوي.
نو فتنة آزموینه ده چې د الله له لوري په انسانانو را پریوزي...ځینې وخت علماء د مذهب مخالف کار ته هم په یوه ټولنه کې فتنه وايي، ځکه چې شته د مذهب تابعداران مخالفت ښه یي او فتنة را منځته کیږي، په تاریخ کې هم همداسې د مسلمانانو ترمنځ کړکیچونه د فتنې په نامه سره یاد شوي، ځکه په ترڅ کې یې مسلمانان امتحان شوي چې آیا د ستونزو او مشکلاتو پروخت د الله احکام مراعاتولی شي کنه؟، نو د الله امتحانو ته باید انسان متوجه وي په صبر او حوصله ځان ترې وزګار کړي، نن ورځ افغانان هم په لویه فتنة کې را ګیر دي، مسلمان مسلمان وژني، چې برخلیک یې الله ته معلوم دی، شهید او غیر شهید نه دي څرګند...مننه
لیمه وردګ
د وردګ ګلونه ( http://www.facebook.com/home.php?sk=group_104315709656953¬if_t=group_activity ) څخه په مننی سره