د دنیا له فریب څخه ځان وساته

ابو سعيد خدري (رضي الله عنه) وايي چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ويلي دي:

«دا دنيا خوږه او شنه ده، او الله تعالی تاسو په هغې کې خليفه جوړوي، تر څو وګوري چې تاسو څه کوئ،

نو ځان د دنيا څخه وساتئ او ځان د ښځو څخه وساتئ، ځکه په بني اسرائيلو اول امتحان د ښځو په واسطه شوی وو». رواه مسلم

لیمه وردګ