د کولمبیا هیواد په اړه معلمومات
۱- سوال: سورپوستکی قبایل د کولمبیا په کومه سیمه کی ژوند کوی؟
۱- ځواب: ددی هیواد د لویدیځی برخی په ځنګلونو کی د سور پوستکو قبیلی ژوند کوی.
۲- سوال: په کولمبیا کی د کرهڼی کومو موادو وده کړی ده؟
۲- ځواب: قهوه، وریجی، جوار،ګنی،مالوچ،او کیله یی د کرهنی مهم توکی دی.
۳- سوال: د کولمبیا د کانی زیرمو نومونه واخلی؟
۳- ځواب: کولمبیا ډیری کانی زیرمی لری لکه تیل، غاز، سره زر، مس، سرب، د ډبرو سکاره، اوسپنه، نکل، مالګه او داسی نور.
۴- سوال: په کولمبیا کی کوم ډول ماشینی صنایعو وده کړی ده؟
۴- ځواب: په کولمبیا کی ماشنتی صنایعو لکه نساجی، د موادو پروسس، د څرمنو تولید، د اوسپنی، فولادو اود کیمیاوی موادو تولید او داسی نورو ډیره وده پکی کړی ده.
۵- سوال: د کولمبیا مشهور ښارونه کوم دی؟
۵- ځواب: بوګوتایی چی پلارمینه یی هم ده مدلین، کالی.
۶- سوال: د کولمبیا د صادراتو او وارداتو نومونه واخلی؟
۶- ځواب: صادرات یی لکه قهوه، ۵۰٪ تیل، مالوچ، نتباکو، بوره، ټوکران او نوردی،عمده واردات یی لکه فلرات اود وړلوراوړلو وسایل دی.
۷- سوال: کولمبیا په کوم کال کی خپلواکه شوه؟
۷- ځواب: کولمبیا په (۱۸۱۹) خپلواکه شوه.
لیمه وردګ.