د برازیل هیواد په اړه معلومات

د برازیل هیواد د امریکا د لویې وچې په سهیلي برخه کې پروت دی چې په اړه یې معلومات د سوال او ځواب په بڼه درسره شریکوو

۱- سوال: کله چی لومړی ناپلیون په پراتګال یرغل وکړ ژان کوم ځای ته وتښتید؟

۱- ځواب: برازیل ته وتښتید او د پورتګل امپراطوری یی له برازیل څخه اداره کوله.

۲-  سوال: برازیل له شمال څخه جنوب ته څو کیلو متره اوږدوالی لری؟

۲- ځواب: برازیل له شمال څخه جنوب ته (۴۷۷۳) کیلو متره اوږدوالی لری.

۳- سوال: کوم سیندونه د برازیل د هیواد ځمکی خړوبوی؟

۳- ځواب: د برازیل ډیری ځمکی د امازون سید او د هغه مرستیالان خړوبوی.

۴- سوال: د برازیل د پلازمینی او مهمو ښارونو نومونه واخلی؟

۴- ځواب: د برازیل پلامینه د برازیلیا ښار دی مهم ښارونه یی دا دی ساوپولو، بیلوهاریزانت، ریودوژانیرو دی.

 ۵- سوال: د برازیل پلنوالی له لویدیځ څخه ختیځ ته څو کیلو متره دی؟

۵- ځواب: له ختیځ څخه لویدیځ ته (۴۳۳۱) کیلو متره پلنوالی لری.

۶- سوال: برازیل څه وخت له منظمو تشکلاتو سره منځ ته راغی؟

۶- ځواب: ( ۱۹۶۷) کی منځ ته راغی.

۷- سوال: د برازیل د صادراتو او واردتو په باره څه معلومات لری؟

۷- ځواب: په برازیل کی نساجی، موټرجوړولو،اوسپنی او فولادو، بیړی جوړولو،د ماشین آلاتو او داسی نورو صنایعو وده کړی ده.

واردات یی غنم، مس، المونیم، تیل، ماشین الات او درمل دی.

قهوه، داوسپنی ډبری، غوړی لروونکی دانی، بوره، لرګی، غوښه او داسی نور شیان بهرنیو هیوادونو ته صادروی.

لیمه وردګ.