مسجد اقصی، بیت المقدس (فلسطین)

مسجداقصی د مسلمانانو لومړی قبله او د مسجد الحرام او مسجد النبوی څخه وروسته د مسلمانانو درییم سپیڅلی ځای دی، سیمه ییز خلک یی الحرام القدسی الشریف په نامه سره هم یادوی، دغه سپیڅلی جومات د اسرایلو تر ولکی لاندی ختیځ بیت المقدس کی پروت دی، په دغه جومات کی په یوه وخت کی تر (۵۰۰۰) زیات کسان لمونځ کولای شی، همدارنګه په انګړ کی یی هم  ډیر زیات شمیر خلک په یوه وخت کی ځایدای شی، په ۲۰۰۰ میلادی کال کی د الاقصی انتظامی کمیټه جوړه شوه چی له هغی ورځی راهسی دلته د غیر مسلمو خلکو ننوتل منع شوی دی، د دی جومات ستر ویاړ دا دی چی حضرمحمد (ص) د معراج په سفر کی له مسجد الحرام څخه دلته راغلی و، دلته یی د ټولو انبیا علیهم السلام له امامت کولو وروسته د اووه واړه اسمانانو په سفر ولاړ،له کعبی شریفی څخه وړاندی تر ۱۶- ۱۷ میاشتو پوری مسلمانانو د مسجداقصی پر لور لمونځونه کول. 

 

لیمه وردګ