د مکسیکو هیواد د مرکزي امریکا له هیوادونو څخه دی چې په اړه یې معلومات د سوال او ځواب په بڼه درسره شریکوو
۱- سوال: په مکسیکو کی د سپین پوستو څخه مخکی کوم تمدن موجود وه؟
۱-ځواب: د سپین پوستو تر راتګ د مخه په مکسیکو کی بیلو بیلو سور پوستو قبیلو ژوند کاوه، لکه مایا، تولتیک، ازتک او داسی نور، هغوی په دی سیمه کی لوی تمدن منځ ته راوړی ؤ.
۲- سوال: په کوم کال کی د مکسیکو خپلواکی په رسمیت وپیژندل شوه؟
۲- ځواب: په کال(۱۸۲۱) کی خپلواکی په رسمیت وپیږندو
۳- سوال: د مکسیکو د کانی توکو په باره کی څه معلومات لری؟
۳- ځواب: د مکسیکو هیواد ډیری شتمنی کانی زیرمی لری، لکه سپین زر، سرب، سره زر، تیل، او ګاز یی طبیعی زیرمی دی، خصوصا د تیلو تولید د دی هیواد په اقتصاد کی اساسی ونډه لری کړی ده.
۴- سوال: د مکسیکو د وګړو شمیراو پراخوالی ووایاست؟
۴- ځواب: (۱۹۵۸۲۰۱) کیلو متره مربع پراخوالی لری او (۱۰۷) میلیونه اوسیدونکی لری.
۵- سوال: د مکسیکو صادرات او واردات کوم دی؟
۵- ځواب: تیل، سلفر، مالوچ، او قهوه، بهرنیو هیوادونو ته صادروی، او ماشین آلات، د حمل او نقل وسایل او داسی نور وارد وی،
۶- سوال: د مکسیکود هیواد هوا څه ډول دی؟
۶- ځواب: د مکسیکود هیواد آب هوا په سواحلو کی توده او مرطوبه په منځنیو سیمو کی توده او وچه او په لوړو برخو کی معتدله ده.
۷- سوال: د مکسیکو د کرنی په باره کی څه پوهیږی؟
۷- ځواب: مکسیکویوزراعتی هیواد دی یو زیات شمیر خلک یی په کرنه بوخت دی، مالوچ، قهوه،ګنی، سابه، او جواریی د کرنی مهم پیداوار دی.
۸- سوال: هسیانویان څنګه مکسیکو ته ور ننوتل اوتر څومره وخته یی هلته حکومت وکړ؟ یو مقاله په دی باب ولیکی؟
۸- ځواب: لومړی ځل په(۱۵۱۷م) کال کی مکسیکو ته سپین پوستکی ورننوتل اوپه(۱۵۱۹ او ۱۵۲۱م) کلونو کی یی دغه امپراتوری له منځه یووړه او د هغه پر ځای هسپانویانو د دری سوو کلونو لپاره په مکسیکو حکومت وکړ، تر هغه چی له ډیرو مبارزو وروسته په (۱۸۲۱م) کال کی خپلواک شو.
لیمه وردګ