د بیولوژي له مخې د کوخک چنجیانو په اړه معلومات د سوال او ځواب په بڼه درسره شریکوو
لاندنیو څلورو ځوابونو څخه یوازی یو ځواب صحیح دی د صحیح ځواب د توری پر شاوخوا دایره و کاږی
د(Nematoda) په فایلم کی هغه چینجیان شامل دی چی
الف - فیتوی اوهوار جوړښت ولی.
ب – د سیستودا په کلاس پوری تړلی وی.
ج – له بندونو څخه جوړ شوی وی.
د – ګردی او نری جوړښت ولری او جنسونه سره بیل وی.
۱- اسکاریس دوه قدامی او خلفی انجامونه لری چی په قدامی انجام کی یی خوله واقع ده او___________ څخه جوړه شویده.
الف - د ووشونډو، ب – څلورو شونډو، ج – د ریوو شونډو، د – هیڅ یو
۲- اسکاریس په _________ کی ژوند کوی؟
الف – معده ب – نری کولمی ج – لویی کولمی د – سوی.
۱۱ـ لاندینی جملی صحیح او یا غلطی دی د صحیح جملی مقابل ته د (ص) علامه او د غلطی جملی په مقابل کی د (غ) علامه ولیکی.
۱- سوال: د اسکاریس القاح شوی هګۍ د القاح څخه وروسته دوی یا دری هفتی په وده شروع کوی او په لاروا بد لیږی.(ص)
۲- سوال: د اسکاریس هګۍ چی له غایطه موادو سره یو ځای دفع کیږی کولای شی انسان په ناروغی اخته کړی. (ص)
۳- سوال: د اسکاریس پرازیت یو دایمی میزبان لری چی هغه هم انسان دی او بل کوم منځنی میزبان نه لری. (ص)
لاندینی تش ځایونه په مناسبو کلمو ډک کړی.
۱- د اوکسیورس کوخک چینجی معمولا په لویو کولموکی ژوند کوی او د هګی اچولو لپاره د اوکسیور مونث چینجی د مقعد شا وخوا ته راوزی او د هګی اچولو څخه وروسته مړه کیږی.
مونث چینجی د په موده کی بالغ کیږی او د هګۍ اچولو وړ ګرځی.
تشریحی پوښتنی:
۱- سوال: که چیری انسان او کسیورس چینجی ولری نو څه نښی نښانی وجود لری؟
۱- ځواب: د خوب په وخت کی د مقعد شاوخوا خارښت احساسوی.
۲- سوال: د اوکسیور په مقابل کی د تداوی او مخنیوی تدبیرونه څه دی؟
۲- ځواب: د قایی لپاره باید د حاجت د رفع کولو څخه وروسته او دډوډی د خوارک څخه مخکی لاسونه په اوبو او صابون یا کوم بل عفدنی ضد موادو پریمینځل شی، د ناروغو کسانو نوکان باید لنډ شی، او د نوکانو لاند ینی برخی باید په برس پاکی شی ، باید کوشش وکړی تر څو ماشومان د مقعد شاوخوا ونه ګروی او په هګیو ککړ لاسونه باید د خولی څخه لری وساتی.
۳- سوال: انسان په کوم عمر کی زیات په اوکسیور اخته کیږی؟
۳- ځواب: د ماشومتوب په عمر کی پری اخته کیږی.
۴- سوال: د کولمو چینجی په کومو ټولنو کی پیداکیږی په څو جملو کی یی تشریح کړی؟
۴- ځواب: په غریبو ټولنو کی با الخصوص په هغه ټولنه کی چی حفظ الصحة نه پکی مراعات کیږی.
لیمه وردګ.