واده د سیند په تل کی

په کور،هوتل،او کښۍ کی به مو د واده د مراسمو اوریدلی وی خو داځل یو بل په زړه پوری واده د سیند په تل کی تر سره شو، دا واده د امریکا د متحده آیالاتو د الینوی آیالت د اوریګان ښار د اوریګان سیند په تل کی تر سره شو، په دغه واده کی شاوو براین ولس نصواری لبا س په تن  او بوټان په پښو کړی ؤ په داسی حال کی چی ناوی کرسټیناګن سپینه جوړه کړی وه، دغه واده د اوبوپه(۲۰) متریزه ژوری کی تر سره شو، دوی دلته د واده کولو هوډ ځکه کړی وه چی لومړی دیدن یی همدلته شوی وه. 

 

 

 

 

 

لیمه وردګ