حدیث شریف

د لومړی فصل پوښتنی

۱ـ سوال: امر بالمعروف اونهی عن المنکر په کوم آیت سره ثابت شوی دی؟

۱ځواب: ولتکن منکم امة یدعون الی الخیر ویامرون بالمعرف وینهون عن المنکر واولیک هم المفلحون. د آل عمران په سورت.

۲- سوال: امر بالمعروف او نهی المنکر د پورتنی مبارک حدیث پر اساس څو درجی لری، واضح یی بیان کړی؟

۲- ځواب: دری مرحلی دی:

الف: هغه کسان چی کولی شی ناوړه کارونه په خپل لاس او د مټ په زور منع کړی.

ب: هغه کسان دی چی له دوی سره د شریعت له مخی  د زور او قوت د کارونو صلاحیت نشته، دوی په وعظ، نصیحت او تبلغ باندی مکلف دی.

ج: هغه ډله کسان چی نه د مټ زور او نه د وعظ او تبلغ قدرت لری داسی کسان وظیفه لری چی لږ تر لږ د هغه ناوړه کار کونکی په زړه کی بد و ګڼی.

۳- سوال: د امربالمعروف اونهی عن المنکر حکم بیان کړی؟

۳- ځواب: د جمهورو علماوو په نزد واجب دی.

Lema