د دوهم فصل پوښتنی

 

 انتخابی پوښتنی

 

 هری پوښتنی ته څلور ځوابونه ورکړل شویدی چی له هغو څخه یواځی یه څواب  صحیح دی تاسو د صحیح ځواب د توری پر شاوخوا دایره وکاږی.

۱ـ د ینی چینجی د لاندنو کلاسونو څخه په یوه پوری اړه لری.

 

الف ـ ( تری ماتودا)  ب ـ سیستودا ج ـ Turbellaria د ـ Nematoda 

 

۲ـ د ینی چینجی په بالغ ډول د لاندنیو ځایونو څخه په یوه کی پیدا کیږی؟

 

الف ـ (په صفراوی نلونو کی)،    ب ـ د ینی په سنجو کی،      ج ـ وړو کولمو کی،          د ـ  د ینی په جریان کی

 

 

۳ـ د ینی جینجی یو له دغو شکلونو څخه لری.

 

الف ـ (د پاڼی شکل)                ب ـ استوانوی                   ج ـ فیتوی                           د ـ مثلثی.

 

۴ـ د ینی جینجی:

الف ـ ټول مذکر دی.      ب ـ ټول مونث دی    ج ـ مذکر او مونث جلا جلا جنسونه لری           (د ـ مذکر او مونث تناسلی آلی په عین حیوان کی وجود لری).

 

لاندی تش ځایونه په مناسبو او صحیحو کلمو ډک کړی.

 

۱ـ سوال: د ینی چینجی په (د پسه په صفراوی مجراوو) کی هګی اچوی چی د( غایطه موادو) په وسیله دفع کیږی.

 

۲ ـ سوال:د ینی چینجی لومړی ( د حلزون یا ګوک وجود ) دی.

 

۳ـ سوال: ژوی خصوصا پسونه د (واښه خوړونکی څاروی خصوصا پسونه د سیست لرونکو واښ) د خوړو په وسیله د جګر په ناروغی اخته کیږی

 

۴ـ سوال: د ینی جینجی د ( د وجود د وینی له لاری د ینی صفراوی قنات(نل) ) ځان جګرته رسوی.

 

صحیح او غلطی پوښتنی:

 

لاندنی جملی په غور سره ولولی او د هری پوښتنی د نمبر سره که چیری ځواب صحیح وی د(ص) علامه او که چیری ځواب غلط وی نو د(غ) علامه کښیږدی.

 

۱ـ سوال: د کدودانی چینجی د ګردو چینجیانو له جملی څخه دی؟ (غ) دی.

 

۲ـ سوال: د کدودانی جینجی د انسان او غواګانو طفیلی دی؟(ص) دی.

 

۳ـ سوال: د کدودانی چینجی له دی امله چی خوله او هضمی قنات لری. نو ځکه خپل خواړه د خولی له لاری اخلی؟(غ) دی.

 

۴ـ سوال: په غوایی کی د کدودانی چینجی ، د لاروا په شکل په زړه او نورو عضلاتو کی پیدا کیږی؟ (ص) دی.

 

تشریحی پوښتنی:

 

۱ـ سوال: د کدودانی د چینجی د ژوندانه دوره تشریح کړی؟

۱ـ ځواب:کله چی غوا  د کدودانی چینجی بندونه او هګی له هغو واښو څخه چی د انسان په غایطه موادو باندی ککړ شوی وی واخلی ، د کدو دانی  چینجی ژوند په غواوو کی شروع کیږی، غویان د دی پرازیت هګی چی لږ موده وروسته په لاروا بد لیږی د کولموله دیوال څخه تیریږی او د وینی د دوران په وسیله په غضلاتو کی ځای نیسی، تر څو دوهم میزبان (انسان) ته انتقال شی، کله چی انسان د هغی غواوو خامه غوښه وخوری نو په هغه کی د کدودانی د ناروغی سبب کیږی.

 

۲ـ سوال: انسان په څه ډول د کدودانی په چینجی اخته کیږی؟

۲ـ ځواب: کله چی انسانان د کدو دانه لرونکی غواوو نیم خامه غوښه وخوری، د کدودانی په چینجی اخته کیږی.

 

۳ـ سوال: تینیا سولیم چیرته او په څه ډول پیدا کیږی؟

۳ـ ځواب: دا پرازیت لاروا معمولا په عضلاتو او د خوک په نورو غړو لکه د پستکی لاندی نسجونو، مغز، د سترګو په کاسه کی پیدا کیږی.