د جغرافیی سوالونه او ځوابونه
لومړی پوښتنه:
۱. سوال: د امریکا لویه وچه له شما ل څخه تر جنوب پوری څو کیلو متره اوږد والی لری؟
۱. ځواب: د امریکا لویه وچه له شمال څخه تر جنوب پوری (۱۵۰۰۰) کیلو متره اوږد والی لری.
۲. سوال: د امریکا لویه وچه له افغانستان څخه څو ځله لویه ده؟
۲. ځواب: د امریکا لویه وچه له افغانستان څخه شپیته ځله لویه ده.
۳. سوال: کومه ابنا امریکا له آسیا څخه جلا کوی؟
۳. ځواب: د بیرنګ ابنا امریکا له آسیا څخه جلا کوی.
۴. سوال: د امریکا لویه وچه په کوم کال کی کشف شوی دی؟
۴. ځواب:د امریکا لویه وچه په (۱۴۹۲) میلادی کال کی د کرستف کولمب له خوا کشف شوی ده.
۵ـ سوال: شمالی او جنوبی امریکا څنګه یو له بل څخه بیله شوی ده؟
ځواب: د ا مریکا شمالی او جنوبی برخی دواړه د پانمی د ګانال د یوی نری خاکنا په واسطه سره بیلی شوی ده.
۶ـ سوال: د راکی غرونه د امریکا په کومه برخه کی پراته دی؟
۶ـ ځواب: د راکی غرونه چی د شمالی امریکا په لویدیځ کی د (۶۰۰۰) متره په لوړوالی او (۱۷۰۰) کیلو مترو په اوږد والی کی پراته دی.
۷ـ سوال: د میسی سی پی سیند څه خصوصیت لری؟
۷ـ ځواب: د میسی سی پی سیند په داسی یوه برخه کی بهیږی چی د مکسیکو خلیج ته یو زیات شمیر مواد له ځان سره لیږد وی او ځکه نو هر کال یی خوله تقریبا سل متره په سمندر کی وړاندی ورځی.
۸ـ سوال: د امازون سیند له کومه ځایه سرچینه اخلی؟
۸ـ ځواب: د امازون سیند د اندیز د غرونو د لړی څخه سرچینه اخلی.
۹ـ سوال: د شمالی او جنوبی امریکا د هوا توپیر څرنګه دی؟
۹ـ ځواب: د شمالی امریکا په مختلفو عرض البلدونو کی د موقعیت په اساس متفاوته آب وهوا لری. د شمالی برخو هوایی سړه او د منځنیو برخو هوایی معتدله او د جنوبی برخو هوایی توده ده.