څلورم فصل

د جامو او حجاب احکام

اول: د مسلمانی ښځی د شرعی جامو(لباس) احکام

۱ـ د مسلمانی ښځی جامی باید لویی او پراخه وی او ټول جسم یی نا محرمه نارینه وو نه پټ کړی وی، او خپلو محرمو کسانو ته له معمول سره سم پرته له مخ، ورغویو، او پښو نه بل هیڅ ځای ښکاره نکړی.

۲ـ جامی باید مستوری(یعنی پټی) وی چی د هغی د لاندی څه ښکاره نشی، نو داسی نازک نه وی چی د هغی لاندی د پوست رنګ ځنی ښکاره شی.

۳ـ جامی باید داسی تنګی نه وی چی د اعضاؤ حجم او اندازه و ښایی، په صحیح مسلم کی له پیغمبر(ص) نه روایت دی چی فرمایی:

ترجمه: په دوزخ کی دوی ډلی دی چی ما (هیڅ) ندی لیدلی: یو هغه قوم دی چی د غوا د لکی په شان  شلاخی (قمچینی) ورسره وی او خلک پری وهی، او (بله ډ له) هغه پټی برینډی، کږی وږی، ښځی دی چی سرونه به یی داوښانو د کاږه بوکونو په شان وی، جنت ته به نه ځی، او نه به یی بوی ورته رسیږی، او بیشکه چی (د جنت) بوی له دومره دومره مسافی نه احساسیږی.

شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمت الله علیه وایی: « او د پیغمبر،ص، د دی قول ( کاسیات عاریات) تفسیر یی داسی کړی دی: چی ښځه داسی جامی واغوندی چی بدن یی نه پټوی، نو دی خو جامی اغوستی وی، خو په حقیقت کی بربنډی وی، مثلا داسی نری(نازکی) جامی واغوندی چی د پوست رنګ او کیفیت معلوموی، او یا داسی تنګی جامی واغوندی چی د جسم مختلفی حصی او اندامونه لکه کوناټی، لیچی او نور ځایونه وښایی.

د ښځی لپاره مناسبی جامی هغه دی چی  اندامونه یی پټوی، او داسی ډبلی او لویی وی چی جسم یی نه ښکاره کوی، او نه یی د اندامونو حجم او اندازه و ښایی(مجموع الفتاوی۱۴۶/۲۲)

۴ـ ښځه باید په خپلو جامو کی له نارینه ؤ سره مشابهت ونلری، ځکه پیغمبر(ص) پرهغه ښځو باندی لعنت ویلی دی چی خپلی جامی د نارینه وو په شان جوړوی، او د ښحی مشابهت له نارینه وو سره په جامو کی دا دی: چی داسی جامی واغوندی چی هغه د نوعیت او اوصافو په لحاظ د هری ټولنی د رسم او رواج سره سم خاص د نارینه وو لپاره وی

 

شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمت الله علیه وایی: «د نارینه وو (سړی) او ښځو د جامو تر مینځ فرق پدی اساس دی چی کوم لباس چی د نارینه وو لپاره مناسب وی، او کوم چی د ښځو لپاره مناسب وی، نو (نارینه او شځی هر یو) د هماغه (مناسبو) جامو په اغوستلو سره مامور دی، ښځو ته په پرده (حجاب) اوله بربنډوالی نه په ځان ساتلو امر شوی دی، نو ځکه ورته په آذان او لبیک ویلو کی د آواز پورته کولو، او صفا و مروا ته د ختلو، او په احرام کی د سړی په شان د جامو دایستلو اجازه نده ورکړه شوی، لکه څنګه چی نارینه وو ته امر شوی دی چی جامی په احرام کی وباسی، او سر لوڅ کړی، او هغه عادی جامی چی داندامونو په اندازه جوړی شوی وی وانه غوندی، نو قمیص، پرتوګ، خولی، او موزی باند وانه غوندی.....اما ښځه له جامو اغوستونه نده منع شوی، ځکه چی هغی ته ځان پټول او سترکول لازم دی، او د هغه مخالفت ورته روا ندی، لیکن د نقاب،دستکش اغوستو څخه منع شوی ده

نور بیا

لیمه وردګ