د ستر څښتن په پاک نامه
لومړی فصل
۱ـ د اسلام نه مخکی د ښځی مقام :
د اسلام نه وړاندی دوری څخه مراد دجاهلیت هغه زمانه ده چی انسانانو له پیغمبرانو (ص) او د هدایت او ښیګڼی له لارونه بی برخی وو، نو لکه څنګه چی په حدیث کی راغلی ـ الله (ج) د دوی حال ته وکتل، او پرته له ځینو اهل کتاب نه، پر نورو ټولو عربو او عجمو یی خپل یی خپل غضب نازل کړ. او ښځی پدی وخت کی خصوصا په عربی ټولنه کی په یو مشکل او سخت
وضعیت کی ژوند کاوه، ځکه چی د هغوی به ښځینه اولاد نه خوښیدو او ځینو به هغه ژوندی ښخولی تر څو تر خاورو لاندی مړی شی، او ځینو نورو (چی به ژوندی پریښودله) نو په ژوند کی به یی خواره او ذلیله ساتله،لکه څنګه چی الله تعالی (ج) فرمایی:
ترجمه: او کله چی لدوی نه یوه ته د لور زیری ورکړشی نو مخ یی تور واوړی او له غوسی نه ډک شی، له خپل قوم او خلکو
نه پټیږی د هغه بد زیری په خاطر، (یعنی د لور تولدی) نه پو هیږی چی آیا دا (لور) په سپکوالی له ځان سره وساتی ، او که یی ژوندی په خاورو کی خښه کړی، نو دا ډیر ه بده فیصله ده کومه چی دوی یی (د الله (ج) په باره کی ) کوی
د النحل سورت ۸۵ ـ ۹۵ آیتونه)
الله (ج) بل ځای فرمایی:
او کله چی له هغی لور نه چی ژوندی خښه شوی وه پوښتنه وشی، (چی ) په کومه ګناه خښه شوی وه
(د التکویر سورت: ۸ ـ ۹ آیتونه )
د جاهلیت په دوره کی ښځی د میراث اخیستو نه محرومه وی که هر څومره به دا غریبه او مسکینه وه ځکه هغوی به میراث یواځی نارینه وو ته ورکاوه، نه ښځو ته، بلکه ښځه به له خپل خاوند نه په میراث پاتی کیده، او ډیر زیات شمیر ښځو به د یوه خاوند سره ژوند کاوه، ځکه چی هغوی به بیله کوم حد او اندزی نه زیاتی ښځی کولی.
۲ ـ د ښځی مقام په اسلام کی:
کله چی اسلام راغی نو دا ټول ظلمونه یی له ښځی نه لری کړل،او د هغی انسانی کرامت او اعتباریی بیا را ژوندی کړ.
الله (ج) په الحجرات سورت: ۱۳ آیت کی فرمایی:
ترجمه: ای خلکو ما تاسو له نر ښځی نه پیدا کړی یاست.نو په دی آیت کی الله (ج) فرمایلی دی: چی ښځه د انسانی ارزښت
په لحاظ له نارینه سره شریکه ده، لکه څنګه چی د عمل په ثواب او عذاب کی له هغه سوه شریکه ده.
او بل ځای دا فرمایی:
ترجمه: د نر او ښحی نه چی څوک نیک عمل وکړی په داسی حال کی چی مومن وی،
نو هغه ته به (په دنیا کی ) مونږ ښه ژوند ورکږو، او (په آخرت کی به) خامخاد دوی دنیکو عملونو اجرونه او ثوابونه ورکړو.( د النحل سورت : ۹۷ آیت کی)
او الله(ج) له دی نه منعه کړیده چی ښځه د میړه موروثه مال په میراث پاتی شی:
ترجمه:
ای مومنانو تاسو ته روا ندی چی ښځی په زور سره د میراث په توګه واخلی.
( د النسا سورت : ۱۹ آیت)
نو اسلام ښځی ته د هغی د شخصیت استقلال ورکړ، او دا یی د میراث اخیستلو مستحقه وبلله، نه دا چی بل څوک یی د میراث په توګه واخلی، او هفی ته یی د خپلوانو په میراث کی حق ورکړ.
الله تعالی فرمایی:
ترجمه: د نارینه وو په هغه مال کی چی مو او پلار(نورو) خپلوانو (میراث) پری ایښی وی حق دی، او د ښځو لپاره په
هغه مال کی چی مور او پلار او (نورو) خپلوانو (میراث) پری ایښی وی حق دی، که دا (مال) لږوی او که ډیر، ( دا
د الله (ج) له طرف نه) فرض شوی اوټاکل شوی حصه ده.( د النسا٬ سورت: ۷ آیت )
او نور داسی آیتونه چی د مور، لور، خور،او میرمنی په حیث د ښځی د میراث اخستلو په باره کی راغلی دی او د ګډ
ژوند په حصه کی الله(ج) حد اکثر د څلورو ښځو نکاح کول روا کړیدی، هغه هم پدی شرط چی د ښځو په مینځ کی عدالت
و کولای شی، او له دوی سره یی نیک ژوند او ښه سلوک واجب کړی دی، الله(ج) فرمایی:
ترجمه: او خپلو ښځو سره په نیکی ژوند او سلوک وکړی.
(د النسا ٍسورت ۱۹ـ آیت کی)
او مهریی د ښځی حق وګرځاوه، او امر یی وګړی. چی هغه په پوره ډول خپله ښځی ته ورکړل شی، خو که هغی په خپله خوښه (چاته) وروبخښی (نو بیا یی اخیستل روادی).
الله(ج) فرمایی:
ژباړه: او ښځو ته د هغوی مهرونه په خوشحالی سره ورکړی، او که چیری هغه دوی په ښه زړه تاسو ته (له خپل مهر نه) څه درکړی، نو بیایی په خوند او حلاله سره وخوری.
( د النساً سورت : ۴ آیت کی)
او الله ښځی ته د خپل خاوند په کور کی د واکداری، امر کولو، منعه کولو، او پرخپل اولاد باندی د تسلط لرلو حق ورکړی دی؛ پیغمبر فرمایی: ژباړه: ښځه د خپل خاوند په کور کی پالونکی ده، او د خپل لاس لاندی کسانو څخه مسلوله ده.
او پر خاوند یی خوراک او پوشاک د عادت سره سم فرض کړیدی.
نور بیا
۳ - د اسلام دښمنان او د هغوی لاس پوڅی څه غواړی