د الکولي عطرو استعمال څنګه دی ؟

د سپری استعمالول د عطرو په ځاي څنګه دي ۔ څرنګه چي ما اوريدلي چي  په سپری ګانو کي يو قسم مواد استعماليږي چي د الکوهل په نوم ياديږي۔ او الکوهل په اسلام کي حرام دي۔ نو آيا داسي رقم سپری ګاني په جامو باند موږ استعمالولي شو او کنه؟

ځواب:

اصل دادی چې کوم عطر او خوشبویې چې خلک يې کاروی جايز دي مګر کوم چې معلوم وی چې هغه له څه شی څخه جوړ شوي کوم چې هغه منع دی مثلاً په هغه کې څه مقدار نشه کونکی او مست کونکی مواد وي يا د هغه زيات مصرف مست کونکی وي يا داسې څه په کې وي چې هغه شرعاً نجس وي دې نه علاوه کوم عطر چې په خلکو کې مروج دي لکه عود ،عنبر،مسک او نور.  

 خو که سړی په دی پوه شي چه په عطرو کې مست کونکی ماده کډه شوی ده سړی به هغه ترک کوي او پريږدی به يې له هغه جملې ادکلن عطر ځکه چې طبي متخصصينو يې په اړه شهادت ورکړی دی چې نوموړي عطر زياته اندازه اسپيرتو مواد لري چې دا مواد نشه او مست کونکی دي نو ددی ډول عطرو استعمال جايز نه دي .

د اسلامې شريعت قاعده داده چې يو شی حرام وي دهغه لږ او ډير دواړه حرام وي نشه کونکی او مست کونکی مواد په اسلام کې حرام دي ولو که هغه هر ډول کيمياوي تعامل ولري ډير او که لږ وي حرام دي ځکه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«مَا أَسْكَرَ كَثِيرُهُ فَقَلِيلُهُ حَرَامٌ »[1] دهغه څه چې زيات مقدار نشه کونکی وي کم مقدار يې هم حرام دی .

هغه عطر او خوشبويې چې الله تعالی مونږ ته حلال ګرځولي نو الکولي عطرو ته څه ضرورت نشته.

 فتاوی علماء مکة المکرمة شیخ ابن باز – مجلة البحوث، عدد (33)ص(116).

لیمه وردګ