دوهم لوست

د هندسي شکلونو رسم

اټوکېډ دمختلفو شيانو دترسيمي اجزاؤ رسم ستاسو په اختيارکې درکوي. دهرشي دايجاد اورسمولو لپاره ډول ډول طريقي موجودي دي.

خط رسمول

ترټولومهم اوغوره ترسيمي شى خط دي. د Line  په مرسته دشروع او ختم نقطوپه ټاکلو سره يوه ټوټه متصل خط رسمولاى شئ. اټوکېډ د همدې نقطو په ټاکلو سره مختلفي ټوټي وصلوي.

دLine  امر اودستور داټوکېډ دڅو امرونو څخه يو امر دى چې په اتوماټيک ډول تکراريږي. نوموړى د زاړه خط وروستى نقطه دنوي خط دمبدا په توګه کاروي اوپه همدي ترتيب مخ ته ځي.

د دې پرله پسې کار دختم لپاره بايد يو ځواب ورکړل شي (Enter  وهل يا  دموږک د ښې تڼۍ په کښېکښلو سره له پرانيستل شوې ليست څخه  Enter انتخابول ).

بايد ووايم د Line  په امر سره څو نښتي خطونه رسمولاى شو، مګر هره ټوټه ځانګړى خط او يو له بله سره بېل دي، که څه هم د Line په يوه امر رسم شوې وي.

په دوه بعدي مختصاتو کې د شروع نقطې ( X, Y) ، په درې بعــــــدي مختصاتو کې ( X, Y, Z )، يا له هغو څخه په ترکېبي مختصاتو کې ټاکل کېږي. که چېري دوه بعدي مختصات ټاکل شوي وي اټوکېډ دهمد ي اوسنۍ ارتفاع مقدار او اندازه  چې دZ  دمختصه په نامه يا دېږي کا را خلي (اندازه مخکې صفر( 0 ) فرض شوې ده). د درې بعدي مختصاتو مفاهم اوارتفاع به له صفر پرته په راتلونکي کې ولولو.

د خط ( Line ) رسمولو لارې چارې

١،  د اټوکېډ پر رېبن Line   امر کليک کړئ ١ شکل ته ځير شئ:

د نورو معلوماتو لپاره دلته کليک وکړئ