يادونه: د اټوکېډ د زده کړې لومړنۍ برخه څو ورځې مخکې دهمدې بلوګ له لارې خپره شوه، نوموړې د ٢٠١٠ اټوکېډ د څېرې له مخې او د يوې يادونې په ملتيا چې نورې برخې به يې د ٢٠١١ اټوکېډ د څېرې له مخې خپرېږي ليکل شوې وه، د يادې شوي برخې تر خپرېدو وروسته ځينو ملګرو او لوستونکو وغوښتل چې دا هم بايد د ٢٠١١ اټوکېډ د څېرې له مخې وليکل شي. 


٢٠١١ اټوکېډ او څېره يې

لومړى لوست

مخکې له دې چې ٢٠١١  اټوکېډ پرانيزئ او د هغه نوې وړتياوې په کار واچوئ، ښه به دا وي چې د هغه په اړه څه ناڅه ابتدايي معلومات تر لاسه کړئ، که له اټوکېډ سره تر اوسه نه پېژنئ نو دا لوست په ډېر غور ولولئ، ځکه دا لوست مو د اټوکېډ له ډېرو نوو څېرو سره اشنا کوي، د بېلګې په توګه يو فايل پرانيستل يا تړل، د اټوکېډ څېره پر بېلابېلو ډولونو کارول، د رسم سطح بدلول او... که له اټوکېډ سره پېژنئ بيا هم دا برخه ستاسو لپاره ډېره اړينه ځکه ده چې ډېرې نوې څېرې يې تر بحث لاندي نيول شوي دي.

 نه يوازې دا چې د اټوکېډ په ټولو نوو ورژنونو کې يوازې د هغه څېره بدله شوې ده، بلکې ور سره جوخت د Autodesk څېره هم بدله شوې ده، په دې ډول يې د پخواني اټوکېډ ټولې څېرې پر نوو بېلابېلو ګټګوريو ويشلي او د پخوا په پرتله يې ډېرې اسانې کړي دي.

د پورتنۍ خبرې په تاييد ٢٠١١  اټوکېډ د ډېرو نوو څېرو خاوند دى، په ځانګړې توګه د 3D Modeling برخه يې له خورا نوو څېرو څخه جوړه ده، پر دې برسېره نوموړى د پخوا په څېر له 2D څخه هم برخمن دى. بايد وويل شي د اټوکېډ 3D برخه په راتلونکو درسونو کې تر بحث لاندې نيسم د اوس لپاره راځي چې د هغه پر ځينو ابتدايي ټکو او د هغه پر نوو څېرو وږغېږو.

اټوکېډ او څېره يې

په دې لوست کې غواړم د اټوکېډ پروګرام له څېرو، مينيوګانو، ټولبارونو او... سره مو اشنا کړم، که همدا لوست په غور ولولئ ښايي په راتلونکو نورو درسونو کې کومه ستونزه ونه لرئ او دا زما اند دى چې هر توکى او هره څېره پيژندل او په ياد ساتل کومه ستونزمنه خبره نه ده، ځکه هر توکى او هره څېره په ډېره ښه توګه او فصيح ډول تر بحث لاندي نيول شوي دي. که ٢٠١١  اټوکېډ په کمپيوټر کې ځاى پر ځاى وي، د هغه د پنځولو په موخه لاندنۍ لارښوونې په غور وڅارئ:

د Start مينيو د Programs په ليست کې يا هم پر ديسکټاپ د هغه نښه دوه ځله کليک کړئ له   ١ شکل سره مخېږئ: 

١ شکل

د اټوکېډ پورتني شکل ته د هغه Splash Screen  ويل کېږي، د نوموړې پردې دنده دا ده چې د اټوکېډ او د هغه د ورژن په اړه چې کوم اټوکېډ کاروئ معلومات درکړي، د نوموړې پردې تر بندېدو وروسته له بلې پردې سره مخېږئ چې د انجينرۍ د برخو ټاکنه په کې تر سره کېږي، د برخې تر ټاکلو وروسته اټوکېډ د پردې پر مخ پنځول کېږي او د هغه له يوې تشې پاڼې سره مخېږئ، نوموړې پاڼه د Drawing1.dwg په نامه نومول شوي وي ٢ شکل ته ځير شئ: 

٢ شکل

د هر ټب په کليکولو سره د Ribbon بڼه بدلېږي او هغه توکي چې په ياد شوي ټب پورې اړه ولري د Ribbon پر تندي لڅېږي.

Menu Browser: د پروګرام د اوچتي برخې په کېڼ اړخ کې يوه تڼۍ چې A پر ليکلې ده موجوده ده، نوموړې تڼۍ د اټوکېډ مشهور ليست پرانيزي ٣ شکل ته ځير شئ: 

٣ شکل

Workspace Switching: د دې تڼۍ په کليکولو سره د اټوکېډ 2D،  3D او... بڼه بدلولاى شئ ٤ شکل ته ځير شئ: 

٤ شکل

Command Platte: نوموړى د امر پنجره بلل کېږي چې يو امر تر سره کوي، نه يوازې دا چې يو امر تر سره کوي بلکې د هغو ټولو امرونو په اړه هم چې له نورو سرچينو څخه تر سره کېږي معلومات خپروي، که په راتلونکو درسونو کې د امر له پنجرې سره مخ شئ موخه مو ځينې  Command Platte دى، که غواړئ له ځايه يې بې ځايه کړئ يوازې د موږک په مرسته يې د يوې عادي کړکۍ په څېر تر غوږ ونيسئ او د پروګرام يوې تشې برخې ته يې کش کړئ ٥ شکل ته ځير شئ: 

٥ شکل

Tool Panels: د Ribbon  هر ټب له بېل بېل ټول پنل څخه او هر ټول پنل له خپلو ځانګړو توکو څخه جوړ دى، روښانه بيلګې يې د Home  ياهم  Draw  پنلونه يادولاى شو، که په يوه پنل کې د موږک نښه يوه توکي ته نژدې کړو په هغه توکي پورې اړوند د هغه د کارولو معلومات چې Tooltip بلل کېږي څرګندېږي، دا معلومات پر دوه ډوله وي، يو ډول يې د يوه کوچني پيغام په شکل او دوهم ډول يې د يوه تصوير شکل خپلوي ٦ او ٧ شکلونو ته ځير شئ: 

٦ شکل 

٧ شکل

ځينې نور توکي له خپل يو ځانګړې (Popup Menu) ليست څخه برخمن وي، که د ياد شوي توکي پر څنګ پرته کوچنۍ تڼۍ کليک شي، په هغه پورې د اړوندو معلوماتو او تصويرونو له لارې د هغه ټولې برخې چې پر څومره ډولونو کارېږي ښودل کېږي  ٨ شکل ته ځير شئ: 

٨ شکل

Quick Access Toolbar: نوموړى چې د اټوکېډ په اوچته برخه کې غځېدلى دى، هم له ځينو توکو څخه برخمن دى، پر نوموړي ټولبار تر دېره بريده هغه توکي چې د پروګرام په دننه کې په زياته کچه کارېږي پراته وي، روښانه بيلګه يې Open هغه يادولاى شو ٩ شکل ته ځير شئ: 

٩ شکل

Palettes: يو پليټ کټ مټ د Command Palette په څېر  ښکارېږي، بايد وويل شي په اټوکېډ کې تر ټولو ډېر کارېدونکي پليټونه دوه دي، لومړى يېDesignCenter   او دوهم يې  Properties. نوموړي پليټونه د View پر ټب د Palettes  له پنل څخه پرانيستلاى شئ   ١٠ شکل ته ځير شئ: 

  

١٠ شکل

Properties Palette: دا پليټ د يوه په نښه شوي خط عادي او عامې څېرې څرګندوي، بايد وويل شي نوموړې څېرې يې په نوو څېرو هم بدلولاى شو ١١ شکل ته ځير شئ: 

  

١١ شکل

 

Toggle  تڼيانې

که د Statusbar  کېڼ اړخ ته وګورو د څو تڼيانو کتار وينو، نوموړى تڼيانې Toggle بلل کېږي، يعنې هره تڼۍ دوه حالتونه  (ON/OFF)  لري او له نوموړو دوو حالتونو څخه بايد خامخا په يوه حالت کې کرار ولري، يوازې يو کليک د نوموړو تڼيانو حالت بدلولاى شي، يعنې که OFF وي  ON کېږي او که  ON  وي   OFF کېږي.

Snap Mode: دا يوه Toggle   تڼۍ بلل کېږي، د F9 کيلۍ په کښېکښلو سره  ON/OFF کېږي، که نوموړې تڼۍ ON وي د موږک تر نښې لاندې د Cursor  نښه به له يوه Snap Point څخه بل ته غورځي.

Grid Display: دا هم Toggle تڼۍ بلل کېږي، د F7 کيلۍ په کښېکښلو سره ON/OFF کېږي، که نوموړي تڼۍ ON وي، د اټوکېډ پرده به له عمودي او افقي خطونو څخه جوړ چوکاټ څرګندوي، Grid د لغوي معنا له مخې  چوکاټ ته ويل کېږي چې په اټوکېډ کې د يو لارښود په بڼه کارېږي.

Ortho Mode: دا هم Toggle   تڼۍ بلل کېږي، د F8 کيلۍ په کښېکښلو سره  ON/OFF کېږي، که نوموړې تڼۍ ON وي هر رسمېدونکى توکى خط او... يوازې په عمودي او افقي ډول رسمېږي.

Polar Tracking: دا هم Toggle   تڼۍ بلل کېږي، د F10 کيلۍ په کښېکښلو سره  ON/OFF کېږي، که نوموړې تڼۍ ON وي  يو وړوکى لارښود له Cursor  سره ملګرى وي او د لين او... په رسمولو کې د هغوى لورى او اوږدوالى ښيي.

Object Snap: دا هم Toggle   تڼۍ بلل کېږي، د F3 کيلۍ په کښېکښلو سره  ON/OFF کېږي، که نوموړې تڼۍ ON وي  د Cursor له نښې سره د Osnap  نښه څرګندېږي.

Object Snap Tracking: دا هم Toggle   تڼۍ بلل کېږي، د F11 کيلۍ په کښېکښلو سره  ON/OFF کېږي، که نوموړې تڼۍ ON وي  خط او... به يوازې د د قيقو کوارديناتو او دقيقو زاويو له مخې رسمېږي.

Allow/Disallow Dynamic UCS: دا هم Toggle   تڼۍ بلل کېږي، د F6 کيلۍ په کښېکښلو سره  ON/OFF کېږي، نوموړى تڼۍ يوازې دبشپړه  3D سرمشق لپاره کار کړئ.

Dynamic Input: دا هم Toggle   تڼۍ بلل کېږي، د F12 کيلۍ په کښېکښلو سره  ON/OFF کېږي، که نوموړې تڼۍ ON وي  د X او Y تر منځ که د Cursor نښه حرکت وکړي ټول پراته کواردينات د يو وړوکي لارښـود له لارې  له هغه  سره ښودل کېږي.

Show/Hide Lineweight: دا هم  Toggle تڼۍ بلل کېږي خو دا تڼۍ د کېبورډ لنډ لارى (Shortcut) نه لري، يوازې د موږک په مټ  ON/OFF کېږي، که نوموړې تڼۍ ON وي د خط پنډوالى به د خط رسمولو پر مهال څرګند وي او که نه وي يوازې به د پرينټر او پلاټر له لارې په چاپ شوو رساميو کې څرګند وي.

Quick Properties: دا هم  Toggle تڼۍ بلل کېږي دا تڼۍ هم د کېبورډ لنډ لارى (Shortcut) نه لري، يوازې د موږک په مټ  ON/OFF کېږي، که نوموړې تڼۍ ON  وي د يوه ابجيکټ تر په نښه کېدو وروسته يوه وړوکې شان کړکۍ چې د هغه ځينې مهمې پراپرټيانې په کې درج دي ښکاره کېږي، د نوموړې تڼۍ په OFF کولو سره د يادې شوي کړکۍ پر مخ د څرګندېدو دروازه تړل کېږي.

يو ډول نورې Toggle تڼيانې

د Statusbar پر ښې اړخ يو ډول نورې تڼيانې هم پرتې دي ١٢ شکل ته ځير شئ، چې د اټوکېډ په روانو درسونو کې به پر هرې يوې په جلا جلا توګه وږغېږو، د نوموړو تڼيانو په پاى کې يوه ټنۍ شته چې د غشي نښه پر ليکلې ده، نوموړې تڼۍ د پروګرام Application Status Bar  ليست پرانيزي او د يوې تڼۍ حالت بدلوي، يعنې که ON وي OFF کېږي او که OFF وي ON کېږي ١٣ شکل ته ځير شئ: 

١٢ شکل 

١٣ شکل

 

د اټوکېډ د کوارديناتو سيسټم

اټوکېډ په 2D رساميو کې هره افقي اندازه يا کچه په X او هره عمودي کچه په Y سره در پېژني، له همدې امله د اټوکېډ د 2D رساميو سيمه په X,Y  سره چې مبدا (Origin)  يې  0,0  ده پېژندل کېږي، د بېلګې په توګه که داسې يوه 100,50  کچه په نښه کړو د دې معنا دا ده چې له مبدا څخه  ١٠٠ واحده ښې اړخ ته او ٥٠ واحده اوچت لورې ته په نښه شوي دي، يا په بل عبارت که داسې يوه کچه  50-,100-   په نښه کړو د دې معنا دا ده چې له مبدا څخه ١٠٠ واحده کېڼ اړخ ته او ٥٠ واحده کښته لور ته په نښه شوي دي ١٤ شکل ته ځير شئ: 

١٤ شکل

اوس راځو 3D کوارديناتو ته، نوموړى له يو بل محور څخه چې Z بلل کېږي هم برخمن دى،  دا هغه محور دى که يې مثبت واحد را واخلو او د مونيټور د پردې له مخې يې و ارزوو تر پردې بهر وځي، همداسې که يې منفي واحدا را واخلو او د مونيټور د پردې له مخې يې و ارزوو د پردې  تر دننه لورې وځي، له همدې امله د اټوکېډ د 3D  رساميو سيمه په  X,Y,Z   سره چې مبدا (Origin)  يې  0,0,0  ده پېژندل کېږي، د بېلګې په توګه که داسې يوه  100,50,50 کچه په نښه کړو د دې معنا دا ده چې له مبدا څخه ١٠٠ واحده يې د اوږدوالي ٥٠ واحده يې د بردوالي او٥٠ واحده يې د لوړوالي لپاره په نښه شوي دي، ١٥ شکل ته ځير شئ يو 3D   رسم د مونيټور د پردې پر سطح په لاندنۍ بڼه ښکاري: 

 ١٥ شکل

 

رسامي او قالب  (Template)  يې

د رسامۍ قالبونه يا په بل عبارت Templates  يو ډول فايلونه دي چې وروستاړى يې (wdt.)   دى، نوموړي ټول هغه فايلونه بلل کېږي چې د ځانګړو ايښوونو (Settings) له مخې د کمپنۍ له لورې پلان شوي دي، روښانې بيلګې يې Grid يا هم Snap هغه يادولاى شو، يو قالب د New له لارې پرانيستلاى شو ١٦ شکل ته ځير شئ: 

 ١٦ شکل

د پورتني شکل له مخې د يوه قالب فايل پرانيستلاى شئ، مګر په ټوله اروپا کې د اټوکېډ لپاره  acadiso.dwt قالب کارول کېږي چې د قالبونو په ليست کې موجود دى، موږ هم نوموړى قالب تر کار لاندې نيسو، بايد وويل شي پر ياد شوي قالب چې کوم بدلونونه پلي کوو يوازې د همدې لوست لپاره نه بلکې د ټولو لپاره همدا قالب کاروو، ښه به دا وي چې د لومړي لوست معلومات او رسامۍ د اټوکېډ د ټولو درسونو تر پايه له ځان سره وساتئ.

دا دى کرار کرار د اټوکېډو د کارولو پر لور ګام پورته کوو او د اټوکېډ ټول درسونه چې په دې بلاګ کې تر بحث لاندې نيول کېږي له همدې ځايه سرچينه اخلي او هغه ټولې بيلګې او تصويرونه چې په روان يا هم راتلونکو درسونو کې ور سره مخېږئ پر همدې اساس ليکل شوي.

١،   acadiso.dwt قالب پرانيزئ.
٢،  د امر په پنجره کې Grid وليکئ او د موږک ښې تڼۍ، يا Enter  يا هم Space کيلي کښېکاږئ. بايد وويل شي د امر په پنجره کې د امر  پلي کولو لپاره له پورتنيو دريو لارو څخه هره يوه چې تاسو ته اسانه وي هغه کار کړئ، چې زه په کې د فاصلې (Space)   کيلي غوره کوم.
٣،  ورپسې 10 وليکئ او بيا د فاصلې کيلي کښېکاږئ ١٧ شکل ته ځير شئ: 

 ١٧ شکل

٤،  د امر په پنجره کې Snap وليکئ او د فاصلې کيلي کښېکاږئ، ورپسې 5 وليکئ او بيا د فاصلې کيلۍ ته ټک ورکړئ ١٨ شکل ته ځير شئ: 

 ١٨ شکل

٥،  د امر په پنجره کې Limits وليکئ او د فاصلې کيلي ته ټک ورکړئ، دلته يو ځل بيا د فاصلې کيلي کښېکاږئ، يعنې د Limits تر ليکلو وروسته بايد د فاصلې کيلي دوه ځله کښېکښل شي، ورپسې 420,297 وليکئ او د فاصلې کيلۍ د درېيم ځل لپاره کښېکاږئ ١٩ شکل ته ځير شئ: 

١٩ شکل

٦،  د امر په پنجره کې Zoom وليکي، فاصلې کيلي ته ټک ورکړئ، ورپسې A وليکئ، نوموړى تورى له ALL   څخه عبارت دى ٢٠ شکل ته ځير شئ: 

٢٠ شکل

٧،  د امر په پنجره کې Units وليکئ فاصلې کيلي ته ټک ورکړئ چې د Drawing Units کړکۍ پرانيستل شي، د نوموړي کړکۍ د Length سيمې په برخه کې د Precision  په ليست کې يوازې يو صفر (0) په نښه کړئ ٢١ شکل ته ځير شئ: 

٢١ شکل

٨،  ورپسې د Units to scale inserted content له ليست څخه ملي متر په نښه کړئ ٢٢ شکل ته ځير شئ: 

٢٢ شکل

٩، د ټولو بدلونو د خوندي کولو په غرض Save تڼۍ کليک کړئ او فايل ته د نوي نوم تر غوره کولو يې د کمپيوټر په يوه سيمه کې خوندي کړئ، بايد وويل شي ټول پلي شوي بدلونونه پر نوموړي قالب هم پلي کولاى شئ، مګر زما سپارښتنه دا ده چې د نوي فايل په بڼه يې وساتئ. همداسې که غواړئ د امر پنجرې تاريخچه  (History) وپلټئ پورتنۍ يا کښتنۍ Arrow کيليو ته ټک ورکړئ، يا هم د امر پنجرې پر تندي د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه Copy History په نښه او بيا يې په Notepad يا بل پروګرام کې Paste کړئ.

د اټوکېډ پخوانۍ څېره

يو کاروونکى د خپلې خوښې له مخې د اټوکېډ څېره په نښه کولاى شي، د بېلګې په توګه که يو څوک وغواړي د اټوکېډ له پخوانۍ څېرې څخه کار واخلي يوازې د څو کليکونو خبره ده، د اټوکېډ پخوانۍ څېره له مينيوګانو او ټولبارونو څخه جوړه وه ٢٣ شکل ته ځير شئ، په همدې موخه د Quick Access Toolbar   و څنګ ته د Workspace تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه AutoCAD Classic   په نښه کړئ. 

  

٢٣ شکل

 


 

د لومړي لوست پاى