دا ناروغي(muscular dystrophyپه ماشومانو کې يوه له هغو نارغيوڅخه ګڼل کيږي چې په هغې کې دماشومانو د وجودغړي په تدريجي ډول سره له يوې مياشتې بلې،او له يوه کاله څخه بل کال ته د کمزوري او نازکوالي په لور خوځښت کوې،اود ناسمې ودې په لور مخ په وړاندي ځې.
په تنکيوماشومانو کې ددې ناروغۍ نښې نښانې له دريو تر پنځو کلونو پورې را څرګنديږې.
دغړو داعجبه او خطرناکه ناروغۍ په لمړې قدم کې د ماشوم پښې،ددواړو ورنونو ورستۍ او مخکنۍ برخې،کيډه ، وږې ، اوکرار کرار لاسونه او غاړه تر اغيز لاندې راولې .
په ټوليز ډول په دې ناروغۍ زياتره هلکان اخته کيږې، په نجينو کې يې د را منځ ته کيدو امکان نسبت هلکانو ته کم دی هغه ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته وي دخپلو پښو اولاسونو په را وچتولو کې ناتوانه وي ، دوی نه شي کولای چې خپلو پښو او لاسونو ته نارمل خوځښت او حرکت ورکړي ، همدارنګه نه شي کولای چې خپل قدمونه په هموار ډول سره په مځکه باندي کېږدي بلکه د ګوتو په سرونو باندي حرکت کوي
په دې ناروغۍ اخته ماشومان ډير کله دمنډي وهلو هڅه کوي خو نه شي کولای .بالاخره په مځکه را غورځيږي او له مځکې د را وچتېدلو په وخت کې خپل دواړه لاسونه د زنګنو به سترګېو ږدې.
داناروغۍ په اکثر هغو ماشومانو کې راڅرګندېږې چې عمرونه يې د پنځلسو کالونو په شا او خوا کې وي پرې اخته ماشوم په بشپړه توګه په لاره دتللو وړتيا له لاسه ورکوې او د عمر په تېريدو سره يې د غړو وده ورو،په ورو د وخامت او نازکوالې خوا ته ځي
همدارنګه زياته برخه يې ددوی (پرې داخته ماشومانو له ډلي څخه د ستوني فقرات په ګوږوالي ، د زړه او تنفسې سيستم په غير نورمال حالت اخته کيږي ، مخکې له دې چې شل کلني عمر ته ورسيږي دسږو د حاد التهاب او د زړه د عدمي کفايې يا (heart filer)له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي .
تر اوسه ددې ناروغۍ په اړه زيات مالومات نه دې ور کړل شوي خو ځېنې روغتېا او د هډوکو دځانکې پوهان يې congenital ېا ارثې ناروغۍ بولي، دوی وايې تر ډېره بريده په دې ناروغۍ داخته ماشومانو په کورنۍ کې يې پيښې ثابتي شوي وي.
روغتيايې څېړنو دا ښودلې چې د هرو دريو کورنيو له ډلي چې ماشومان يې په ياده ناروغۍ اخته وي تاريخچه دا ښيې چې د اخته ماشومانو دمور او پلار په نژدې خپلوانو کې ددې ناروغۍ پيښي شتون لري،په داسې حال کې چې دناروغ ماشوم مور او پلار په بشپړه توګه د ښې روغتيالرونکې وي پوهان زياتوې که څه هم دا ناروغۍ دومره عمومېت نه لري خو د هرو څلوېښتو ماشومانو له ډلي څخه چې په دماغې فلج او پولېو باندي اخته وي يو هم د غړو د ناسمې ودي ( muscular dystrophy) له امله روغتيايې مرکزونو ته راوړل کيږي
له بده مرغه په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره هېڅ ډول درمل موثر نه شي تماميدای او نه هم ځانګړي درملنه او تمرينات ددې ناروغۍ په کنترول او له منځه وړلو کې کوم رول لوبولای شي.البته يو لړ جراحي عملې کولای شي چې د کم وخت لپاره ناروغ ته صحت ورکړي خو ډير کله هغه هم موثره پايله نه شي درلودلای.
يوازي دناروغ ماشوم کورنۍ له ماشوم سره د مرستې په ډول له اروايې پلوه هغه څه کولای شې چې لږ تر لږه دوی دعمر تر پايه ددې جوګه کړي تر څو له له خپل دير کم پاتې عمر څخه خوند واخلي او له خپل ژوند څخه استفاده وکړي