نظم

دبيلتون  دښته اوږده ده پري مزل دى
 وصال سم  د دوه پټې هنداري پړق دى
دنيا هيڅ ده ،ژوندون  څه دى؟ خو تيريږي
دډيوې غوندي په يو ځل پوكي ور ك دى

له تا ليري د بيلتون په دښته پورت يم
ستايادونه او زما د خيال وزري
له سيندونو او له ډيرو غرو در واوړي
تر تا در شي لكه دوې  سپيني كوتر ي

 غزل بول زړه كي مي ستا په شان اباد دى
ته مي خوښه كلى هم راباندي ګران دى
كه څه هم پكي د سر په بيه ژونددى
خو له  سترګو  دي مرګ هم راته اسان دى

په سرسترګو، دا منم چې درته ګران يم !
خو په ما كي اوس  دا يو ، بدلون راغلى
د پخوا په څير دي كم سلام كومه
چې له كلي مې تر ښار ژوندون  راغلى

ما د ميني سيپاري دي پكي لوستي
دا ستا ستر ګي دي د حسن جوماتونه
ما په تا پسي دژوند اقتدا كړي
ما هم  كړي  د سندرو ازانونه

سندرمارې !په سندرو كې استادې
ستا خو توري او لفظونه مريدا ن دي
تاد كلي طبعت په  ولجه اخيستى
جادوګري ټول غزل دي غلامان دي

ته يې مشره خولي كړي ستا په خولګۍ جوړي
لرې  راج د چم په ټولو څڼيورو
بس سندري خو يې ستا په قافيه وي
ددې مستو، چټو پيغلو زورورو

 درحمان ديوان دي درست په ياد و زده دى
  دبرات په شپه  وي ټولي تر تا تاوي
په هر بيت كي  يې خوندي  رازونه ګورې
په هر فال د هر ي پيغلي كي دنيا وي
 
 د خوښۍ په  شپه په درز چمبيې ته لاس كړې
توتكۍ هم درته ووهي وزري
خوشحالۍ به وي بي خونده خداى دي نه كا
كه ته مړه  شوْې بيا به څوك واېې سندري

زه هم ښه يمه دكلي د خان زوى يم
او ستا پلا ر نجلۍ د ټول كلي مالدار دى
منم تا دي د زيارت پښې نيولي
خو منې! چي زما هم پير بابا يار دى

پيښور بورډ