چې تيارې مي روڼولې قتليدم شيبه شيبه
لكه شمعه ويلېدم به ختمېدم شيبه شيبه
زه وم خيال ستا تر كمڅو به تاويدم شيبه شيبه
لكه روح له خپل وجوده بيلېدم شيبه شيبه
چا پسې په زړه نرى وم لكه اوښكه له ليمو
څڅېدمه په بار خو به رغړېدم شيبه شيبه
ما بلا سفر وو كړى له خپل ځانه تر خپل ځان
اخير بيرته له خپل ځانه ستنېدم شيبه شيه
تا د نورو خلكو ناز ووړ په محفل كي مګر ما
تنهايې كي زړګى خوړ اوځورېدم شيبه شيبه
27.01.2011
- عبدالرحیم هلال
يو څو شيبې مخكي مي بيا وژړل
يو ځل مي بيا
درپسي ډيري اوښكي تويې كړلې
بيګا مي هم در پسي ډيري سلګۍ ووهلې
بيګا مي هم
په اسوېلېو باندي ولمانځ...
07.02.2011
- عبدالرحیم هلال
په احسانمند سلوك دي سم له واره مړ ښه يمه كه ژوند مې ستا په اوږو بار وي ياره مړ ښه يمه
نور دي دزړه له تله باسم نور دي نه يادوم ستا له يارۍ توبه له تا بيزاره مړ ښه يمه
ښه شوچې ژوندمې بيرته ستا په وړاندي شاه ته ستون شو
داسې ګمنام ښه يمه، ستا لپاره مړ ښه يمه زما په وژلو ك...