دښاغلي جلالزي داژوند ليک مي دهغه د(کټ مټ لکه يوه مور)ژباړي لباره ليکلي وو چي په دي ورستيو کي په دانش مطبوعه  کي دده په خپل لګښت دچاپ په ګاڼه  سمبال سوه

دادى دپه هلال بلوک کي يي هم ولولئ

هغه څوك، چې د پښتو ژبې  د بډاينې  لپاره  په خپلو هڅو او هاند مضبوطه  ملاتړي  او په دې  لاره كې دې كتاب  ته ورته، چې همدا اوس ستاسو د نظر مارغه الوت  پرې كوي (كټ مټ  لكه يوه  مور) د پښتو ادب  د روڼ اسمان  په لمن  كې يو په  زړه پورې  نوښت رامنځته  كوي  د قدر او ستاينې  وړ دي.

ددې  كتاب  ژباړن  اسدالله  جلالزى  د عبدالغفار زوى  په پښتو  او پښتونولۍ مين  ليكوال  دى له نورو ژبو  څخه  پښتو ژبې ته  په  راژباړلو كې د پام وړ څېره ده، چې په كال 1346هجري كې يې  د لرغوني غزني  د اندړو  په خاني  بابا  نومې  كلي كې دې د نړۍ  ته سترګو پرانيستي.

زده كړه  يې د كلي له جومات نه راواخله  د څه اندازه  ديني زده كړو سره  سره تر علي هجويري  ليسې، چې په اندړو  كې ده  آن د غزني  د سنايي  ليسې  تر دولسم  ټولګي  پورې  دي.

په غزني ښار كې د ښوونځي ښوونكو تر څنګ د خپل مشر ورور محبوب الله جلالزى، چې هغه  مهال د پوهنې د رياست  ريس وو په بركت د هېواد او نړۍ د سترو ليكوالو او شاعرانو له اثارو سره اشنا شو.

مشر ورور يې محبوب جلالزي، چې  د ادبياتو له پوهنځي فارغ او يو كلتوري شخصيت و  دى هم وهڅاوه د هر كتاب د موضوع په اړه به يې ورسره خبرې اترې كولې په دې برسېره يې ارواښاد پلار، چې يو دولتي مامور و د هغه وخت خپرونې لكه )پښتون غږ، پښتونستان مجلې اصلاح او داسې نورې خپرونې ورته راوړې په همدغه وخته د شعر ملكي د يارۍ سپين لاس په لاس كې وركړ او د ليكنو تر څنگ يې په يو نيم شعر ليكلو هم پيل وكړ.

له دولسم ټولګي څخه له فارغېدو سره سم يې په سنايي ورځپاڼه كې كار پيل كړ. له څه مودې كار كولو وروسته په هېواد كې د اړودوړ له كبله په خپل كلي كې د كلي د ماشومانو يو بې تنخوا ښوونكى شو.

دكرزي له راتګ سره يې يو ځل بيا له سنايي ورځپانې سره، چې دا وخت اونيزه وه د خبريال په حيث دنده پيل بيا د همدغې اونيزې مسول مدير مقرر شو.

او ورسره يې د غزني له سمييزې راديو او له  افغان نومې اخبار سره له غزني څخه د خبريال په حيث كار وكړ.

بيا په غزني كې د استاد جيلاني جلالي د فرهنګي انجمن داونيزې زمزمې مرستيال چلونكى او بيا يې په كال 1384 د تهران راديو په پښتو څانګه كې دنده ترلاسه كړه.

له تهران نه له راستنېدو سره يې پر كال 1385 كې له بي بي سي راديو سره له غزني نه د سمييز خبريال په توګه كار پيل كړ، چې اوس هم  د يادې راديو له لارې د غزني د اوسېدونكيو غږونو ته انعكاس وركوي.

څه موده وړاندي، چې له غزني څخه د پيوند په نوم اونيزه او لونګ مجله خپرېده جلالزى يې مرستيال وو او يو كال يې له صبح بخير افغانستان سره هم دنده په مخ بيوله.

د كار په دې بهير كې يې د ځينو رسنيو له لارې د ژورناليزم په برخه كې ځينې كورسونه او وركشافونه هم تعقيب كړل، د پښتو تر څنګ په دري ژبه هم ليكنې كوي تر دې وړاندې يې د مينې په نوم ناول، چې هغه هم ژباړه ده چاپ شوى.

يو يې هم همدا اثر )كټ مټ له يوه مور( چاپ په ګاڼه سمبال شوه، لاندې اثار يې، چې ځينې يې ليكلي او ځينې يې پښتو ته راژباړلي چاپ ته سترګې په لاره دي، چې ډېر ژر به انشاءالله د يارانو  دمرستې په مټ ستاسو ترلاسونو درورسېږي.

1_ له ماشوم سره زموږ چلند

2_ دى هم خان شو)طنزونه(

3_ دغزني د پښتنو سيمو دودونه او فولكلور

4_ مات بنګړي او مات كودوړي )شعرونه(

5_ حيرانوونكې مړينه  )ناول ژباړه(

6_ شلګر د لوړو كلاګانو سيمه )څېړنيزه ليكنه(

7_ اطفال خود راچګونه اموزس دهم

8_ ورځنۍ پېښې، دا هم د ښاغلي جلالزي د هغو رپوتونو يوه برخه ده، چې له بي بي سي راديو او ځينو نورو رسنيو له لارې خپاره شوي دي او اوس د كتاب په بڼه د چاپ وار ته سترګې په لاره دي.

ښاغلى اسدالله جلالزى، چې په ليكنو كې له خپل نوم سره د جلالزي تر څنګ كله كله بلهار هم ليكي، ښه ليكوال او ژباړن دى  دشعر په نازكو لارو هم تللى راغلى دا د بې هڅو تر خوا يې ژورناليستكي كارونه هم دپام وړي دي، چې ژبې، هېواد، په تېره بيا غزني ته يې چوپړ له چا پټ نه دى، زه ورته د سوكاله ژوند د غوښتلو تر څنګ خپلې خوږې ژبې او هېواد ته د لا زيات چوپړ په پار د دعا لاسونه لپه كوم خداى دې تر ډېره راته لري.

عبدالرحيم هلال پيښور