درنو لوستونکو سلامونه اونیکي هیلي مي ومنئ په دي هیله چي اونۍ به مو په خوښیو تیره کړي وي
دادی له ژمني سره سم درته داځل دپښتو په ادب کي دیوبل ځلیدونکي ستوري پيرمحمدکاروان صیب په زړه پوري بیتونه وړاندي کوو
دخوښۍ ځای خو دادی چي په دي اونۍ کي ستاسو له لوري هم دکاروان صیب په زړه پوري بیتونه راغلي چي ورسره ورسره مو دغوره چاڼ بیتونه څانګه هم خوښه کړی ده مننه کوو. کور مو ودان  کارمووکړ چي تاسو هم دښاغلي کاروان بیتونه له  موږ اولوستونکو سره شریک کړل
هسي خودهرشاعر ټوله شاعري ښکلي وي او ډير اهمیت لري خو موږ يي درته هره اونۍ دغزلونو څوبیتونه خپروو هیله ده چي په زړه پوري  به وي  
یادونه :
له تاسو څخه هیله کوو  چي له رالیږونکو بیتونو سره خپل ادرس او خپل اصلي نوم ولیکي ترځو مو دا ځانګه لا ښایسته کړی وي
 له ټولو هغو لوستونوکو څخه هم مننه چي تیره اونۍ یی ددرویش صیب په په خپرووشوو بیتونو باندی د تبصیرو له لاري دهغه نور بیتونه هم ورزیات کړي وو
   دا هم تاسواو دا هم دپيرمحمد کاروان صیب ښایسته بیتونه 

اوراتلونکي اونۍ ته داستاد محمد صدیق پسرلي بیتونه راولیږي
رالیږونکی : روئید همت
نېټه: 15.10.2010 19:09
ولي راته وايی چي لږ وارکوه وار څـــه معنی
کاردميني کاردی له دي کاره انکارڅه معنی

چوپ شمه که ووایم چي دنګه یـــــــاره تا ښیم
خلک راتــه وايي چي کاروانه چنار څه معنی
--------------
لپه دي جانانه چيري تشه نه شي ستا
یاپکي اوبه راکوه یــــــــــا پکي دوعا
ستا خوږې خبري دي سکه لکه ثواب
بس دروژه ماتي غوندي بس لکه خورما
--------------
دپښتــــــــــــــــانه دبخت پرزخم مالګي ودوړوئ
چي پري دخوب شیبي راپیښی بد نصیبي نشي
خــــــــــــــــــــــزان دپيغلوګلغټیو پيغلتوب لوټوي
دکــــــــــــابل جان غوټۍ دي چیري نانجېبي نشي

رالیږونکی :غیران شینواری
نېټه: 16.10.2010 07:38
چې په برج يې بله خښته نه ځاييـــګي
شهادت مو تر اسمانه پورې دنګ دی
---------------
ځار قربان درستو د تورو هنر زده دی
كه مين دی كه مـــلا دى كه ملنګ دى
---------------
تږي ټول درپسې مړه ښكاري جانانه
په مرۍ كې دې اوبه ښكاري جــانانه
---------------
څنګه درته ووايم چې دنګه يــــــــاره ته ښايم
خلك راته وايي چې كاروانه چينار څه مانا

راليږونکی : قاري محمد ایازجانباز
نېټه: 16.10.2010 14:34
 
وګوره اوښبه راوړی باردګـــــــــــــــلابونودی
خوب وینم بلبله وایي واردګـــــــــــلابونودی
غرونوته سوماختلي کلي تــــه نرګس روان
بس باچاګلاب دی اوټول ښاردګلابونودی
--------------
نرګس زخمي دی دشبنم طبیبه لاس يي نیسه
مرګی تري وباسي یودم دزیړي تبې پــــه شان
سړي خواره تري چارچاپيرلکه غاښونه ولاړ
چانان مي وساتې مولا پکي دژبي په شــــان
-----------------
دری واړه پر ما ګران دي اول یارزما دکلي
چنارزمادکلي او کوکنارزمــــــــــــــــــا دکلي
په سریي لري توري دهمــــــــادوزرسیوري
ټکری زمادکلي او دســــــــــــــتارزما دکلي

راليږونکی : شريف الله غفورزي لکڼوال
نېټه: 18.10.2010 20:53
بيا کاروان مې که د ژوند په مرګي لوټ شي
خير دی يو ځل خو په ژوند ياره زمــــــــــــا شه

-------------

ايا تونه دې په سترګو کې موسکي دي
ستا له سترګو پښتنو يـــــــــادوو خدای
موږ کـــــــــــــاروان د لېونو ازادي غواړو
په کړۍ د زولنو يـــــــــــــــــــــــادوو خدای
--------------
يو څوک خو شته چې زړه ته ټک لکه لړم راکوي
د زهرو ذکر به يې ورو - ورو په آرام وليــــــــــکم
--------------
زه چې شراب راواخلم، نشه نشه پکې تـــــــه
زه چې رباب راواخلم، په سروتال کې راځې
په زړه مې چک لګوې، لکه غزل دکـــاروان
اخ دلونګوغوټې، په شنه دسمال کې راځې

-------------

راشه د رحمت بـــــارانه ښار اخستی اور دی
ژوند لکه د کلي د چنــــــــار اخستی اور دی
راشئ زمــــــــــــا اوښکې ورله يوسئ بلبلانو
سوزي درنه ښکلي لاله زار اخستی اور دی
-------------
ښار دهوښيارانو دی اوزه دغره سړی يمه
تورې زولنې راپسې ګرځي ليونی يمــــــــه

ورکې مې تسبې دي دزنځير په کړۍ ذکرکړم
زرځله شهيديمه او زرځـــــــــــــــله ژوندی يمه
----------------
ته چې په خوب کې راځې، ته چې په خيال کې راځې
سپينې شاهينې وايه، کله په جـــــــــــــــــــــال کې راځې؟

زه چې ماڼۍ جوړوم، دتصور ددنيـــــــــــــــــا
په هره خښته کې ته، په هرديوال کې راځې
--------------
چې پيدامې کړې دخيال په شنه اسمان کې
ترهــــــــــــلال نه هم نـــــــــــــــازکه وې نرۍ وې
کليمه بـــــــــــــــــــــــــــــــــه مې ويله درکتل مې
ښايسته لکه هيکل دښـــــــــــــــــــاپېرۍ وې
دشفق پرسره غونډۍ بــــــــــــــــــــــــه راختلې
شپه پـــــه شپه به لويېدلې سپوږمکۍ وې
اخر داچې زمـــــــــــــــــــا زړه ته شوې راکوزه
وکمـــــــــال ته رسيدلې وې سپوږمۍ وې
---------------
رالیږونکی : لعل محمد له پکتیکا
نېټه: 16.10.2010 14:34

ښه ده ښه چې تری تم شومه له تـــانه
ستاکاروان اوس دسندرو دکاله يم
---------------
مورې مورې تږی يم پــــــــه لپه کې اوبه راکړه
زړه دې رانه وړی دی بې زړه يمه لږ زړه راکړه

بيا درته ماشوم شومه نکريزې مې په لاس کېږده
خوله زمــــــــــــا ترخه ده هله يو موټی خواږه راکړه
رلیږونکی :زمزمه
نېټه: 16.10.2010 14:34

دوې اوښکې په سترګوکې په زړه کې يوجانان
جوړه دې کــــــــــــــــــــــاروانه کــــړه عجبه مشغولا
-------------
د خيال هُد هُد دې راته ډېر ډېر پــيغامـــــــونه راوړي
دا مـــــې خــطا وه چــــــې ويل مـــې سليمان خو نه يې
ښکليه ســــالار کـــــــه مې د عشق د منزلونو نه کــړې
بيا راته وايه چې درواغ وايې کــــــــاروان خــــو نه يې
---------------
خوبولي په زړه ولي چې راويښ شي
دکـــــــاروان غزل تر غشي هم تېره دی
-----------------
ږلۍ بند له کلي تاو کړي ، شين قرآن په غيږ کې واخلي
زمونږ کلی به د امن ، او ايمــــــــــــــان په غيـږ کې واخلي

راتلونکی او نۍ ته دپسرلي صیب بیتونه راولیږئ