یوازې علمي نظریې د انسان اړتیاوې نه شي پوره کولای
د نوروعلمي اوفلسفوي نظریو په څیر مارکسیزم هم دبشریت د ژوندانه دچارو لپاره مناسبه تګلاره نه وه ، اودا مجرده علمي نظریه ونه توانیدله چې پرته له (دین) نه دبشریت اړتیاوی پوره کړي ، ځکه چې د انسان روحي اړتیاوی ئې له پامه غورځولی وې ، یوازې ئې د انسان په جسمي اړتیاوټینګار کاوه . له کومه ځایه چې مارکسیزم هم یوه له هغو معاصروعلمی نظریو څخه ګڼل کیږي ، چې انسانیت ډیر پندونه ورنه اخیستی شی . نو راځی لومړی د مارکسیزم نظریه د اسلامی نړۍ د لوی مفکر شهید سید قطب دکتاب (المستقبل لهذا الدین)نه په یو لنډ اقتباس کې وګورو چې ولې په عملي ډګر کې د انسان په ژوندانه کې د تطبیق وړ نه وه . وروسته به په همدې اقتباس کې هغه اسباب هم وڅیړو چې د مادیت د نظریې د نمګړتیا لامل شوی دي .
" مارکسیزم لكه یوه نظریه (ايدیالوژي)، د بشري طبیعت او تاریخ اړوند پر ژور جهالت باندی ولاړه نظریه ده . او برعلاوه د دې د کايناتو اود انساني ژوندانه اړوند ئې هم جاهلانه تګلاړه خپله کړی ده ، ځکه چې دا نظریه د انسان ټولی غوښتنی د معدې د لوږې پربنسټ انځوروی ، د انسان ټول کشمکش په ژوندانه کې د یوې نمړۍ ډوډۍ لپاره بولي ، اودا سې تصور لري ،چې ګواکې ټول تاریخی پاڅونونه اوحرکتونه د انسان د جسمانی غوښتنو په پایله کې را منځ ته شوی .. دانسان ټول هغه ارزښتونه اوځانګړتیاوې له پامه غورځوی ،چې دچارپای او انسان تاریخ سره بیلوی اوتوپیر پکې رامنځ ته کوی , په عملي ژوندانه کې دانسان ټولې بنسټیزې دندې شنډوی ! او د دې موخې مخنیوی کوی چې انسان باید د ځمکې پر مخ او د تاریخ په اوږدو کې ترټولو مخلوقاتو ښه اوګټورعنصر وی !.
سربيره پدې د مارکسیزم نظریه داسې تصور کوي چې انسانان به ټول د ملایکو په څیر فرمانبرداره شي ، د خپل ټول وس او قدرت په اساس به تولید او کار کوی ، او دخپلې اړتیا او کفایت نه به زیات څه نه اخلي .. او دا ټول به پرته له څارنې اوپرته له کوم معقول سبب نه ، پرته له کوم حکومت اونظامه اوپرته له یوې داسې آسمانی عقیدې (دین ) څخه چې انسان جنت ته وهڅوي او د اور نه ئې وویروی ، ترسره کیږی .. څرنګه چې د راتلونکی اړوند د مارکسیزم علمی تصور یوه جاهلانه افسانه ده ، همدا رنګه د انساني طبیعت او تاریخ اړوند ئې تصورلا نور ژورجهالت دی ، کله چې دغه رازژور جهالت او دغې راز ظالمې افسانې د مارکسي تصور بنیاد او بنسټ ايښئ وي ، نو موږ ته پکار نده چې دا انتظار ولرو چې پر دې افسانوی تصور به د بشریت دعملي ژوند انه بنسټ جوړشي . لكه چې جوړ نه شو .
پداسې حال کې چې مارکسیزم د خپلې نظریې په حتمیتوب او نه بدلون ترهرې بلې نظریې ډیر ټینګار کوی ! خود مارکسیزم نظریه د ژوندانه په عملی ډګرکې اړمنه شوه چې له خپلو مارکسی مقدساتو څخه تنازل وکړی ! او د دې تنازل چې تقریبا هر اړخیزه تنازل ؤ، علت داسې تفسیركړی، چې ګواکې مارکسیزم یو متجدده نظریه ده .
د مارکسیزم د نظریې علمي بنسټونو د فطرت تردورولاندې سر وخوړ او له منځه ولاړل ، یوازی دولت اوهغه پولیسی نظامونه ئې پاتي شول ، چې روسانو د قیصرد زمانې په اوږدو کې ښه پیژندلی وو ! او د دې ماتې شوې نظریې په اساس د مارکسیزم دولت اوس وروسته له نیمې پیړۍ څخه نابود شو.. او روسيه خو د خپل خونړي نظام په بنسټ ډیر وروسته پاتی ښکاری ، ځکه چې خپله بقا ئې پرته له ـ پولیسي ناوړه وسایلو ، تورو زندانونو ، وحشتناکه نظامی حملواو د دستجمعی وژنې ـ ونشوي ساتلای ... دا ځکه چې په کلیات اوجزیائتو کې د انسانی فطرت سره شدیدا په ټکر کې وه !. او د خپلې نظریه پر بنسټ ئې د انسانی اړتیاوو هغه اړخ له پامه غورځولی ؤچې د انسان دروحانی اړخ غوښتنې پرځای کوی . او د مارکسیزم په نظریه کې د خندا وړ تناقض دا دې ، چې په پای کې پرته له كوم نظام اوحکومته د ټولنې د جوړښت امکان ويني , ، هغه نظریه چې یوازی حکومت پکښی تر يوې مودې ژوندې پاتې شو ، او د دې نظريې تر سیورې لاندې نه عام وګړی پرته له نظامه وروزل شو، اونه هم ټولنه جوړه شوه!
مارکسیزم د انسانيت لپاره لکه مذهب پرته له يوه لوي علمی جهالت نه بل څه نشی کیدلای ، مګر کوم پولسی نظام چې د مارکسیزم په نامه جوړ شو ، هغه روسانو وړاندې لدې د قیصریت په زمانه کې پیژانده ، او دا راز پولیسی نظامونه کیدلای شي وروسته پاتې ملتونه د یوې مودې لپاره وزغملای شي ، خو هغه انسانان چې خپل انسانی وجود په ټولنه کې احساسوی دا راز نظام د اوږدې مودې لپاره نشي زغملای ، حتی د هغه ولسونه فطرت چې په زور د دې نظام ترجبر لاندې راغلی لدې نظامه سره سخت مقاومت ښیي ، او مارکسیزم لهمدغه راز سرنوشت سره لاس ګريوان شو او موږ ټول د دې شاهدان یوو.
سره لدې چې دسركشه قیصریت په زمانه کې روسانوو د یوې اوږدې مودې لپاره دا پولیسي نطام منلی ؤ، او دا نظام پرته له پولیسی ارهاب څخه ژوندی هم نشوی پاتې کیدلای ؛ سره لدې چې کمونستی ګوند د دولت په ټولو ارګانونو واکمن ؤ ، سره لدې چې ارتزاقی موارد ټول دولت احتکار کړی وو او د خلکو نه به ئې د دې مواردو د لاسته راوړنې لپاره د غلامانو په څیر کار اخیست ! سره لدې چې دولت په رسنیو او توجیهی دستګاوو حاکم ؤ ، سره لدې چې ښونکو ټولو د کمونیزم د ایدلوژۍ پیروی کوله . سره لدې چې د کمونیزم ضد حرکتونه ځپل کیدل ، د دې ټولو سره سره په خلکو کې د دې نظام په وړاندې هغه بدبیني اوپاڅون راوپاریده ، چې دغه ټولو عواملو ونشو کولای چې د خلکو د پاڅون اوغورځنګ څخه دا نظام وژغوری ، یا په بل عبارت د انسانی فطرت له غورځنګ اوپاڅون څخه ئې وژغوری . هغه فطرت چې د اوږدې مودې لپاره دا راز خودخواه او ګډوډ نظام نشي زغملای ، او دهر نظام د ناکامۍ نښه همدغه ده ، چې ورنه په ډارونکی ډول او(پولیسی ) انداز ساتنه وشي .
اومادي نظریه هم په مادی اسبابو ولاړه سطحي نظریه ده چې ژوری ریښې نلری ، د مادی تفکیرله چاپیریال نه وتلای نشی . اودا مادي نظريه د لودیدیځ د تمدن په زندان کې بندی پاتې شوی ده ! خومساله تر دې ډیره ژوره او هر اړخیزه ده ، دا د هغه تمدن مساله ده چې د الله تعالی څخه ئې مخ اړولی ، او د انسانی ژوندانه لپاره د هغه تعالي له غورې شوې تګلارې بې لارې شوی تمدن دی . دا د هغه ټولنیزو نظامونو او فکري نظریو او بشری نظامونو مساله ده ، چې د خپل اصلی او صحیح مصدر نه ئې سرچینه نده اخیستې ، نو لدې کبله د کايناتو ، د انساني وجود او د الله تعالی سره ئې د رابطې په هکله سم تفسیر نه شي وړاندې کولای .
په نړۍ کې د دې بنسټ په اساس جوړشوی ټول نظامونه یو برابر دي . د دې ټولو نظامونو په اصل او بنسټ کې ریښتینی توپیر نه شته ، دا چې په امریکا کې د کلساګانو دروازې پرانیستی وی او په کمونستی روسیه کې تړلی وی او په اشتراکي سوید کې د الحاد د آزادۍ په اساس له پامه غورځول شوی وی څه فرق نه رامنځ ته کوي ! ترڅو چې دا ټولنیز نظامونه او فکری نظریې له الهی اعتقاد (دين) نه سرچینه وا نه خلی ، ترهغه پوری دا شکلی توپیرونو کوم فرق نشی را منځ ته کولای ، هغه تصور چې توانیدلای شي د کون او انسان او د هغه د جایزو اړتیاوو اړوند سم تفسیر وړاندې کړی هغه بايد د الهي اعتقاى (دين) نه سرچینه اخیستی وي .. دا هغه اساسی عناصر دی چې باید ټولنیز نظام ئې پر بنسټ جوړ شي . او دا عناصرد سم اوصحیح فکر زیرمه ده ، چې د انسان د اصلی فطرت سره تړاو لری ، هغه عناصر چې د انسان ریښتنې اړتیاوې پرځای کولای شي . هراړخیزه او اصلی مساله دا ده . نه دا چې ځینی خلک ئې د فکری قفص په انګړ کې انځوروی ! لكه د لویدیځ مفكرين په څیرچې په خپل چاپیریال کې بندیان اود خپل ناوړه مادي تاریخ تر اغیزې لاندې راغلي دی ، مساله د خپل فکری قفص په انګړ کې انځوروی .
بیا نورڅه؟
بیا دا هغه خالیګاه ده (د دين نشتوالي ) ، چې د لویدیځ د تمدن د ټولوعلمي او فکری مذهبونوپه روحیه کې پیدا شوی ده .. هغه خالیګاه چې د انسان اروا په کې په تنګ کیږی ، دانسان ځانګړتیاوې پکې بې لارې کیږی ، شیان او توليدات پکې امباریږی او بیه ئې لوړیږی ، او دانسان پر بنیادی ارزښت (دين) یرغل کوی ! . دا هغه خالیګاه ده چې سره له لوی مادی تولید ، علمی لاسته راوړنې او صناعی پرمختګ د انسان ژوند او دهغه سپیڅلیتوب تهدیدوی ،بلکه د ګمراهۍ او تباهۍ لوری ته ئې سوقوی ..ځکه چې په خپله د انسان د فطرت رعایت پکې ندی شوی ، او پدې پرمخ تللی اومتمدن نظام کې د انسان ریښتینو اړتیاوو ته پاملرنه نده شوی !.
دا د مادي تمدن زرق اوبرق باید زموږ سترګې دومره پټې نه کړی ، چې د بشریت هغه بدبختی او تباهی ونه شولیدلای چې د دې تمدن په چاپیریال کې ورسره لاس ګریوان دی . دا دوربرده راکټونه او دا آسمان ته پورته شوی قمرونه باید زموږ پام له هغې کندې څخه وانه ړوی چې انسان او دانسانیت ارزښتونه ئې لوری ته روانه شوی دي !
انسان د ځمکې پرمخ تر ټولو مخلوقاتو سپیڅلی او اشرف المخلوقات دی . انسان د ځمکې بنسټیز مخلوق دی . د ځمکې په کایناتو کې د تصرف حق ورکړ شوی ، او هر څه پدی کون کې د ده دخدمت لپاره پیدا شوی ـ پکار ده چې همداسې وی ـ او انسانیت د دې مخلوق تر ټولو لوړ معيار دی چې د انسان سپکتوب او لوړتوب ورباندې مقایسه کیږی . اوپه کوم تمدن کې چې انسان ژوند کوی په هغه تمدن کې د انسان د روح سوکالی او سعادت معیاردی ، ترڅو ولیدل شي چې څومره دا تمدن د ده د طبیعت سره مناسب او یا هم مخالف دی ..
که مو ولید چې انسان په خپلو انسانی صفاتو، اودانسانی ارزښتونو په تصور کې بې لاری کیږی .
که مو ولید چې د ماشین د سون مواد او دهغه بنده او ذلیل پیرو شو..
که مو ولید چې د دې نظام په پیروۍ کې په اخلاقی او پوهنیزډګر کې راټیټیږی ..
که مو ولید چې په خپلو جنسی اړیکو کې تر حیوان را ټیټیږی ..
که مو ولید چې بنسټیزه دندې ئې کمیږی او یا له منځه ځي .
که مو ولید چې بدبخته ، اندیښمن او سرګردانه دی ، او د اندیښنې او سرګردانۍ نه نلیږي ، چې لدې وړاندې په خپل تاریخ کې دې دغه راز بدبختۍ ،سرګردانۍ ، اندیښنو نه دی نلیدلی ، اوپه لیونتوب ، جرم ، او جنسی شذوذ او راونی او عصبی امراضوباندې آخته دی .
که مو ولید چې د ځان نه بیزار او دهغو ویرو او اندیښنو نه په ټیښته دی چې د مادی تمدن سیاسی ، ټولنیز، اخلاقي اوفکري نظامونو پرې مسلطې کړې دي .
که مو ولید چې په غمجنه څیره خپله چپه چپتیا او خپل غم وژني ، خپله اروا ، بدن او اعصاب ، د نیشیی توکو اوشرابو په ذریعه وژني ، اود نیشیی توکو اوشرابو په څیرئې د تیاره علمي نظریواو فکرونو په ذریعه وژني ، او د نااومیدي ، اندیښنو ، غولونکی عاجزی ، اوځورونکی بې لارۍ نه ډک مذاهب په ذریعه ئې وژني ، لکه د (وجودیت ) فلسفی مذهب .
که مو ولید چې خپل نسل .....او یا خپل اولادونه د دې لپاره پلوري ، چې یخچالونه او د کالاشویې ماشینونه واخلی ، څرنګه چې د بې لاری شوی اوروپا نه دا راز خبرونه اوروو.
که مو پدغسې یوه کرغیړن حالت کې ولید ..نو ټولې هغه مادي لاسته راوړنې او دژوندانه آسنتیاوې او دتمدن پرمختک چې علم د(دین) نه پرته په ځانګړی توګه ورته رسیدئ شي نه شي کولای چې په دغه ګمراهۍ کې بدلون راولی چې بشریت پرې روان شوی دی ، په دغه بدبختۍ کې بدلون راولی چې بشریت ورڅخه نلیږی ، اوپه دغه بې شرمۍ کې بدلون راولی چې بشریت ورسره لاس ګریوان دی ، اوبیا د دې تمدن د ناکامۍ او د انجام اړوند بدلون راولی .. نو لدې ځایه یوه اصیل سپیڅلی نظام ته سخته اړتیا ده ، چې په خپل بنیاد کې له دغو ټولو عیبونو نه پاک وی چې دبشریت ژوند ئې فاسد کړی دي ؛ او ټول علم ،پوهه او پرمختګ ئې بې کاره کړی دی .. هغه نظام ته اړتیا ده چې انسانیت ته دا واک او اختیار ورکړی تر څو د خپل انسانی وجود موخه حاصله کړي ، څرنګه ئې چې الله تعالی انسان ته غواړی ،چې تر لاسه ئې کړی .. او عقل علم اوتجربه داسې استعمال کړی چې د ده د ریښتنیو اړتیاوواو د اصیل فطرت له عوښتنو سره سمون ولری .
پکار ده چې ټولو علمی فکری مذهبونو ،نظامونو اوتګلارو ته چې د انسان ژوند پرې ولاړ وی د اعتقادی تصور یوبنسټ وي .. لدې پرته بله چاره نشته ترڅو د كايناتو او د انسان مرکزاوموخه په دې كون کې سم او صحیح تفسیر وشي ، او دا تفسیر د هغه حقیقت مطابق انځور شي څرنګه چې الله تعالي په قرانكريم كې بیان کړی دی ، نه داسې چې خلک ئې د خپلو ناقصو عقلونو ، شهوتونو او نفسي غوښتنو او متغیرو احساستو د عدسو له لارې انځوروي . دين ( اعتقادي تصور) د انسانیت دژوندانه له اړتیاووڅخه یوه اړتیا ده .. او دا هغه څه دي چې د لويديځ پرمادی نظریه ولاړ تمدن له پامه غورځولی دي ، بلکه ورسره ئې سخته جګړه را اخيستې ده ، پدې كار کې پر لویدیځ اوختیځ باندې واکمن نظامونه ټول یوډول دي .
او انسان د ازل نه تر ابده هماغه یو انسان دي . یوې داسې عقیدې ته اړتیا لری چې زړه ئې آباد کړي ، او تصورات ئې پرې ولاړ وي ، دا عقيده انسان ته د ژوندانه اود چارچاپیره کون اړوند هراړخیزه تفسیر وړاندې کړي ، او په لوی پروردګار پوری د ده او د کون د رابطه اړوند سم تفسیر وړاندې کړي .. هغه عقیده چې انسان ته تر خپل ذات نه لوې موخې دهر نسل او هر زمانې لپاره انځور کړی ، هغه عقیده چې انسان په لوړ او سپیڅلی ذات پوری تړي ، دانسان څارنه اومراقبت کوی ، پرانسان ګرانه وي او ترینه ډاریږی ، دغضب نه ویریږی او رضا ئې غواړي ، اوپه ښیګڼه کې ئې د مرستې سترګې په لاره وي ، او د شراوفساد په ذریعه ئې د مواجه نه شرمیږي ، او د عادلې او کاملې جزا په تمه ئې وي ، چې د هغه څه په بدل کې ئې ورکوي چې په دنیا کې ئې د شر په مقابله کې له لاسه ورکړی دي . اوىانسان ژوند ټول پرې ټړلی وي ، له هغې نه د خپل ژوند نظام او دخپل فکر او کړنلارې دستور اخلي ، همدا راز خپل عبادت ټکی په ټکی ورنه زده کوی ، نو ژوند ئې ټول سرتر پای سم شي نه پکې خلل وی اونه هم په ټکر..کیدلای شي انسان دڅه وخت لپاره د بدن په لوږه مشغول شي ، اوپه هغومختلفو تولیداتومشغول شي چې دی يې تولیدولای شي ، اوپه ډول ډول نفسی او حسي غوښتنو مشغول شي څرنګه چې په مادی ټولنه کې مشغول دی.. خو دا لوږه اوهغه څه چې پورې تړلی دی دانسان اساسی لوږه نه ده اود دې لوږې موړول د(انسانیت) ټولې لوږې نه شي موړولای .
کله چې دا لوږه مړه شي بیا په انسانی مخلوق کې بله لوږه رابرسیره شي ، هغه لوږه چې خواړه ئې نه شي ورکولای ، اونه ئې څښاک تنده ماتولای شي ، اونه ئې پوشاک پټولای شي اونه ئې ډول ډول مادی متاعګانې کرارولای شي ..دا بل ډول لوږه ده . دا په هغه قوت باندې د ایمان لوږه چې تر بشر ډیر لوی دی، په هغه عالم د ایمان لوږه چې تر محسوس عالم نه ډیرستراوپراخه دی ..دا هغه بنسټیزه لوږه ده چې نوم ئې دین (اسلام ) دی " .
ژباړه اوترتیب :عبدالرحمن فرقاني