سفرنامه

په شګو کښې رنګونه (درېمه برخه)

شګو کښې رنګونه

 اسير منګل

دا د فرورۍ اته ويشتمه نېټه وه د کچه غرمې وخت ؤ. ما چې بره نه په خړو شګو کښې قسماقسم رنګونه وليدل نو زما ئې سترګې وبرېښولې. اؤ د زړۀ دنيا مې څۀ بې واره بې واره په درزا شوه. اخر الوتکه د دوبۍ په انټرنېشنل هوائي ډګر کوزه شوه. د تودوښې لوړه درجه دري دېرش وه. موسم ډېر خوشګوار ؤ. بس تاسو ورته شاعرانه وئيلے شئ. دلته د غلطو کاغذونو له کبله زمونږ ځنې پښتانۀ وروڼه در په ديکه وو. زما هغوئ سره همدردي وه خو زه په خپله هم وېرېدم چې چرته د پوليس ماته پام نۀ شي ځکه چې دوبۍ والا د چا پرواه نۀ کوي. څه موده وړاندې ئې د پاکستان د مخالفې ډلې مشر مولانا فضل الرحمٰن هم واپس کړے ؤ.

د دوبۍ هوائي ډګر په دوؤ برخو کښې تقسيم دے. يؤ وړومبے ټرمينل اؤ بل په دويم ټرمينل يادؤلے شي. اوس اوس په درېم ټرمينل باندې هم کار روان دے. څه جهازونه په دويم ټرمينل کوزېږي او څه په وړومبى، دغه هوائي ډاګه ډېره لويه ده خو اوس د جهازونو تګ راتګ دومره سېوا شوے دے چې خورول ئې نور هم ضروري دي. د دوبۍ انټرنېشنل هوائي ډګر په وړومبى ټرمينل باندې ماته د راتګ مهر ولګېدو اؤ زۀ بهر د رنګونو دنيا ته راووتم.

د دوبۍ نړيوال هوائى ډګر په خپله يوه عجوبه ده، دومره ښکلے او دومره لوئى دے چې سړے يو په دوه کښې حېران کړى، جاز چې کله په زمکه کوز شى نو تقريباً تر پينځلس شلو منټو پورې په رن وے مزل کوى، هغه د دروغژن خبره چې کله د هوائى ډګر ماڼۍ ته رسى، سترګې به دې سپينى وى، الوتکه چې کله ودرېږى، هغه ساعت د يو سرنګ سره وتړلے شى، مسافران ټول هم په دې کښې دننه دننه ائيرپورټ ته ورننوځى، په دې هوائى ډګر هر دويمه درېمه لحظه پس يو جاز کوزېږى او بل خېژى، بره نه چې څوک ئې ننداره کوى داسې ښکارى لکه چې په اوبو کښې څوک سره، شنه، سپين او ودى مايان ګورى چې څه بره ځى او څه ښکته راځى او يا لکه په ګلبڼ کښې چې د لولکيو يو غوئيمنډ جوړ وى، د هوائى ډګر ماڼۍ ته راتلو سره اول به دې د کجورى مصنوعى ونې هرکلے وکړى، کومې چې ډېرې په هنر او حکمت ځائې په ځائې ودرولى شوى دى، ته به وائې جوړ په رښتيا د کجورو بوټى دى، دننه د پښو مزل ډېر زيات دے، دې له کبله پکښې د بيټرۍ ټيکسيان هم چلېږى چې ځنى زنانه، بوډاګان او ماشومان پکښې سفر کوى.

ائيرپورټ څه دے خو د سېل سپاټې يو بهترين ځائې دے، چې يو ښکلے اعلىٰ مارکيټ هم لرى، د دنيا هر قسم سامان پکښې په نظر راځى، کۀ څوک وغواړى نو د خپلې خوښې سودا کولے شى، په پاوړئيو پټۍ لګېدلى دى چې په خپله بره او لاندې ځى، سړے صرف ودرېږى ختل او کوزېدل په خپله کېږى، څه عجيبه ننداره وى هر طرف ته ښکلى ښکلى د مغربى تهذيب وهلى جينکۍ ګرځى راګرځى، هډو په چا چرت نه خرابوى، لکه چې دا ځائې هوائى ډګر نۀ وى د ښاپېرويو وطن وى او يا د مغربى دنيا يو ښکلے کلب وى، ځائې په ځائې په زمکه پټۍ په خپله زغلى، مسافران خپله هم ورباندې ودرېږى، خوند اخلى او سامان هم ورباندې ږدى، لنډه دا چې د امېګرېشن ذمه وارو خلکو ته رسې نو بلا وخت به دې لګېدلے وى او بيا چې د هوائى ډګر نه بهر راوځې شکر به وباسې، ځکه چې ډېر مسافران پکښې ورک شى، څوک خپلو خولو کښې ډوب وى او څوک رنګينو نندارو وړى وى، اوس د دوبۍ ائيرپورټ دريم ټرمينل هم جوړ دے، خدائى خبر چې هغه به لا څه وى.

زما اوښے حاجي منور دين زما په انتظار ولاړ ؤ. زۀ ئې چې وليدم راغاړې وتو او بيا ئې ټيکسي له اواز ورکړو. مونږ دواړه سوارۀ شو اؤ ګاډي د ښار مخه ونيوه. د دوبۍ په لويو لويو تارکولي سړکونو اؤ د اسمان سره خبرې کوونکيو بلډنګونو په مينځ کښې چې زۀ روان شوم نو ما داسې محسوسه کړه لکه چې دا د دې دنيا جنت وي. د سړکونو نه ګېرچاپېره شنې باغيچې، د کجورو ونې، په چوکونو هوائي پلونه، سرنګونه، د اوبو فوارې څۀ داسې زړۀ راښکونکې نندارې وې چې د سړي زړۀ ئې تخنولو. هر بلډنګ د انجينئرنګ يوه عجوبه ده. يؤ بلډنګ د بل بلډنګ نه مختلف اؤ جدا دے. د ورځې ئې يوه تماشا اؤ د شپې ئې بله تماشا وي. د رنګونو څۀ عجيبه ترتيب وي. کۀ يؤ بلډنګ په يؤ ساعت کښې لکه د ناوې په سور رنګ کښې لمبېدلے ښکاري نو بلې ګړۍ ته هم هاغه عمارت په شنو اؤ يا په زيړو جامو کښې ولاړ ليدے شي.

بر دوبۍ اؤ دېره دوبۍ ترمينځه د  سمندر يوه وړوکے غوندې سيند بهېږي. سطوه، خورلنچ، جميرا، القوز، جبل علي، البدع، الکرامه اؤ الشنداغه د دوبۍ مشهورې علاقې دي. جميرا د سمندر په غاړه پرته يوه ښکلې علاقه ده. دوبۍ يوه فري فورټ ښاريه ده. په دې خړو شګو کښې چې شېخانو کوم رنګونه شيندلي دي د هغې په ټکو کښې بيانؤل څۀ ګرانه خبره ده. د شلمې صدۍ پنځمې لسيزې نه د دې خاؤرې قسمت په بدلېدو شو. دلته د تېلو چينې راوخوټکېدې. وړاندې د دې ځائے د اوسېدونکو د رزق ګزاره په سمندري کبانو اؤ ملغلرو وه.

د اماراتو خپله ژبه عربى ده خو عربى ئې هم معيارى نۀ ښکارى. دلته "ثانى" ته "تانى" وئيلے شى يعنې ث په ت بدلوى. سندرغاړى ئې زيات د مصر او فلسطين سره تعلق لرى. د عربۍ يو خپل ميوزک دے چې پکښې سړے د صحراګانو خوشبو محسوسولے شى. موسيقي خپل رنګ اؤ اهنګ لري خو په ننني زلمو ئې مغربى موسيقى ډېره زياته سوره ده. دغه خلق لکه د پښتنو د اتڼ پشانې يوه مخصوصه ګډا هم کوى. چې پکښې شېخان هم ګډېږى تورې ئې په لاسونو کښې وى. ما ځنې داسې فلمونه هم وکتل چې په هغوئ کښې د اماراتو پخوانے صدر شېخ زايد بن السلطان النهيان هم ګډا کښې برخه اخستې ده. عربيان لکه د افغانانو سرې چائے يعنې سلېمانى چائے څښى ولې خپل مشروب ئې "ګاوا" دے. د دې ذائقه ډېره ترخه وى، چې د ګوټ سره ئې عربيان کجورې نه چک وهى.

دوبۍ کښې که سهولتونه ډېر زيات دي خو ورسره ځنې ستونزې هم لري ځنو مسئلو سره هر څوک مخ دے اؤ ځنې صرف اؤ صرف د کمې تنخا ملازمينو په غاړه دي. لکه وړومبۍ مسئله د ګاډي د ودرؤلو (Parking) ده. يعنې کۀ تۀ چا سره ليدل غواړې اؤ په خپل ګاډي کښې ورځې نو خپل موټر به د هغه کس نه ډېر لرې ودروې. اؤ که چرته د يؤ ميل په فاصله هم درته د ګاډي ودرؤلو ځائے په ګوتو درشي نو دا به ستا خوش قسمتي وي. زما په خيال د دې وجه دا ده چې دلته دومره سړي نشته چې څومره ګاډي دي.

بله غټه مسئله د اوسېدو ده. دلته يوه وړه غوندې کمره د زر درهمه نه کمه نۀ پيدا کېږي. زما خوريونه چې په کوم کوارټر کښې اوسېږي هغه يوه کمره، يوه غسل خانه اؤ يؤ ورکوټے کچن لري کرايه ئې اولس سوه درهمه ده. د دېرو حالت خو ډېر زيات خراب دے. هره دېره کښې ‌داسې کټونه وي يعنې په يؤ کټ کښې درې کسان څملي. يؤ کس د کټ لاندې په زمکه، بل په کټ کښې اؤ درېم د هغۀ دپاسه په بله خانه کښې پروت وي. نوے کس چې د مسافرو دغه حالت وګوري نو د وړومبۍ ورځې نه ئې په سر چکر راشي. خو بيا هم زمونږ ساده باده پښتانۀ د دوبۍ په ارمان وي اؤ وائي چې:

کاش زۀ هم دوبۍ ته لاړ وے.

د دوبۍ په مارکېټونو کښې ځائے په ځائے په نوټس بورډونو ليکلى شوى وى Bed Space Available. يعنې د کټ ځائے ترلاسه کېدے شى. ورسره ئې لاندې پوره درک هم ورکړے وى. د دې دا مطلب شو چې دغه حال يوازې د پښتنو مزدورانو نۀ دے. د دنيا نور قامونه هم د کټ د ځائے په ارمان وى، چې د چا څه تعليم نۀ وى او يا څه هنر ئې په لاس کښې نه وى. دلته د يو کټ ځائې په پنځۀ سوه درهمه ترلاسه کېدے شى، غريب مزدور خو ځانله د کمرې اخستو سوچ هم نۀ شى کولے.