د امام فخر الرازي د نبوغ يوه بېلګه

جلالي

fakhre raziهودبوي د اسلام په تاريخ کې له نهمې تر پنځلسمې پېړۍ د طلايي وخت په نامه يادوي

دا وخت رښتيا هم د اسلام په تاريخ کې د سرو زرو دوره وه. په دغه څو پېړيو کې اسلامي فکر داسې نوابغ وزېږول چې بيا يې تاريخ مثال ونه ليد. دغه وخت کې په حقيقت کې د اسلامي فقهې اساسات وضع شول او د شرعي نصوصو مذاهب معلوم شول چې تر ننه دوام لري.

دغه وخت کې اسلامي فقه تمامه شوه، عقايدو کې کافي بحثونه وشول او آن اسلامي فلسفه هم وضع شوه.

چې خبره اوږده نه شي، امام غزالي او فخر الرازي هم د دغه عصر له سترو علماو دي.

امام فخر الرازي په خپل وصيت کې ليکي چې ما د انساني توان په اندازه علوم تر لاسه کړل او له دې ډېر ممکن نه وو. دا حيرانوونکې ده خو حقيقت لري، ځکه امام فخر الرازي په خپل عصر کې په تفسير، فقه، اصول الفقه، منطقؤ الهيات او نورو علومو کې بېلګه عالم و او په خپل عصر کې يې جوړه نه لرله.

امام فخر الرازي په خپل کتاب (المباحث المشرقية) کې سوونه کاله مخکې د ځمکې د کرويت په هکله ليکي. په همدغه کتاب کې امام رازي د زلزلې اسباب په ډېر بساطت بيانوي، هغه ليکي چې دا د آتشفشان په نتيجه کې رامنځ ته شويو خلاوو نه د باد وتل دي، نه کومه بله خطرناکه خبره.

دغه وختونو کې په غرب کې د جهل او ناپوهۍ تيارې خورې وې، خو په اسلامي نړۍ کې نه يوازې يو ساينس پوه، بلکې يو ديني عالم دغه ساينسي نظريات په ډېر بساطت وړاندې کوي او هېڅوک ورسره مخالفت نه کوي، بلکې د آزاد فکر کولو اجازه ورکوي.

ډېر لرې نه ځو، په اوولسمه پېړۍ کې په غرب کې د ساينس او محرف مسيحيت تر منځ ټکر تر دې سرحده ورسېد، چې د وخت ستر ساينس پوه، ګاليله يې په کور کې نظر بند کړ او د کتاب ليکلو اجازه يې هم ورنه کړه.

له دې وروسته په غرب کې د مسيحيت او ساينس تر منځ سخته جګړه د ساينس په بريا تمامه شوه او دا دى نن ګورو چې هغوى څومره پر مخ لاړل.

خو اسلامي نړى کې هېڅ کله داسې نه دي تکرار شوي. د دوکتور مصطفى محمود خبره، اسلام او ساينس د خداى په فضل لکه دوه موازي کرښې داسې سره برابر او جوړه روان دي، دا ځکه چې د خداى په خلقت او علم کې يې هېڅ کله اختلاف نه راځي.

نو د اسلامي فکر نوابغو هېڅ کله له ساينس سره نه دي لاس او ګرېوان شوي، بلکې د شروع له ورځې يې تاييد کړي. او زموږ ستر امام د دغو ښې بېلګې دي.

جلالي