د مصر جمهور رئيس دکتور مرسي خپله لومړۍ وينا وکړه
د مصر لومړی منتخب انقلابي رئیس دکتور محمد مرسي د جمهور رئيس په صفت خپل لومړۍ وينا کې مصريانو ته وويل چې که مې د خدای او د هغه د رسول اطاعت کاوه، په خپلو وعدو ولاړ وم، تاسو مې اطاعت وکړئ او که خدای مه کړه نه، بيا نو تاسو زما اطاعت ونه کړئ او هغه زیاته کړه چې د دغه قرآني آیت په اساس به تعامل کوم او خپلې وعدې به له تاسو سره پوره کوم:
(وَاتَّقُواْ يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللّهِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ 281) (البقرة)
دکتور مرسي د مصر جمهور رئيس وويل چې که د شهداو وينې او انقلاب نه و، زه به ستاسو جمهور رئیس نه وم، دکتور مرسي له مصريانو سره د شهیدانو د انتقام وعده وکړه او ويې ويل چې د شهيدانو وينې به ضايع نه شي.
مرسي صاحب وويل چې انقلاب به تر هغې روان وي چې خلکو د انقلاب اهداف او هيلې تر لاسه کړي. مرسي مصريانو ته وويل چې د خدای په هغه وينا دې عمل وکړي چې وايي: (وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ) (آل عمران: من الآية 103) هغه وويل چې د مصریانو په صفت به له ټولو مؤامراتو او فتنو سره مقابله کوو او د مصر د پرمختګ لپاره به شپه او ورځ هڅې کوو.
د مصر لومړي منتخب رئیس خپل لومړۍ وينا په دغه قرآني آيت پای ته ورسوله:
(وَاللّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ) (يوسف: من الآية 21).