هغه څوک چې د قرآن په معنی نه پوهېږي قرآن دې لولي او کنه؟

هغه څوک چې د قرآن په معنی نه پوهېږي قرآن دې لولي او کنه؟


پوښتنه: زه قرآن لولم خو په معنی يې نپوهېږم. آيا دا لوستل ثواب لري او کنه؟ زه بايد قرآن په دې حالت کې ولوم او کنه؟
د ابن عثيمين فتوی: قرآن مبارک کتاب دی، لکه څرنګه چې الله تعالی يې په اړه په قرآن کې فرمايي. انسان ته د قرآن په لوستلو کې اجر شته، که هغه يې په معنی پوهېږي او کنه. مګر مسلمان سره دا نه ښايي چې قرآن دې لولي خو په معنی د پوهېدو هڅه نه کوي. که کوم څوک مثلا وغواړي چې طبي کتابونه لولي، تر هغې چې په معنی يې ونه پوهېږي ترېنه ګټه نه شي پورته کولی او لوستونکی په دغه وخت کې ډېر کوښښ کوي چې ځان يې په معنی پوه کړي څو د تطبيق او عملي کولو لاره ورته معلومه شي.
دا چې د طب لوستلو کې انسان داسې هڅه کوي نو د الله تعالی په کې کتاب کې څه فکر کوئ چې هغه د زړونو شفا ده او د انسان لپاره موعظه ده، که څوک يې ولولي او په معنی يې ونه پوهېږي، څه ګټه به ترې پورته کړي؟
همدا وه چې اصحابو د قرآن له لسو ډېر آيتونه به يې په يو وار نه حفظول، تر هغې چې ځان به يې په معنی او مفهوم وپوهاوه او د عمل لارې به يې ترلاسه کړې بيا به يې نور حفظ کړل.
انسان ته د قرآن په لوستو اجر ورکول کېږي، که په معنی يې پوهېږي او کنه، مګر ضروري ده چې انسان يې په معنی پوه شي او د دې کار لپاره دې له معتبرو علماو سره اړيکه ونيسي او که يې معتبر عالم سره اړيکه نه شو نيولی او له هغه يې د زده کړې وسايل نه و برابر، بيا دې د تفسير معتبرو کتابونو ته مراجعه وکړي والله اعلم.
ژباړن: زاهد جلالي