اميرالمؤمنين ابوبکر الصديق (رضى الله عنه)


ليکوال: دوکتور محمد جلال (رح)

ژباړن: زاهد جلالي


اصلی نوم یي عبدالله بن ابي قحافه د نسب سلسله يې عثمان بن عامر بن عمرو بن کعب بن سعد بن تميم بن مره ده.
مور يې ام الخير نومیږي چې د نسب سلسله يې اسماء بنت حجر بن عامر بن کعب بن سعيد بن تميم بن مره ده.
لومړى راشد خليفه دى او په نارينه و کې لومړى کس دى چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم يې په پيغمبر‌ئ منلى او ايمان يې پرې راوړى.
په مکه مکرمه کې زېږېدلى همالته لوى شوى، د  قريشو له مخورو کسانو څخه شمېرل کېده او د هغوى له اشرافو څخه و، په خپل قوم کې د سرمايه دارو کسانو په قطار کې راته. په قبايلو کې د يو ستر سياستوال په سترګه ورته کتل کېدل او هرکله به چې د قبايلو په منځ کې کومه شخړه منځ ته راتلله ده به په ډېره ښه طريقه حلوله او خلکو به يې فيصلو ته په درنښت کتل ځکه چې دى دخلکو د مشکلاتو په حل ښه پوهېده او دده هره فيصله له حکمت څخه ډکه وه او منصفانه فيصلې يې وې. په حلم او نرمئ باندې مشهور و او له خلکو سره به يې ښه سلوک کولو، ښه او روان خطيب و او په مېړانه او زړورتيا کې هم له نورو اصحابو څخه کم نه و.
په دې نړ‌‌ۍ کې يې دري شپېته کاله تېر کړل او د عمر تقريبا په دوه وروستيو کلونو د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ځاى ناستى او راشد خليفه و، له ده څخه وروسته حضرت عمر رضي الله عنه د مسلمانانو خليفه شو. او د دري شپېته کلنئ په عمر يې له دې فاني نړ‌‌ۍ سره د تل لپاره خداى پاماني وکړه او په مدينه منوره کې د حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم تر څنګ خښ شو.