ځوانان او د تراويح لمونځ

 
ليکوال:ذاکر جلالي
 

د تراويح لمونځ کال کې يو ځلې د روژې د مبارکې مياشتې په بهير کې ترسره کيږې. د تراويح حکم له روافضو پرته د هر مسلک والا په وړاندې مؤکد سنت دى او که څوک يې بې له کوم شرعي عذر څخه پريږدې، ګنهګار بلل کيږې. په کومه شپه چې د رمضان مياشت ولېدل شې، له هماغه شپې ښايې د تراويح لمونځ پيل شي.
رسول الله ص د شعبان د مياشتې په وروستۍ ورځ يوه په زړه پورې خطبه واوروله او ويې فرمايل:" ددې مياشتې يوه شپه له زرو مياشتو څخه بهتره ده، ددې مياشتې په شپو کې الله تعالى د تراويح لمونځ نفل کړى دى. څوک چې په دغه مياشت کې کوم کار پخپله خوښه سرته ورسوې د هغې دومره ثواب دى لکه د نورو مياشتو په فرضو کې چې دى." (متفق عليه) پورتنى مبارک حديث د بيلګې په توګه وړاندې شو. دروژې او تراويح په باب ډير احاديث او د علماوو اقوال شته چې ددې اعمالو فضيلت بيانوې او په دې مبارکې مياشت کې د نيکو اعمالو په ترسره کولو ټينګار کوې، ځکه په دې مياشت کې د نورو مياشتو په پرتله د اعمالو اجر او ثواب خورا زيات وي.
يو له هغو عباداتو څخه چې په دې مياشت کې ترسره کيږې هغه د تراويح لمونځ دى. لکه څرنګه چې مخکې يادونه وشوه چې د تراويح لمونځ مؤکد سنت دى او که يې څوک بي له شرعي عذر څخه پريږدي ګنهګار کيږې.
له نېکه مرغه زمونږ په اسلامي ټولنه کې داسې څوک نشته يا د نشت سره برابر دي چې روژه نه نيسې ولى له بده مرغه د هغو ښاغلو شمېر خورا ډير دى چې بي له کوم شرعي عذر څخه د تراويح لمونځ نه ترسره کوي او دوى داسې انګېرې چې که څوک تراويح نکوي نه به ګنهګاريږې. او ډير شمېر داسې هم شته چې تراويح بي له پوره اهتمام او پاملرنې ترسره کوي؛ په تېره په هغو جوماتونو کر چې هلته ختم ( د قرآنکريم ختم) کيږې، د پام وړ شمېر ځوانان تر سترګو کيږې چې تر هغې پخپلو ځايونو کې ناست وې چې تر څو امام رکوع ته ښکته شې، بيانو دوي هم په بېړه پورته کيږې او رکوع ته ښکته کيږې. په ډيرو جوماتونو کې هره شپه دوه سپارې ختم کيږي چې کابو يو ساعت او پنځلس دقېقو شاوخوا کې پاى ته رسيږې خو بياهم يو شمېر ځوانان دغه عبادت په سم ډول نه ترسره کوي. د حيرانتيا وړ خبره خوداده چې ټول بوډاګان او کمزوري د جماعت په لومړنيو لېکو کې ولاړ وې او ماشالله په ډېره لېوالتيا سره حتى له امام څخه هم وړاندې ودريږې ترڅو بل رکعت پيل شې. که چيرې دغه چار ډير ستونزمن وې نو تر ټولو وړاندې د بوډاګانو حق دى چې په ناسته يې ترسره کړي خو الحمدالله ډير داسې کمزوري او معذور کسان زمونږ په ټولنه کې شته چې په ډېره مېنه ټول شل رکعته تراويح په ولاړه ترسره کوي.
خداى دي وکړي چې زمونږ ځوانان دغې ستونزې ته پام وکړي او لږ تر لږه د روژې په مبارکه مياشت کې سستۍ او کسالت پريږدي تر څو ددې مبارکې مياشتې له ختميدو سره د هغې د فضايلو او برکتونو څخه بې برخې نه وې، دغه فرصتونه او چانسونه ضايع نکړې او دمياشتې په پاى کې يې ځانته ستره عبادتي پانګه برابره کړې وي.