قدس ته په اسرائیلې ویزې تلل عار او حرام دي.يوسف القرضاوى |
سرچینه: اسلام اونلاین ډاټ نټ ژباړن: زاهد جلالي |
د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې او د قدس د مشرانو د نړیوالې موسسې مشر علامه دکتور یوسف القرضاوی پرون یوځل بیا په قاهره کې اسرائیلې ویزې سره قدس ته د تلو په اړه خپل مخالفت څرګند کړ، ښاغلې قرضاوي وویل: تر هغې چې قدس اشغال وې هلته تلل عار او حرام دي، زه حیران هغه علماو ته یم چې قدس ته په اسرائیلې ویزې باندې د تلو اجازه ورکوې او وایې چې دا د فلسطینیانو سره مرسته ده، که دا خلک په حقیقت و پوهیږې دوی اسرائیل ته مشروعیت ورکوې او هلته د سیاحت لپاره تلل رواج کوی. که چیرته دا علماء د دې مشکل په حقیقت باندې وپوهیږې بیا به قدس ته په اسرائیلې ویزې باندې د تلو اجازه ورنکړې. |