غزل
رانازله څه بلا ده ، کربلا ده ،کربلا ده
پر وطن خوره غوغا ده ، کربلا ده ،کربلا ده
اور شوه ځمکه ، که فضا ده ، کربلا ده ،کربلا ده
په ژړا په واوېلا ده ، کربلا ده ،کربلا ده
د يارانو ايمانونه ، ځان ته وړاندې نه مالوم کړه
چې سودا د سر سودا ده ، کربلا ده ،کربلا ده
يزيدي باڼه رانېغ شول ، حسيني زړه ته مې خير کړې
هره ساه مې وارخطا ده ، کربلا ده ،کربلا ده
که کوفه ده ، که بصره ده ، که کابل دی ، که هلمند
کربلا ده ، کربلا ده ، کربلا ده ،کربلا ده
بيا ماشومې ارزوګانې د انکار چړو زخمي کړې
بيا د ظلم انتها ده ، کربلا ده ،کربلا ده
د جلال د زړه حسرته ! محبته ! تر قيامته
له قسمته چې په تا ده ، کربلا ده ،کربلا ده
جلال امرخېل
18.12.2011
- جلال امرخېل
په بیابان شپه ده
دا به زما د هغو یادښتونو لړۍ وي چې اروپا ته په راغلو افغانانو پورې اړه لري.
پیل به یې د ګلال له کیسې وکړم.
ملګری مې دی ، نن نوی بلجیم ته راغلی ، په یونان کې د خپل یوه بل شینواري ملګري کیسه کوي چې له ترکیې نه یونان ته راوښت، د ترکيې له استانبول ، ایزمیر او ځنې نورو ساحلي ښارونو څخه اکثریت اروپا ته تلونک...
26.01.2012
- جلال امرخېل
غزل درد که مې د زړه دی ، تماشه د ټولو خلکو ده دا زما کیسه نه ده ، کیسه د ټولو خلکو ده لنډ تاریخ تکرار شو خو ولس مې چوپه خوله پاتې ته وا جوړ کمزورې حافظه د ټولو خلکو ده زه ستا د ښکلا رڼا له خلکو ولې پټه کړم ؟ لمر دی که سپوږمۍ ده که ډیوه، د ټولو خلکو دهداغ د تهمت هم ښه دی ، تندی ورباندې ښه ښکاريلږه تاریکه ګوره پرده د ټولو خلکو ده چیرته یې د لمر شغلې ، دنیا تیا...