د جفا خبرې مه کوه جانانه
ناروا خبرې مه کوه جانانه

پام دې نيسه لږ د زړونو ماتېدو ته
بې پروا خبرې مه کوه جانانه

مخامخ وايه چې هر څه دې په زړه وي
پس شا خبرې مه کوه جانانه

اوس نو ما ته ګوته مه نيسه ،چې راغله
اوس نو دا خبرې مه کوه جانانه

ای د کوم يو ، کوم يو لفظ بلا دې واخلم
وارخطا خبرې مه کوه جانانه

دښمنۍ ته دې که زړه نه وي جلاله
نو رښتيا خبرې مه کوه جانانه

جلال امرخېل