کور يې په کلي کې مالوم دی
د بام په سر يې کشمالي کرلي دينه

خواږه خواږه سلامونه ، نېکې نېکې هیلې او پيرزوینې !

ګرانه اول خو درته د زړه له تله د ویب بلوګ مبارکي وایمه ، خدای دې درته بختور کړي .
او ډ یر خوشحاله هم شوم ځکه اوس به مو شعر په مالوم ځای کې وي ، تاسو سره به ذخیره هم وي او نور د شعر او ادب مینوال به هم خپله تنده پرې ماتوي .
ځکه شعر د اولس او ملت امانت یادیږي نو سره لدې چې تاسو دویم کتاب هم چاپ ته تیار دی او اولس ته خپل اثار سپارئ خو بیا هم د هغو ملګرو لپاره به يو ډیر ښه کار وي دکومو چې کتاب ته لاس راسی نه کیږي په نور ځایونو کې وي ، نو د انتر نیت له لوري کولی شي چې هغه شعرونه په اسانۍ سره ولولۍ ،خوند او پند ترې واخلي .

په اخر کې در څخه مننه کوم ، چې د پښتو ژبې د پياوړتیا لپاره په دومره مصروف وخت کې زیار با سئ .
له رب نه درته د اجر غوښتونکی یمه .
ورور مو
فضل الربي رستم
د منګي بلاګ په استازيتوب

رستمه زړګيه زما سلامونه او مينه هم ومنه !

کور دې ودان ، هسې خو تنده ، منګی او شفق هم زما خپل بلاګونه دي ؛خو د ځنو يارانو په غوښتنه مې خپل بلاګ ته زړه ښه کړ ؛ځکه مسافري به تا ته معلومه وي ،چې کډې مو تل په شا وي ، په دې وسيله به وکولی شم خپل شعرونه خوندي وساتم .
ستا له پېرزوينو مننه
جلال