نېټه: 06.05.2010 15:19

د خپل ځانګړي فايل لپاره ده Setup جوړولو لاره!
د Setup جوړولو لپاره لومړی پر Start کليک وکړي او بيا Run ته ور شي په Run کې Iexpress وليکې او بيا OK تڼۍ باندي کليک وکړي. په OK کليک کولو سره به يو بوکس خلاص شي چې په لاندي انځور يې کتلي شي.
کله چې تاسو د Iexpress بوکس پرانستل شو نو بيا به پر Create new self Extraction Directive file. باندي کليک وکړي او ورپسی به بيا پر Next تڼۍ کليک وکړي.
اوس پر Extract files Only باندي کليک وکړي او بيا پر Next تڼۍکليک وکړي. بيا تاسو د Setup لياره عنوان وټاکې او دری ځلې يې Next کړي بيا ورپسی په Add تڼۍ کليک وکړي او خپل فائلونه انتخاب کړي. کله چې مو فائلونه add کړل نو بيا به دری ځلې Next کړي

ښه اوس په Browse تڼۍ باندي کليک وکړي او بيا د خپل Setup معلوماتو خوندي کولو لپاره يعنی save کولو لپاره ځای او نوم وټاکې او بيا پر Next تڼۍ باندي کليک وکړي او ورپسی په بل قدم کې د خپل setup لپاره ځای او نوم وټاکې او بيا دوه ځلې Next کړي او او د لږ ځنډ څخه وروسته به تاسو يو بيل بکس پرانستل بيا به پر Finish تڼۍ کليک وکړي او ستاسو Setup به جوړ شو.

راليږونکی : عبدالرحمن فضليhttp://bloguna.tolafghan.com/assets/documents/120/522/computer_20_1_.jpg