خـــونړي مزلـــــونه، تړلــــــې ارادې ،ځپلـــــي زړونـــــــه
- لیکونکی ش. حصین
ګنګ خواب دیده ام وعالم تمام کر”
٬من عاجزم از ګفتن وخلق از شنیدنش
د افغانستان په معاصر تاریخ کې هیڅ تیری اواشغال دومره نه وغزیدلی چې دهیواد تاریخي شتون له کلکې پوښتنې سره مخ کړي. ولې دا اشغال له یوې نیمې لسیزې واووښت؟ ځواب ېې په لاندې لاملونو کې نغښتی دی:
لومړی ـ په افغانستان کې دیوه ویده سلطنت له را لویدو وروسته ملي پروسې په پرله پسې توګه غیر ملي او دخلکو او اولسونو له ارادې ووتلې. دنړیوال سوسیالیزم یا کمونیزم او یا دختیځ بلاک په وړاندې دلویدیځ په درانه مالي توان تخنیکي پرمختګ ، پوځي اوشبکه يي برلاسۍ حالاتو هغه لوري ته مخه کړه چې ټولنه دپردو له غوښتنو ، موخو او اغراضو سره سم درانه او خطرناک ویش ته ور دننه شي. ختیځ دخپل توان اونفوذ له مخې په څه ناڅه دموکراتواو ترقي پالو ځوانو قشرونوپانګونه وکړي او لویدیځ دهغوی په وړاندې دټولنې ډیر وروسته پاتې ارتجاعي او سخت بنسټ پال تر خپلې روزنې،پالنې اومالي درانه ملاتړلاندې په وژونکو وسلو سمبال او دسړې جګړې دارزانه وسایلو په توګه ېې تر لاس لاندې ونیسي. دغو له ملي ماهیت نه بیګانه شوو خوځښتونوپه سیمه ییزه او نړیواله کچه دټولنې ډیر لویدلې شخصیتونه ،ډلې او افراد دې ته ورسول چې په سیمه ییزه اونړیواله کچه دهغو وطن ضد معاملو جوګه شي کومې چې دوطن ټوله هستي ېې دګړنګ غاړو ته ورسوله. تنظیمي،تر ډیره سمتي، قومي ژبنیو او آن مذهبي لیوالتیاوودافغانستان سیمه ییزو او نړیوالو دښمنانو ته دا چانس ورکړ چې هغه د« بیل کړه ایل کړه» پیژندل شوی استعماري سیاست دورځې په نرخ په نوي توان سمبال کړي.
دویم – دسړې جګړې له پای ته رسیدو لا مخکې لویدیځ په ډیرو هغو ځوانو روښانفکري کړیو هم درنې شبکه يي پانګونې وکړې کوم چې ډیر ېې حالاتو له وطنه جلا اوددوی غیږې ته ور غوزار کړي وو.لویدیځ دغه برخه دخپلې تعریف شوې لیبرالیزم ،دموکراسۍ ،آزاد بازاراو ګلوبالیزم په کوډو کې داسې راو نغښته چې دملي تفکراو وطنپالنې تاریخي شوې هستي ېې ورنه واخیسته او په څه ناڅه بل رنګ د«تکنو کراتانو» په رنګ کې په لږ توپیر هغو ملي ضد معاملوته ور واړول کومې چې له وطن څخه ېې ځوانې ارادې هم دپردو غیږې ته ور ټیلوهلې.
دریم – دافغانستان اشغال چې دسیمې دزیرمو دلاندې کولواودپوځي ګلوبالیزم دنړیوال کیدو دآزموینې پیلامه وه، په عمل کې وښوده چې لویدیځ دامریکا او انګلیس په سر مشرۍ دخپلو درنو پانګونو له برکته هغو (دوی ته خوږو) پایلو ته رسیدلی وو چې نه یواځې بنسټپال بلکې تکنوکرات ،لیبرال اوتش په نوم دموکرات یا په یوه خبره ډیر نوي او زاړه کیڼ اړخي،ښې اړخي او منځمهاله افراد ، ډلې، سازمانونه او آن ګوندونه خپلو موخو ته په ارزانه بیه په یوه لیکه کې ودروي.
څلورم – دادلید وړ ده چې پر افغانستان دپوځي یرغل او دهیواد داشغال په لوبه کې ټر ډیره پاکستان روزلي او دلودیځ منلي تنظیمونه مخکښ او دملي ضد معاملو سرغندویان ښکاریده. خوهم دبن پرله پسې امریکا – انګلیس جوړو کړو کنفرانسونواو هم داشغال په اوږدو کې دا تریخ واقعیت را منځ ته شو چې دوطن دځوان قوت او هغه نسل چې دمخکښي تمه ېې کیده دافرادو ، ډلو، سازمانونو او ګوندونوپه بڼه دومره داشغال دملاتړ اومشروعیت ورکولوپه کار اخته او داشغال له خواره دستر خوان څخه برخمن شول چې دبنسټپالو تنظیمونه ناولي مخونه ېې ور پریولل.
پنځم ـ همدغو پورتنیو حالاتو وطن دداسې یوه مخکښ له نشت سره مخ کړ چې په پوهه ، تجربه او ملي تعهد دشپو په زړه کې دسبا لارې پیداکړي.
شپږم – همدغو حالاتو داولسونو او روښانفکرانو تر منځ یوخطر ناک بیلتون را مخته کړ. اولسونه دې ته اړ شول چې په ناویلې توګه خپله لاره له اشغال څخه بیله کړي او پر اشغال پورې تړلې هم په ټولیزه توګه پردي وګڼي.
اوم ـ څرنګه چې اشغال ډیر پراخه ، ځواکمن اودوطن پر ځمکه او آسمان لاسبری ونو اشغال ضد ېې هم دې ته اړ کړ چې دراخوځیدونکي مقاومت زړي له پولو بهر کیږدې . دغه کار ګاونډیو ته ددې وخت ورکړ چې هم له اشغال سره غاړه غړۍ وې او اشغال ضد ددوی له نفوذ او اغیزې په بشپړه توګه بهر نه وي. دغه حالت که له یوې خوا په اشغال پورې دتړلو دریځ دپوښتنې وړ وګرځاوه له بله پلوه اشغال ضد دریځ هم له ګاونډیو سره په پیوند کې بې داغه پاتې نه شو. هرلوري هڅه وکړه چې ځانته دمشروعیت جامې جوړې کړي خو حالاتو په تدریج سره وښوده چې داشغال پلوو دریځ په بربڼده توګه داشغال په غوښتنه دخوریدو په حال کې و او داشغال ضد دریځ دهغه پر خلاف په خلکو او اولسونو کې ریښې ټینګې او ور پورې تړلي تورونه ېې کمرنګه شول.
داشغال له پیل څخه را نیولې بیا تراوسه پورې دټولو هغو افرادو او ډلو(حزبي دي که تنظیمي یا له دواړو بهرله پردو سره معاملاتي ) ډلوټوله فکري ، قلمي او عملي هڅه داده چې داشغال عمر ور اوږد او خپلې ګټې او معاملې دپخوا په شان خوندي اونورې هم وپړسوي. دغه څه په طبیعي توګه د متقابل او متضاد مقاومت دسخت دریځۍ لامل شو.کله چې ټولنه له یوې داسې تشې سره مخ کیږي چې پردۍ معاملې ېې دمخکښانو پړي نورو ته پلاس ورکوي ټولنه دې ته اړ کیږي چې په هغو ځواکونو پسې لاړه شي کوم چې له ټولو مجبور پردو تړاونو سره سره دخلکو اواولسونو ملي وطنپالو غوښتنو او تاریخي ارادې ته دسر په بیه ژمنې ورکوي.دغه ویش داشغال اوضد اشغال بڼه نیسې. خبره پر دې نه ده چې اشغال په ګټه دی که ضد اشغال. اصلي خبره داده چې دضد اشغال زیرمه او تومنه ملي، سرتاسري او پرګنیز رنګ لري او اشغال له ټولو سیاسي شو ژمنو سره سره دخلکو اولسونو له تاریخي کرکتر اوشصیت سره سمون نشي خوړلی . له بده مرغه زموږ ډیرو تیروتنه داده چې فکر کوو چې تاریخ واکمن جوړوي نه اولسونه . دهمدې ناسم تفکر له مخې ده چې دجګړې عمر داشغال له عمر سره تړاوپیداکوي. داشغال لویدل له اشغال سره دتړلو لویدل دي دا یوه تاریخي شوې خبره ده .له اشغال سره تړلي حق لري چې دخپلو ګټو ، موقعیت او دریځ له مخې داشغال ددوام اومشروعیت هلې ځلې وکړي او دا نارې را پورته کړې چې اشغال او پر اشغال پورې تړلي واکمن بدیل نه لري. هغوی چې د بدیل د نه شتون خبره کوي په واقعیت کې خپل تاریخ، خپلو خلکو او اولسونو ته په ټیټه ګوري او تاریخ یواځې دپردو کینولو واکمنو په اراده کې را نغاړي ، ددې په وړاندې اشغال ضد چې په مخامخ یا په پټه خوله دټولنې درنه برخه جوړوي هم دې ته کیږي چې دژوند ترپایه دتسلیم سر ټیټ نه کړي. همغسې چې اشغال پلوه پردۍ اړیکې لري او اشغال په خپله هم دیوه لوی اشغالي ائتلاف ښودنه کوي ، اشغال ضد هم دې ته اړ کیږي چې لږ تر لږه په سیمه ییزه کچه په پټه اوښکاره جبري یا دخپلې اړتیا له مخې پردۍ اړیکې له ټول غرضی توب سره سره وځغمي. دغه حالت په تیره بیا په اوس کې چې دنړۍ یو قطبی کیدل په لویدو دی او متقابل قطب ېې هم په همدې سیمه کې ځان ښيي ، حالات دې ته ور باسي چې افغانستان له نه تمامیدونکو جګړو او آن دخپل تاریخي شتون له پوښتنو سره مخ شي.په دې خاطر په ډاګه وینو چې وطن په خطر ، لویدواو یا هغه دمارکي سالزبري په خبره د ځواکمنو قوتونو په لاس کې له ټوټه ټوټه کیدو سره مخ دی. هیڅ قوم ،سمت اولوری، هیڅ تنظیم یا ډله ددې توان نه لري چې په یواځیتوب ددغه خطر مخه ډب کړي. دا ناسمه ناولې تمه چې دپاشل کیدو په حال کې امریکایی ، ناتويي او اروپايي ائتلاف به نوې سا واخلي او دنوو تیریو او مالي تخنیکي او پوځي ملاتړ له لارې به دځان او خپلو ګمارلو دزوال مخه ونیسي نوره له ریښې په وچیدو ده.لویدیځ دولتونه څومره چې له استعماري اشغال نه را لرې کیږي هغومره ېې دلوټ زیرمې پای ته رسي ، جګړه مارو سیالیو، تیریو او اشغالګریو دولتي افلاس اوج ته رسولی دی،هغه امیدونه ېې پای ته رسیدلي چې دنړي جغرافیایی جوړښت به اړوي او په نوو زیرمو به خيټه اچوي او خپل منځي ویش به ېې ائتلافونو ته عمر وربښي.ډیر ژربه دهغه خونړي او ناروا بشري ضد تیري کوونکي ائتلاف دلویدو شاهدان واوسو کوم چې دنړۍ دلاندې کولو تندې سره را ټول کړي وو. دیوه ناتو څیړونکي په خبره امریکا به اروپا یا اروپا به امریکا ته خپله طلاقنامه ډیر ژر جوړه کړي، دغه طلاق به انګلو ساکسوني جوړې ( امریکا ، انګلیس،کانادا، استرالیا ، نیوزیلند اونور ) هم سره وپاشي. جګړې اوسیالۍ به پراخې تندې،خونړۍ او خطرپیښوونکې شي خو هغه توان به هیچا سره نه وي چې نور داولسونو له ملي مقاومت سره منګولې ورکړي.په دغو ترنګړو حالاتو کې چې یواځې اشغال پلوه ځواکونه دجګړې ډول ته نه ناڅي بلکې مقابل ځواکونه ېې هم په دننه او بهر کې دجګړې پردوام ټینګار لري
لاندې وړاندیز دوطن دژغورنې او دمرګ له منګولو څه دخپلو نسلونودژغورنې په خاطردپام وړ او دبشپړیدو اړتیا غواړي.
وړاندیز: نه ارګ افغانستان دی نه افغانستان ارګ. که پر افغانستان فکر کیږي نو باید هرڅه ژر له ټولو امکاناتو څخه په حساب شوي ګټې اخیستني یوه هیواد شموله لویه جرګه (مجلس کبیر ملي) را وغوښتل شي څو حالات دجمعي تعقل له لارې حلاجي او دژغورنې لارې په نښه او په ملي ژمنو داجرایی قوت تومنه ورکړي. دالویه جرګه باید په داسې تخنیکي اساساتو ولاړه وي چې نوښتګر اوجوړوونکی ېې همدا موجود دوه شاهان او دهغوی عمله اوفعله نه وي . ارګ که کولی شي چې له اشغال سره پر تړلو توافقاتو بیا کتنه وکړي او دملي مسایلو په حل کې خپله لاره له اشغال نه را جلاکړي ښايي له ټولو نا اټکل شوو پایلو سره سره ددې جوګه شي چې دیوه داسې ملي نوښت ویاړ تر لاسه کړي. خو له ویلو پرته ښکاره ده چې ارګ او اشغال جلا کیدونکي نه دي. په دي خاطرله اشغال او ارګ نه بهر باید هغه زمینې ولټول شي کومې چې دیوې ملي پراخه وطني ناستې لپاره لارې خلاصې کړي.ددې قلم په باور هیواد په دوو متخاصمو لیکو اوښتی دی: اشغال اوضد اشغال .دریم ځواک چې په اوس کې دا دواړه لوري کابو کړي او دهیواد دپیښو نوښت تر لاسه کړي نه لیدل کیږي باور دادی چې نه اشغال او ارګ ناستي اشغال پلوه واکمن دیوې پراخه برخلیک ټاکوونکې ملي وطني را ټولیدنې دنوښت جوګه نه دي او هغه په خپله ګټه هم نه بولي . په دې خاطر اشغال ضد واقعاً موجود مقاومت پر خپل وطن او خلکو باندې دزړه سوي له مخې کولی شي ملي ګټواو خپل تاریخي رسالت ته په ژوره پاملرنه دداسې یوي لویی جرګې نوښت پلاس کې واخلي چې آن داشغال دکینولو افغان واکمنو برخه هم پکې پرځای وي.که ددغې لویی جرګې دامنیت او خوندي ساتلو مسأله دهیواد په دننه کې له پوښتنې سره مخ وي ، کیدای شي له هیواده بهر په یوه ګاونډي هیواد کې دغه ناسته تر سره شي. هغوی چې ددې جرګې جوړیدو دنوښت جوګه کیږي هم نه ښایی چې دغه لویه جرګه دترکیب او غوښتنو له مخې یو مخیزه دهغو لویو جرګو په شان جوړه کړي چې دولتونو اوحکمتونو به تر خپلې ولکې او ارادې لاندې جوړولې.په نوموړې لويي جرګې کې باید دټولو هغو لوروداستازیتوب ونډه پر ځای وي چې په لویه یا کوچنۍ کچه دافغانستان په برخلیک کې برخه لري.دغه هدف ته له رسیدو مخکې باید یو داسې بې پرې عام شموله کمیسیون جوړ شي چې دبیلا بیلو سیاسي سازماني لورو اوځانګړو شخصیتونوپه پیژندنه او اغیزمنتوب ددې توان تر لاسه کړي چې دامکان تر حده دلویی جرګې بې پرې توب او ملي توب خوندي وساتي. هغه ځواک یا ځواکونه چې داشغال ضد مقاومت په سر مشرۍ کې راغلي باید ملي ګټو او غوښتنو ته تر خپلو سازماني غوښتنودلومړیتوب حق ورکړي. دغه څه به په ملي سر تاسري کچه دیوې پراخه ملي پخلاینې لاره هم پرانیزي.
لویه جرګه باید په پراخه سینه ټولو لوروته دهغوي دغوښتنو دڅرګندولو وخت ورکړي تر څو هغه غوښتنې چې دلومړیتوب حق لري روښانه او دجمعي تعقل له مخې اجرايي توان تر لاسه کړي. دلویی جرګې دجوړید و کمیسیون باید په خپل پراخ اړخیزه جوړښت کې دې اړتیا ته هم ژوره پاملرنه وکړي چې یواځې یوه افغاني اراده او سرمشریزه کولی شي پیښې خپل ملي بستر ته راوګرځوي .په دې خاطردغه رسالت باید پردو لاسونو او آن ملګرو ملتونو ته پرې نښودل شي او داځکه چې هم دپردو لاسونو ترخې پایلې وینو او هم حالاتو یقیني کړې چې دملګرو ملتونو په نوم یوه داسې دخپلې مستقلې ارادې درلودونکې نړیواله ټولنه نشته چې له مجبورې اوناروا تړلتیا پرته دنړیوالو پیښو په سم او عادلانه حل کې اغیزه ولري.
د اشغال ضد مقاومت لوري ته دلويي جرګې دنوښت تمه ښايي ډیروته ترخه او دځغم وړ نه وي او پردې قلم خپلې له مخکې جوړې شوې ټاپې هم ولګوي خوراځۍ سکوت مات او واقعیتونو ته له ویرې پرته په نوي نظر وګورو. تاریخ شاهدي ورکوي چې زموږ په معاصر تاریخ کې داستعماري تیریو او اشغال پر خلاف کومي دولتي را غوښتې لويي یا وړې جرګې اجرایی توان نه دی تر لاسه کړی بلکې دا د اولسي صلا مشورو، پټ، اوښکاره ناستو او جرګوتوان و چې داستعمار او اشغال لمنه ېې ورټوله کړیده. که دبیلګې په توګه داشغال کینولو واکمنو په غوښتنو کومې فرمایشي لویی جرګې را غوښتل شوي او پریکړې ېې هم کړیدي ، هیڅکله يي پریکړو عملي او اجرايي توان نه دی موندلی.اوس هم که لویه جرګه د اشرف غني یا عبدالله عبدالله په نوښت یا ددواړو په توافق او یاهم په همدې اشغالي واکمنۍ کې دنوروموافقو او مخالفوګډونوالو دپټو اوښکاره معاملو له مخې جوړیږي خلکو او اولسونو ته به له یوي نوې غولوونکې داشغال ددوام په ګټه سیاسي پلان شوې معاملې پرته بل ارزښت ونه لري .همدا اوس داشرف غني او آن عبدالله عبدالله په وړاندي روانې تندې څپې ښيي چې ددوی خپل منځي جګړه دامتیازاتو په ویش روانه ده او دوطن دژغورنې پوښتنه له یوه لوري سره هم نشته . په همدې خاطر دوطن دژغورنې مخه باید خپلو خلکو او اولسونو ته اودهغوی له منځه را پورته شوي اشغال ضد مقاومت ته ورواوړي.څو دا خونړي مزلونه لنډ، دا تړلې ارادې آزادې او دا ځپلي زړونه په ملې اراده دنوو هیلو په لور وغوړیږي.