دشهید بشیراحمد ریان په ویر کې

محمد امين بسمل

ما ریان لیدلی نه و شهادت یې په لړزا کړم
چې مې ښکلی تصویر ولید سملاسي یې په ژړا کړم

د ریان قاتله ستا زوی که در مړ کړي څوک سحرا کې
پسې ګرزې لالهانده دوه درۍ میاشتې په غوغا کې
بیا به هله په هوش راشې بیا به هله پښېماني کړې
ځان ته ډېر مه غاره کېږه لا ترڅو به واکمني کړې؟

ما ریان لیدلی نه و شهادت یې په لړزا کړم
چې مې ښکلی تصویر ولید سملاسي یې په ژړا کړم

ریان ولاړ له غمو خلاص شو روح یې ښاده په جنت کې
ستا په سر لمبې راڅرخي ستا  روح سوځي خصومت کې
په سادیزم مبتلا یې دا ته راغلې له کوم لوري
لا ترڅو به پټ پټ ګرزې د مکارغلیم ترسیوري؟

ما ریان لیدلی نه و شهادت یې په لړزا کړم
چې مې ښکلی تصویر ولید سملاسي یې په ژړا کړم

له حسابه به خلاص نه شې په دنیا که په عقبا وي
تا تنکی ګلاب وژلی دابه یاد کې دهرچا وي
هم ګلاب و هم شباب و هم څراغ په پوهنتون کې
لاس دې مات په سترګو ړوند او نامراد شې په ژوندون کې

ما ریان لیدلی نه و شهادت یې په لړزا کړم
چې مې ښکلی تصویر ولید سملاسي یې په ژړا کړم

د ریان روح دې وي ښاده د خواخوږو یې زړه صبر
ما قاتل په خوب لیدلی سرې لمبې یې وي پر قبر
څوچې مري ترڅو به سوځي  هم په ویښه هم په خوب کې
بسمل دا خوب هم لیدلی قاتل مري په لېونتوب کې

ما ریان لیدلی نه و شهادت یې په لړزا کړم
چې مې ښکلی تصویر ولید سملاسي یې په ژړا کړم