ولې طالبان دومره غښتلي شول؟

محمد امین بسمل
که څه هم زما د سرلیک ځواب ساده او تاسې درانه لوستونکي هم ښه پرې پوهېږئ خو په یو څو کرښو کې به یې لږ څه وضاحت وکړم:
ـ طالبان افغانان دي او پخپل افغانیت ویاړي.
ـ زموږ اتل افغان نیکونه یو داسې ویاړلی او ګټلی تاریخ لري، چې افغان طالبانو یې دا لړۍ نوره هم پسې داسې تاریخي او ځلانده کړه، چې که زموږ نیکونو په یو وخت د یو دوو یا دریو غلیمانو په وړاندې تورې پړکولې خو طالبان په یو وخت کې د نږدې پنځوسو غلیمانو په وړاندې سخت وجنګېدل او لاجنګیږي.
ـ د طالبانو اسلامي امارت چې په اسلامي نړۍ او حتی د نړۍ په تاریخ کې بې مثاله و د امریکا لخوا په خورا وحشیانه او ظالمانه ډول وپرځول شو.
ـ د قدرت په ګدۍ ناست طالبان د مسعود، قسیم فهیم، رشید دوستم، عطامحمد نور، غبرګ عبدالله، نورو پنجشېریانو اوشمال ټلوالې په ډول دعیش او نوش په فکر کې نه وو او نه د بلډنګونو شوقیان وو.
ـ د امریکايي ظالمانه یرغل له وجې دهیواد په شمال کې له طالب اسیرانو سره سختې ناخوالې وشوې، په کانتینرونو کې مرمي باران او د مزار شریف په زندان کې هم بمبارد او هم اوبه پسې خوشې شوې دا هغه څه دي، چې انساني ضمیر ورته ګوته په غاښ پاته دی.
ـ طالبان په داسې حال کې له خپلې مورنۍ غېږې څخه وتلو ته مجبور شول، چې نه خو یوه مرمۍ ور پاته وه، نه په جیب کې یوه روپۍ او نه خو یې د نړۍ په کوم بانک کې څه لرل بس له خپلې ساحې څخه د تورمخي پنجابي غلیم سایې ته ور روان او تر شایې د خپلو شهیدو وروڼو اوخویندو د سپېڅلو وینو وږمې پسې روانې وې.
ـ پروېز مشرف پنجابي نه یوازې په افغانستان کې امریکایي یرغل ته زمینه سازي وکړه، بلکې اکثره په هیواد مین طالبان یې یا پخپله زنداني یا خو یې د امریکا په لاس ورکړل ځکه خو اوس په افغان سپېڅلې خاوره د پاکستاني راکټونو په اورولو، دپښتنو په سپکولو، د اغزن سیم په غځولو او نورو بې شرمیو امریکا نه یوازې پټه خوله ده، بلکې شین څراغ یې هم ورکړی او که داسې نه وي نو بیا هغه د ګوډ پرچمي اتمر ستراتیژیک تړون د څه لپاره و؟
ـ څه چې طالب مظلوم لرل هغه یې خپل ایمان پاک وجدان او هغه شډل پډل کردار و، چې زموږ له اصیل اولس سره یې اړخ لګاوه له همدې کبله یې نننۍ بریاوې په برخه شوې.
ـ طالبانو ته مادیات او دا فاني نړۍ بې ارزښته وه او ده.
اوس نو د پورتنیو کرښو له مخې وېلی شو، چې طالبان د سختو جګړو لپاره وطني او عقیدوي انګېزه لري ځکه خو په خورا تنګ لاسي کې دهیواد له نیمايي څخه لا په زیاته برخه حاکم شول بیا هم تکراروم دا هغه طالبان کوم، چې په داسې حال کې له خپلې مورنۍ غېږې څخه وتلو ته مجبور شول، چې نه خو یوه مرمۍ ورپاته وه، نه په جیب کې یوه روپۍ او نه خو یې د نړۍ په کوم بانک کې څه لرل بس له خپلې ساحې څخه د تورمخي پنجابي غلیم سایې ته ور روان اوترشا یې د خپلو شهیدو وروڼو اوخویندو د سپېڅلو وینو وږمې پسې روانې وې.
دمګړۍ چې زه فکر کوم زماله نظره خو دا امریکايي جنرالان مطلق لیونیان دي، دوی په داسې حال کې د پنځو شپږو زرو تازه دمو سرتېرو غوښتنه کوي، چې هغه له سلو زرو څخه زیاتو سرتېرو یې د طالب د برېت یو وېښته هم ورڅخه ونه ایست نو دا پنځه زره به یې کومه توره وکړي؟
نتېجه:
ننني طالبان هغه پروني خالي لاسي طالبان نه دي، ننني طالبان د خپلې قوي انګېزې تر څنګ نه یوازې قوي وسلې په لاس کې لري، بلکې نړیوال برم او رسمیت یې هم په برخه شوی چې دا له معنوي لحاظه د طالبانو د بریالیتوب زېری له ځان سره لري.
طالبان نن ورځ په دومره لوړ موقف کې دي، چې د تېر وخت له ابرقدرت (روسې)څخه ځان کم نه بولي ځکه خو د سولې خبرې یوازې له امریکا سره په مخامخ ډول غواړي نه د امریکا له مزدورانو سره.
دلیل یې دا دی چې د جګړې اصلي اړخ امریکا ده نه د امریکا لاسپوڅي که څوک یې نه مني نو امریکا دې یوه اونۍ بمبارد نه کوي بیا یې وګورئ چې غني په کومه سوړه او غبرګ عبدالله یې په کومه سوړه کې رېږدي.
زما هیله:
ما په تېره لیکنه کې له ارګ والو څخه هیله کړې وه، چې بهتره به وي د یوو افغاني نوښت له مخې ټول پوځي او ملکي تاسیسات طالبانو ته ور پرېږدي تر څو دا پردۍ جګړه ختمه او د جګړې راوړونکي ځای په ځای شل او شوټ شي البته دا څه ستونځمن کار هم نه دی که یاد مو وي د نظار شورا او کارملیانو د کودتا په ترځ کې ډاکتر نجیب الله په داسې ډول وپرځول شو، چې پرچمیانو خپلې ساحې نظاریانو ته تسلیم او خلقیانو خپلې ساحې لکه د کورنیو چارو وزارت حکمتیار ته تسلیم کړل.
اوس خو ستاسو ارګوالو په وړاندې تنظیمي ډلې ټپلې هم نشته یوازې طالب مقاومت دی، چې ورسره سازش په کار دی نو ځکه خو نن یو ځل بیا خپله هیله تکراروم او باور لرم، چې طالبان د قدرت شوقیان نه دي هغوی به په عادلانه ډول تاسو له ځان سره شریک او په ګډه به دا وران افغانستان ته نجات ورکړئ او که نه نو په والله که نه تاسې ارام خوب وکړئ او نه به دا مظلوم اولس ارامه شپه ولري بس د خدای په لحاظ ټولو خواوو ته لمن غوړوم، چې پخپلو کې په پټ ډول سره جوړ راشئ تر څو زموږ ټول غلیمان ځای په ځای زره ترکي شي.
ومن الله توفیق
دلاندني لینک په ټک وهلو سره زما مخکینۍ لیکنه لوستلی شئ:
د ملي یووالي او ګران افغانستان د خپلواکي په هیله