ښاغلي ډاکټر شیر حسن ته د ښاغلي حصین لنډې یادونې


     لیکونکی ش.حصین

13.3.2017Hassin
ډاکټر صاحب شیر حسن! زما فکري دریځ به په سخته د پوهیدو وړ وي خو ستا په احساس درد او آرمان پوهیږم. په همدې خاطر دا څو لنډې یادونې اړینې ګڼم :
لومړی ـ دافغانستان وروسته پاتې ساتل اوپردوته اړ ایستل د دریمي نړي دټولو اولسونو په شان د اولسونو بې اهلیتي نه ، بلکې په کورنۍ کچه د استبداد او بیعدالتیو او د بهرني عامل په توګه هغه څه دي چې پردو تاړاکونو او استعماری تیریو اولسونو ته ورپه برخه کړی دي. دویم- هرهغه احتیاج چې د وطن د استقلال ، ځمکنۍ سلامتیا او ملي واکمنۍ په بیه وي د مرییتوب منل او مرییتوب په اعتیاد بدلول دي.
دریم- د افغانستان روان اشغال د خلکو او اولسونو د احتیاج او غوښتنو زیږنده نه دی .
د افغانستان اشغال کلونه کلونه وړاندې د سړې جګړې د وړونکو له خوا د نړۍ د لاندې کولو د پیلونکي تمرین په توګه طرحه او له تنظیمي او ملیشايي تښتیدلو وطن پلورونکو او په لویدیځ کې د استخباراتو په غیږه کې را لویو شوو روښانفکرانو په وسیله کیدو پر افغانستان را مات شو.
څلورم- استعمار په هره بڼه او هر شعار چې وي د خلکو او اولسونو احتیاج له منځه نه وړي بلکې د فرهنګي شتمنیو په څنګ کې د ملتونو ژوند او خواړه ورنه اخلي. او انساني شخصیت ېې هم په کلکه ور اړوي .همدا اوس د اشغال له برکته دهیواد ۶۰ سلنه په رواني ناروغیو اخته ده ،ځلویښت سلنه بشري قوا مو له بیکاریو زوریږي، یوه لویه فیصدي خلک مو تر فقر لاندې ژوند کوي، څلور ملیونه انسانان مو په مرګوني اعتیاد اخته دي، د ځوان او ځلمي نسل پرګنې مو له وطنه په تیښتیدو د سمندرونوخوراک شول، په ټول وطن کې له څو ماڼیو او قصرونو پرته چې د لوټماروملکیت دی یوه کلیدي اقتصادي پروژه نه جوړه او نه را پاتې شوه....دا لړۍ پراخه تفصیل ته اړتیا نه لري.اشغال احتیاج کړو نه دا چې احتیاج ېې له منځه وړی وي او یا دغه نیت ولري.
پنځم- که تیر پردي تاړاکونه او ښکیلاکي تیري د خلکو اواولسونو په زور را لویدلي دي او تاسو ېې هم ویاړ ګڼۍ روان اشغال هم اولسونو په ګونډو کړیدی نه د اشغال ترحم ته ناستو روښانفکرانو.
شپږم- که د اشغال د ملاتیر د اولسونو په زور ورمات نشي د روښانفکرانوپه عذر و زاریو پای ته نه رسي.هغه اوږدې ستراتیږۍ لري او ګمارلو ېې هم د بې پایه تړون تړاو ورسره لاسلیک کړیدی. دا خبره چې اشغال خو بلاخره پای ته رسي باید د بل اشغال له ویرې د دې اشغال پای ته رسیده ونه غواړوله خلکواو تاریخ سره لویه جفا ده.
اوم- د بل اشغال ویره هم زموږ د خپلواک تفکر زیږنده نه ده بلکې همدغه روان اشغال د خپل دوام په خاطرزموږ مغزونه دغه لوري ته اړولي دي.
اتم ـ که د بل اشغال ویره له پاکستانه وي یا له روسيي نه دواړه عملي او شوني نه دي . دلته د تیرو پیړیو استعمار د روانو پیړیو تر ټولو ستر زبر ځواکونه په ګونډو شویدي . نه به پاکستان د خره ماغزه خوړلي وي چې د افغانستان د اشغال خیال وکړي او نه به روسیه دومره احمقه وي چې تیرې وینې ېې لا وچې نه دي بیا د اشغال په لور را وخوځیږي.که چیرې همدا هم وشي زموږ خلک او اولسونو به دغو هڅو ته هم د خپل سر په بیه تاریخي ځواب ورکړي.
نهم ـ : دبدلونو په وړاندې د اولسونو د مقاومت او را پاڅیدنې ګناه یواځې په خلکو او اولسونو مه ور اړوۍ.دې ته هم باید ژوره کتنه وشي چې زموږ بدلونونه زموږ د خلکو په اراده او په ملي تومنه راغلي دي که ډیر ېې د پردو تقلیدي نسخې وې چې د هیواد له حالاتو سره ېې سمون نه درلود او روښانفکري بیړنیو فکري او عملي منډوحالات طوفاني کړل؟
لسم- ماچه لیکلی وو چې څښتن ېې را وغورځوي یابو ېې خپله رم خوري اوتښتي دا د استعمار ګرو او د هغو د ګمارلو په وړاندې د یوه وتلي استعمار او استبداد ضد ملي مبارز خبره ده. پاکستان د انګریز د لاس د زقومو بوټی دی ،انګریزي استعمار ېې زړی ایښي او همدا اوس له خپلو امریکايي زورواکو شاګردانو سره زموږ په ځمکه او آسمان واکمني کوي. دغه اشغال هیڅکله هم د پاکستان د زوال خبره نشي منلی. د دغه او هغه امریکایی سناتوراوتې بوتې چې پاکستان به تجریدکړي زموږ د تیر ایستلو او د تحمیق پلان شوې خبرې دي.
یولسم- افغانستان په هغه اقتصادی پوتانسیل سمبال نه دی چې پر پاکستان اقتصادي تعذیرات ولګوي او د هغه د ختمیدو خوبونه ېې رښتیا شي. له عامه ډیرو محتاجو خلکو او اولسونو څخه د ژوندي پاتې کیدو مړۍ مه اخلۍ. همدا نن که لږ تر لږه د ننګرهار، کنړونو، نورستان او لغمان په خلکو له پاکستان څخه راوړونکې ګنډې ودریږي نوچا بهار به هغوی ته ډوډۍ ورسوي؟ شعارونه او د خلکو احساسات را پارول یو څه او واقعیتونه نور دي.وايي له اشغال سره تړلی هند زموږ ډیر ښه دوست دی. دا دغرض لمسونکې دوستي دې مبارکه وي . خو پاکستان همدا اوس درې ملیونه افغانان مرګ ته نیولي او په وطن کې هم د هغوی د ژوند څه نشته. دا دوست خو کولی شي یو دوه ملیونه همدغه کډوال خپلې خاورې ته ور وغواړي. البته دې ته اړتیا نشته چې د هغو افغان کډوالو د ژوند حال واخلو چې په هند کې اوسي.تر هرڅه دمخه په هند کې له هندو افغان وروڼو څخه پوښتنه کولی شۍ چې څه حال لري، ما دا ټول څه په واروار په خپلو سترګو لیدلي دي. ډاکتر صاحب شیر حسن زه له تاسو سره د ډیالوک په لټه کې نه یم .یواځې یو وطني مسؤلیت دې ته اړ کړم چې ستاسو په پته دا ګډې وډوي ولیکم . باور لرم چې درته پردۍ نه دي او د هضم توان ېې درسره دی.