د امریکایانو په بمباریو کې د ملکي وژنو مهمې پیښې 
mulki-talafat-bambar

امریکايي ځواکونو درې ورځې وړاندې د کندز ولایت په بزکندهاري سیمه کې لږ تر لږه ۳۲ ملکي وګړي په هوايي بمبار کې ووژل چې اکثره یې ښځې او ماشومان وو. دا لومړی ځل نه دی چې بې ګناه ولسي افغانان د بهرنییو ځواکونو تر ړندو بمباریو لاندې وژل کیږي. په تېرو څو کلونو کې د امریکایانو په هوايي بریدونو او بمباریو کې د ولسي خلکو د قربانۍ ګڼې پېښې رامینځته شوي دي، چې مهمې يې په لاندې ډول دي:

۱ جولای ۲۰۰۲م: په روزګان کې ۴۷ ملکي وګړي هغه مهال ووژل شول چې امریکايي الوتکو په واده بمباري وکړه.

۲۷، ۲۹ اپریل ۲۰۰۷: امریکايي الوتکو د هرات ښار ته څېرمه په زیرکوه سیمه دوه ورځې بمباري وکړه، چې په نتیجه کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۲ تنو ولسي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دغې بمبارۍ کې ۱۰۰ کورونه هم ونړیدل.

۱۷ جون ۲۰۰۷: د هلمند په حیدراباد کلي امریکا هوايي برید وکړ او ۴۵ ملکي وګړي یې ووژل.

۷ جولای ۲۰۰۷: د کنړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ په څانگار کلي کې د امریکايي ځواکونو په دوه جلا جلا بمباریو کې ۳۵ ولسي وګړي ووژل شول. خلکو د ۱۰ وژل شوو ولسي کسانو مړي ښخول چې پر جنازه بيا بمباري وشوه او شاوخوا ۲۵ کسان پکې مړه شول.

۲۳ اکتوبر ۲۰۰۷: د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۳ ولسي خلک د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې ووژل شول، چې یوازې ۱۱ تنه له یوې کورنۍ څخه وو.

۶ جولای ۲۰۰۸: د ننګرهار په شینوارو سیمه کې د ناټو ځواکونو جنګي الوتکو د واده مراسم په نښه کړل او ۴۷ ملکي خلک یې ووژل، چې اکثریت یې ښځه او ماشومان وو.

۱۴ جولای ۲۰۰۸: امریکايي ځواکونو د نورستان ولایت د وانت ولسوالۍ مرکز ته نږدې کلی بمبار کړ، لږ تر لږه ۳۰ ولسي خلک یې ووژل او ۲۵ کورونه او دوکانونه یې ونړول.

۲۲ اګست ۲۰۰۸: ناټو ځواکونو د هرات ولایت د شینډنډ په عزیزاباد سیمه کې ۹۰ تنه ولسي وګړي د هوايي برید په پایله کې ووژل، چې یوازې ۵۰ تنه یې ماشومان وو. په بمبارۍ کې پنځلس کورونه هم ونړیدل.

۶ نومبر ۲۰۰۸: د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د واده په کور بمباري وکړه چې له کبله یې د ۲۳ ماشومانو، ناوې او زوم په شمول ۴۰ تنه ووژل.

۵ می ۲۰۰۹: په فراه ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې تر ۱۴۰ زیاتو ولسي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ، په وژل شوو کې ډیری ښځې او ماشومان وو.

۴ سپتمبر ۲۰۰۹: جرمني ځواکونو په کندز کې د طالبانو له لوري په يرغمل شوو دوو ټانکرو هوايي برید وکړ او تر ۱۰۰ زیات وګړي یې ووژل، په وژل شوو کسانو کې ۷۰ تنه ولسي خلک وو.

۱۸ سپتمبر ۲۰۰۹: د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو په بمبار کې لږ تر لږه دوه عام وګړي ووژل.

۲۱ فبروري ۲۰۱۰: ناټو ځواکونو په ارزګان ولایت کې ۲۱ ولسي وګړي په هوايي برید کې ووژل او ۳۰ یې ټپیان کړل، چې ګڼ يې ښځې او ماشومان وو. ناټو ویلي و چې دا برید یې په تېروتنې کړی.

۱ مارچ ۲۰۱۱: د کنړ ولایت د ماڼوګۍ ولسوالۍ په ننګلام تنګي کې بهرنیو ځواکونو بمباري وکړه او ۹ ماشومان یې په داسې حال کې ووژل چې د سون توکي (خس او خاشاک) یې راټولول.

۲۲ اپریل ۲۰۱۱: د خوست په دوه منده ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو د سړک جوړونې په یو شرکت هوايي برد وکړ او د دې شرکت ۳ ساتونکي یې ووژل.

۲۷ می ۲۰۱۱: د ناټو ځواکونو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې بمباري وکړه او ۱۴ ولسي وګړي یې ووژل، چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو.

۲۱ جون ۲۰۱۱: امریکایانو د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د سرغچ کاریز په سیمه کې بمباري وکړه چې له کبله یې ۶ تنو ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۲۸ جون ۲۰۱۱: د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په مزراباد سیمه کې امریکایانو بمباري وکړه، چې په نتیجه کې يې ۶ ماشومان او ۲ ښځې ووژل شوې.

۲۵ جولای ۲۰۱۱: د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د ایساف چورلکې ۲ ماشومان او یو ملا امام په ډزو ووژل.

۱۳ می ۲۰۱۲: د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو هوايي بمبار وکړ چې په نتیجه کې يې له ۹ تنو ولسي خلکو ژوند واخیست. په وژل شوو کې ۵ ښځې وې.

۴ جون ۲۰۱۲: امریکايي ځواکونو د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په سجاونډ سیمه کې د بشیر اخوندزاده په نامه یو قومي مشر پر کور هوايي برید وکړ، چې له امله یې پخپله د بشیراخندزاده، ښځې او ماشومان ووژل شول چې شمېر یې ۲۱ ته رسېده.

۱۵ سپتمبر ۲۰۱۲: د لغمان په الینګار ولسوالی کې د بهرنیو ځواکونو په برید کې ۸ تنه ميرمنې چې غره ته د خس او خاشاک د ټولولو لپاره تللې وې، ووژل شوې.

۱۳ جنوري ۲۰۱۳: د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په تنګي دره کې ۱۶ ملکې وګړي د سهار لمانځه پر مهال د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې ووژل شول.

۱۳ فبروري ۲۰۱۳: د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې ایتلافي ځواکونو د خلکو په کورونو بمبار وکړ او ۱۴ ولسي وګړي یې ووژل.

۱۳ مارچ ۲۰۱۳: ناټو ځواکونو د غزني ولایت په سفندي ولسوالۍ کې پر یو موټر هوايي برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه ۲ عامو وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۶ اپریل ۲۰۱۳: امریکايي ځواکونو د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کې په یوه کلي ړنده بمباري وکړه چې له امله یې درې کورونه چې د دریوو وروڼو وو په بشپړه توګه ویجاړ شول او ۲۲ تنو ملکي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۷ سپتمبر ۲۰۱۳: په کنړ ولایت کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د ولسي خلکو په هغه موټر هوايي برید وکړ چې له اسعداباد څخه د ګمبیر سیمې ته روان و. په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۶ تنه ووژل شول.

۲۳ نومبر ۲۰۱۳: امریکايي بي پیلوټه الوتکو د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ په کوڼ کلي کې ولسي کور بمبار کړ او د یوي ښځې او دوه ماشومانو په ګډون یې ۹ ملکیان ووژل.

۱۶ جنوري ۲۰۱۴: امریکايي ځواکونو د پروان په سیاګرد سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي په هوايي برید کې ووژل.

۹ سپتمبر ۲۰۱۴: امریکايي ځواکونو د کنړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په باډېل دره ککې ولسي وګړي په هوايي برید کې په نښه کړل او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۱ تنه ووژل.

۲۷ سپتمبر ۲۰۱۴: د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبار کې دوه ښځې ووژل شوې.

۱۲ اکتوبر ۲۰۱۴: د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز د نیازیو کلا په سیمه کې بهرنیو ځواکونو بمبار وکړ، چې له امله یې ۷ تنه عام وګړي ووژل شول. په وژل شوو کې یو سپین ږیری او یو ماشوم شامل و.

۱۰ ډیسمبر ۲۰۱۴: د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو په یو باغ بمباري وکړه چې په ترڅ کې د ښوونځي ۵ تنه زده کوونکي په داسې حال کې ووژل شول چې د کانکور ازموینې لپاره یې تیاری کاوه.

۲۵ ډیسمبر ۲۰۱۴: د لوګر ولایت په بره‌ کي برک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې د دوو کورنیو ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۶ جنوري ۲۰۱۵: د کونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په شوړيک سيمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲ تنه ولسي وګړي ووژل شول.

۱۷ جنوري ۲۰۱۵: د ننګرهار د لعل پورې ولسوالۍ په چکنور سیمه کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې یو ځل بیا له ۳ ملکي کسانو ژوند واخیست.

۱۹، ۲۰ فبروري ۲۰۱۵: د امریکایانو په هوايي برید کې د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۹ تنه عام وګړي ووژل شول.

۲۱ فبروري ۲۰۱۵: د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو ۵ تنه ملکي وګړي په داسې حال کې ووژل چې په بایسیکلونو کور ته روان وو.

۷ اپریل ۲۰۱۵: په کنړ ولایت کې یوې ښځې او ۱۱ ماشومانو د هوايي برید له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۳۰ اپریل ۲۰۱۵: د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په کلتيپه سيمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۶ تنو ولسي وګړو ژوند واخیست.

۵ جون ۲۰۱۵: د امریکا بې پیلوټه الوتکو د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د جنازې مراسم په نښه کړل او ۳۴ ولسي کسان یې ووژل.

۲۲ جون ۲۰۱۵: د کندز په چهاردرې ولسوالې کې امریکايي بې پیلوټه الوتکو په یو مسجد برید وکړ او ۸ ماشومان یې په داسې حال کې ووژل چې د قرآن کریم په زده کړې بوخت وو.

۲۶ اګست ۲۰۱۵: د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د کودیخیلو په سیمه کې امریکايي الوتکو د یوې کورنۍ ۳ تنه هغه وخت ووژل چې د سیلاب اوبو وړي بندونه یې بیرته تړل.

۳ اکتوبر ۲۰۱۵: په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون امریکايي الوتکو بمباري وکړه او ۱۰۰ په شاوخوا کې یې عام خلک ووژل، چې ټول یې ناروغان او د روغتون طبي پرسونل وو.

۱۹ اکتوبر ۲۰۱۵: بهرنیو ځواکونو د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په تمور سیمه کې د واده پر مراسمو بمبار وکړ او ۶ تنه يې ووژل.

۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵: امریکايي الوتکو یو ځل بیا د لوګر په خروار ولسوالۍ کې هوايي برید وکړ او د درې ماشومانو په ګډون یې ۶ تنه ووژل.

۶ اپریل ۲۰۱۶: امریکايي الوتکو د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې په یوه ډاټسن موټر بمبار وکړ او ۲۰ تنه ملکي خلک یې ووژل. په وژل شوو کسانو کې ۱۷ تنه قومي مشران وو د جرګې په موخه له یوه کلي بل کلي ته روان وو.

۲۸ اپریل ۲۰۱۶: د خوست ولایت په مرکز کې امریکايي الوتکو په یوه سراچه موټر بمبار وکړ او ۳ ملکي وګړي یې په داسې حال کې ووژل چې سهار وختي د خوست ښار ته پر لاره وو.

۱۱ جون ۲۰۱۶: د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو د عامو خلکو په موټرو هوايي برید وکړ او ۱۱ تنه عام خلک یې ووژل.

۱۵ جولای ۲۰۱۶: امریکايي ځواکونو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ولسي خلکو مسافرو وړونکو موټرو بمبار وکړ، او ۲۰ تنه مسافر چې غوښتل د هلمند دیشو ولسوالۍ ته ځان ورسوي، په لار کې ووژل.

۲۸ اکتوبر ۲۰۱۶: امریکايي ځواکونو د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ په مرکیخیلو سیمه کې د یو دیني عالم «مولوي محمد عالم» پر کور د چاپې نه وروسته په کلي بمباري وکړه او د یوې ښځې په ګډون یې ۴ کسان ووژل او تر ۳۰ زیات یې ټپیان کړل.

۳۱ اکتوبر ۲۰۱۶: د امریکا بې پیلوټه الوتکو د رزوګان ولایت مرکز د ترینکوټ په درویشان سیمه بمبار وکړ او ۳۵ کسان کلیوال یې ووژل.

۳ نومبر ۲۰۱۶: امریکايي ځواکونو د کندز ښار په بزي کندهاري سیمه په یو کلي بمبار وکړ چې په کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۲ تنه ملکي خلک ووژل شول او ۵۰ کورونه په بشپړه ډول ویجاړ شول.

باید وویل شي چې پورتنۍ احصائیې د ملکي وژنو ټولې پېښې نه دي راخیستي، بلکې تنها هغو هوايي بریدونو او بمباريو ته یې اشاره کړې چې تر پراخ رسنیز پوښښ لاندې راغلي وي. دغه راز په دې احصائیه کې د ملکي وژنو هغه شمېرې هم نه دي ذکر شوي چې بهرنیو ځواکونو په چاپو او عملیاتو کې د ټوپک په ژوندیو مرمیو مخامخ وژلي وي، بلکې تنها د بمباریو او هوايي بریدونو پېښو ته اشاره کوي.

د یادونې وړ ده چې د واټسن موسسې لخوا تېر کال یوه احصائیه خپره شوې وه چې پر اساس یې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې په تیرو څوارلسو کالو کې سل زره (۱۰۰۰۰۰) بې ګناه ملکي افغانان وژل شوي دي.