د ام، پالکــــــو اوکېلو ګټـــــــې
د ام یا Mango ګټې
ژباړن: نجیب الله خان
ام د خوندورو میوو څخه شمېرل کېږي، چې ښه خوند او رنګ لري.
هغه کسان چې غاښونه یې لویدلي وي یا بوډا ګان وي، نو هغوی له ام پرته بله خوندوره میوه د ځان لپاره نشي پیدا کولی ځکه چې ژوول یا میده کول یې د نورو میوه جاتو په پرتله اسان دي.
ام بې شمیره ګټې لري.
ام د ویټامین اې، سي او اي غني منبع ده، په خپل ترکیب کې داسې انتي اکسیډانټ لري چې د سرطان سره مقابله کوي.
ام په لویه کولمه کې د سرطان جوړيدو څخه مخنيوى کوي او همدارنګه د تیو او پروستات سرطان په مخنيوي کې هم ښه رول لري.
ام د بدن دفاعي سيسټم قوي کوي او کولیسترول کموي.که د خوراک په هضمولو کې ستونزه لرئ نو په هضم کې هم درسره مرسته کوي.
ام په پوستکي باندې ګرمکې یا زخې هم لمنځه وړي.
ام ددې بې شمېره ګټو تر څنګ حافظه هم قوي کوي.
هغه کسان چې د سترګو دید یې کمزوری وي نو د سترګو دید هم پياوړى کوي.
د پالکو ګټې
ژباړه: حمیدالله حمیدي
پاخه شوي پالک تر ټولو ښه، قوي او مغذي خواړه دي؛ که څه هم چې پالک کم کالري خواړه بلل کېږي، خو د معدني موادو او ويټامینونو تر ټولو بډایه سرچینه هم په ګوته شوې ده. کله چې په خپل غذایي رژیم کې پالک ولرئ، نو له چاغوالي مه وېرېږئ، که د بډوډو شګې نه لرئ کولی شئ په اونۍ کې یې ان تر درېیو ځلو مصرف کړئ.
که مو کله عصاب خرابېږي او یا مو په کورنۍ کې څوک دغه ستونزه لري، د پالکو خوړل دې نه هېروي؛ د پالکو خوړل عصاب اراموي او ذهني توازن مو پیاوړی کوي.
پالک هډوکي پیاوړي کوي.
خام او پوخ دومره سره توپیر نه لري.
دا چې پالک په خپل ترکیب کې په زیاته کچه کلیسم او ويتامین (که) لري، نو د هډوکو د پیاوړتیا او بیا رغولو لپاره کټور ثابتېږي. هغه کسان چې اوس او یا مخکې یې کوم هډوکی مات شوی وي، په رغېدو کې د پالکو خوړل تر بل هر څه ورسره ښه مرسته کولی شي.
معمولأ کله چې د انسان عمر زیاتېږي د بدن غړي یې هم ورسره ضعیفېږي چې له دې جملې یو یې سترګې دي، خو په پالکو کې شته (کارتنويدونه) هغه مواد دي چې سترګې ځوانې ساتي، کسي یې پر خپل حال پاتې کېږي او د سترګو له دید سره مرسته کوي.
د پالکو د پخولو تر ټولو بده لار د پالک زیات اېشول، خو تر ټولو ښه لاره یې په کمو غوړیو کې سره کول دي؛ ځکه که پالک د ډېر وخت لپاره و اېشول شي په کې شته ټول مودا یې له منځي، بیا نو یوه شنه ګیاه وي او بس.
دا چې پالک نورو خوراکونو ته هم رنګ ورکوي دغه راز په هنر کې هم د رنګونو د تولید لپاره کار ترې کار اخیستل کېږي.
د نړۍ ۸۵ سلنه پالک په چین هېواد کې کرل کېږي، یوه کمه اندازه پالک ۴۰ کالري انرژي لري په داسې حال کې چې د (کټ کټ) چاکلېټ یوه برخه بیا د ۵۷ کالرۍ انرژۍ درلودونکې ده.
پالک په خپل ترکیب کې د (اګزالات) په نوم شیمیایي ماده لري چې د بدن لپاره ګټوره ده، خو زیاته پیمانه یې په بډوډو او مثانه کې د ډبرې جوړېدو لامل کرځي.
نو د هغه کسانو لپاره چې بډوډي یې ډبرې تولیدوي، ډېر نه توصعه کېږي.
روغتیا پالان پر دې اند دي چې پالک د وچې ټوخلې لپاره تر ټولو ښه نسخه ده، دوی وایي پالک د سرطان ضد خاصیت لري او د وینې د سرو کورویاتو له تولید سره مرسته کوي.
پالک د پروستات، رحم، معدې او حنجرې سرطان له منځه وړي او په وینه کې د کلسټرولو تنظیمول یې اصلي دنده ده.
د کېلوګټې
ژباړه: عبدالله عابد
سرچينه: ډيلي ميل ورځپاڼه
۱ کیله د خپګان ضد موادو درلودو سره انسان خوښ ساتي.
۲ یوازې دوه کېلو خوړلو سره د دوه ساعته پرله پسې کار کولو انرژي موندلای شۍ.
۳ کیله په وجود کې د داغونو مخنيوي او له منځه وړلو کې مرسته کوي.
۴ د کیلې خوراک کولای شي د رواني فشار او ستړيا په کمولو کې ښه رول لري.
۵ یوه څیړنه ښيي، کومې میندې چې کيلې خوري احتمالا د نارينه ماشوم د راوړلو امکان يې زیاتيږي.
۶ کیله غوړ، کلوسترول او سودیم نلري خو پوتاشيم، مګنیزيم او ويټامي بی۶ لري.
۷ د کيلې ځومبک (دسته) ته لاس او یوې کيلې ته ګوته ويل کيږي، چې موخه يې د کيلې اهميت ښودل دي.
۸ کیله د زړه د حملې او د سرطان د ناروغۍ د خطر په راکمولو کې مهم رول لري.
۹ کیله ۷۵٪ اوبه خپل ترکيب کې لري.
۱۰ اوس مهال د کيلې ونې په سلو هیوادنو کې سم حاصل ورکوي.
۱۱ د امریکا په کلفورنیا ایالت کې د کیلو یو موزیم شته چې ۱۷۰۰۰ ډوله کيلې په کې ساتل کيږي.
۱۲د کیلې ونه په نړۍ کې تر ټولو لوړه ونه ده.