د حمدالله حلميارښکلی غزل
حمدالله حلميار
که راځې راشه کنه مادرنه سودا وژني
د زړه د هیلو څراغونه مې هوا وژني
د انتظار چړې پر زړه خورم زندګي تیروم
ما تر اجله رسوي؛ ما خپله سا وژني
د زمانې په رواجونو یې حـیا وژني
د زمانې بن ادم، بنت حوا وژني
دښمن مو روغ ولاړ دي زه او ته زخمونه څټو
ما به په تا باندي وهي او تا په ما وژني
کیسه خو داده حلمیاره دنیا چل-چل ده
ماپه روا ټکوي تا په ناروا وژني
حمدالله حلمیار
۲۰۱۶ /۸ / ۲۸