ملي یووالي جبهې د امریکا دفاعي سیستم په خلاف غږ پورته کړ

د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې په افغانستان کې د امریکایانو لخوا د توغندیو دفاعي سیستم نصبول غندلي او په حکومت او ولس یې غږ کړی چې په وړاندې يې بې تفاوته پاتې نه شي.
نوموړې جبهې په افغانستان کې د بهرنیانو پوځي شتون د امنیت او ثبات لپاره ګواښ او د سیمې هیوادونو د حساسیتونو لامل ګڼلی. جبهه اندېښنه څرګندوي چې د توغندیو دفاعي سیستم به هیواد د سترو ځواکونو د ټکر په میدان بدل کړي.
د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي چې د دغسې کوم دفاعي سیستم وړاندوینه آن په هغه تړون کې هم نه ده شوې چې په یو اړخیز ډول د امریکا ګټې تضمینوي.
نوموړې جبهې له حکومت څخه په دې تړاو د جدي پاملرنې غوښتنه کړې او زیاته کړې يې ده چې باید زمونږ خاوره د سیمې هیوادونو پر ضد ونه کارول شي.
یاده اعلامیه نن ټکی اسیا ته رارسېدلی چې کټ مټ یې خپروو:
په افغانستان کې د امریکا د توغندويي سیسټم د جوړولو په تړاو
“د بهرنیو اډو پر ضد د ملي يووالي جبهې” غبرګون
له څو ورځو راهیسې ځینې کورنۍ رسنۍ خبر ورکوي چې امریکایان غواړي په کابل کې یو عصري دفاعي سیستم جوړ کړي. ځینو باوري سرچینو د دغه خبر پخلی هم کړی او ویلي يې دي چې په پام کې دی دغه سیستم د پروان په کوه صافي کې نصب شي. ظاهراً د دغه توغندويي سیستم د لګولو موخه په کابل او بګرام کې د مېشتو امریکايي پوځیانو خوندیتوب په ګوته شوی. دغه وېروونکی خبر له څو ورځو راهیسې خپرېږي، خو افغان حکومت او د حکومت اړوند رسنیزو او پوځي ادارې په دې تړاو غبرګون نه ښيي. نه هم په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو پوځیانو اړوندې ادارې په دې تړاو څه وايي. د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې، امریکایانو شاوخوا دیارلس کاله مخکې غوښتل چې د کاپيسا د آله سای ولسوالۍ اخري ستراتیژیکې نقطې کې چې لغمان، بدخشان او نورستان سره نښلي، دغه وړ یو دفاعي سیستم نصب کړي چې د امنیتي ګواښونو له ویرې ونه توانېدل.
د “بهرنیو اډو پر ضد د ملي يووالي جبهې” د تاسیس موخه په افغانستان کې د بهرنیانو له پوځي شتون سره مخالفت دی او جبهه باور لري چې په افغانستان کې د جګړې غځېدا یو له بنسټیزو موخو څخه د بهرنیانو پراخ پوځي او څارګریز شتون دی. جبهې له خپلې بنسټونې راهیسې په ځلونو تېر او اوسني حکومت ته څرګنده کړې ده چې د افغانستان ملي ګټې، امنیت او ثبات باید په سیمه کې د بهرنیانو د ځانګړو منفي ستراتیژيکو موخو قرباني نه شي. لکه څنګه چې له امریکا سره د دوه اړخیز امنیتي تړون له لاسلیک وړاندې موږ یادونه کړې وه چې د بهرنیانو پوځي شتون نه یوازې دا چې دلته د امنیت او ثبات نه باوري کوي، بلکې د جګړې د پراختیا او د سیمې د هېوادونو د حساسیتونود پارېدو لامل کېږي. موږ ولیدل چې د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته نه یوازې دا چې امنیت ټینګ نه شو، بلکې لا وضعیت د خرابۍ پر لور ولاړ. اوس چې امریکایان د کوم توغندويي سیستم د نصب تصمیم لري، د دغسې کوم دفاعي سیستم وړاندوینه ان په هغه تړون کې هم نه ده شوې چې په یو اړخیز ډول د امریکا ګټې تضمینوي!
له دې امله یو ځل بیا پر افغان حکومت غږ کوو چې د خپل ولس او خپلو مسوولیتونو په پام کې نیولو سره د یوه مسوول حکومت په توګه چلن وکړي. همداراز له افغان ولس څخه غواړو چې د دغه ډول برخلیک ټاکوونکو مسئلو په تړاو بېتفاوت کښېنني او ويښ اوسي. د توغنديو دغسې حساسیت پاروونکي سیستمونه به خدای مه کړه یو ځل بیا افغانستان د سترو ځواکونو د ټکر په ډګر بدل کړي. په دا نږدې تاریخ کې موږ وینو چې د سوريې د تباهۍ یو عمده لامل د سترو ځواکونو ترمنځ ټکر دی. بناً افغان حکومت باید دغو حساسیتونو ته جدي پاملرنه وکړي او اجازه ورنه کړي چې زموږ خاوره زموږ د ګاونډیانو او د سیمې د هېوادونو پر ضد وکارول شي.
د بهرنیو اډو پر ضد د ملي يووالي جبهه
۱۳۹۵ل د زمري ۱۴مه
کابل – افغانستان