دوینو لار
- لیکونکی ش،حصین
په روانه اونۍ کې مې دنن ټکي آسیا دویب پاڼې پرمخ دښاغلي اشرف غني دویاند دمرستیال دواخان (ښايي دوا جان وي)مینه پال په پته داخبر ولوست چې ارګ دطالبانو په وړاندې اولسي خلکو ته دوسلو دویشلوهوډ کړیدی. دغه زړه بګنوونکي خبر ماته دشاه امان الله خان دواکمنۍ دوروستیو ورځوپيښې را په زړه کړې.ددغه مطلب له شننې مخکې باید ووایم چې شاه امان الله یو وطنپال او په ملي خپلواکۍ مین استعماري ضد وتلې دلوی ملي فکراو آرمان خاوند شخصیت و .دهیواد سوکالۍ، پرمختګ اودتمدن لوړو پوړیوته رسول ېې لوی آرمان و.دهغه نومیالې ملي تاریخي استعماري ضد شخصیت کړه وړه او ملي مترقي آرمانونه په هیڅ ډول دنن له اشغال کینولو واکمنو سره دپرتله کولو وړ نه دي. قصد دادی چې کله ناکله دواکمنو تیروتنې په لږ یا ډیر توپیر دتاریخ یو زوروونکی او بد مرغۍ راوړونکی تکرار ښيي.
دشاه امان الله دواکمنۍ په وروستیو کې هلته چې لا دشینواروداغتشاش لمنه نه وه ور ټوله شوې یوې ښکاره استعماري توطئې دکابل له شمالي سیمو څخه دیوه پیژندل شوي غله په مشرۍ چې دوخت حضرتانو او دشاه امان الله دترقي پالو غوښتنو خلاف در باریانوېې هم په پټه او ښکاره ننګه کوله دیاغيتوب یوه ورانوونکې څپه را وخوځوله.
شاه امان الله تر هغه وخته چې دکلکاني حبیب الله یاغیان دحبیبیی ښونځي ته نه وو را رسیدلي دخپل دربار دوزیرانو، لوړ پوړو کارکوونکو ، پیرانو، حضرتانواو دده په دسترخوان ناستو سردارانوپه غدر او خیانت نه پوهیده.
دی په دې نه وخبر چې دغه یاغیان دشور بازار دحضرتانو،سردار محمد عثمان خان او نورو په مرسته دسردار عبدالقدوس خان اعتماد دوله سرای ته را رسول شوي وو. هغه وخت چې په دې غدر او خیانت پوه شو نو لاس او پښې ورنه ورکې شوې او همغسې چې فیض محمد کاتب هزاره ېې په خپل اثرتذکرة الانقلاب کې لیکي بیړنۍ پریکړه ېې دا شوه چې دکابل ښاریان په ځانګړې بې نظمۍ کې وسله وال کړي او له منګلو،احمد زواونورو څخه هغو راغلو اولسي خلکوته هم وسله اومهمات ورو ویشي کوم چې دشینوارو دیاغیانو دځپلو لپاره کابل ته رارسیدلي وو او له اوږده انتظاره ستړي او خوابدي وو. هغوی په کابل کې دپراخه اداري فساد ترخې اوبه غوړپ کړې وې او په واقعیت کې درژیم له فساد څخه دومره خوابدي وو چې هسې ېې یو ه فرصت ته کتل.څیړونکي لیکي چې دشاه امان الله مورعلیا حضرت سراج الخواتین په خپله په لوڅ مخ دکابل ښاریانو په منځ کې را څرګنده شوه او ښاریانو ته ېې وویل تاسو ځما زامن يي، باید وسله واخلۍ او له ښاره ساتنه وکړۍ. دربار په یوه ځانګړې بې نظمۍ کې هم ښاریانو او هم له ولایاتو څخه راغلو ډلو ته بې شمیره وسلې او مرمۍ ورکړې. همدا چې خلکو دا وسلې او مرمۍ تر لاسه کړې ډیرو ېې یا دیوه فیر په اوریدوپه زرګونو مرمۍ آسمان ته شړلې او یا يي هم مخامخ دشاهي ګارد په لوردپلاس ورغلو توپکو شپیلۍ ور تشولې.ویل کیږي چې په دې لړ کې دمنګلو او احمدزو کابل ته را بلل شووملیشو او دهغوی مشرانو او له هغې ډلې څخه دجانداد خان احمدزي زوی غلام غوث خان ددرې سوه توپکو په تر لاسه کولو سره خوست ته مخه کړه اوهمدا چې هلته ورسید خلک ېې وسله وال او دشاه امان الله خلاف پاڅون ته ېې را پورته کړل .دغه حالت دکلکاني حبیب الله پلو یانوته ور وښوده چې رژیم له دننه څخه شړیدلی دی.دکاتب پر څرګندونو برسیره ځینې څیړنې ښيي چې په دې لوبه کې شاه امان الله ته ډیر نږدې او دهغه دپاخه باور شخصیت محمد ولي خان دروازي هم چې کله حالات اوښتي ولیدل دځان دخلاصون لپاره ېې په پټه دسقأ زوی ته مخه کړه. شاه دکابل په ښاریانو پنځوس زره توپکونو وویشل ، په دې لړ کې له ترکيي څخه راغلو دپوځي فارغ التحصیلانو۱۵۰ تنو هم وسله واخیسته. هغه وخت دجبهي دلومړۍ کرښې لوی قوماندان محمود سامي و.دغه مشکوک الهویه انسان په ښکاره هغه څه کول چې په پای کې دیاغیانو په ګټه تمام او دده دژوند راتلونکې پکې خوندي شي. همداسې هم وشول. کله چې دسقأ دزوی واکمني پیل شوه محمود سامي ددغې واکمنۍ یولوړ پوړی واکمن او دارګ په شمالي برج کې دقدرت په یوه نښه بدل شو.
دشاه امان الله دلویدو داوروستۍ شیبې مې ځکه راوړې چې هغه وخت هم درژیم دیوالونو له دننه څخه درځ اخیستی و.البته هغه غدر، خیانت او په لوی لاس درژیم را پرځولو ته هڅې د روان اشغال په ترحم کې د ناستې واکمنۍ له کړو وړو سره دپرتله کولو نه دي.هلته یو ارګ او دوه پادشاهان نه وو،هلته دهیواد په هر ولایت کې ځانګړې واکمنۍ او دلوټ او فساد تیاره دومره ویره وونکې نه وه.هغه وخت دجګړه مارو ، اربکیانو او دسیا په لاس جوړو شوو تش په نوم پاڅونوالو نښې نښانې نه وي.هغه وخت ټول اولس په وسله سمبال نه و.هغه وخت داستعمار ټغر ور ټول او وطن اشغال نه و،هغه وخت درژیم هیڅ یوه کړۍ پردو نه وه تپلې،هغه وخت دنن په پرتله داولسونو په شخصیت ، هویت او ددوی په ملي خپلواکۍ ، عقایدو او باورونو دپردو مخامخ واکمني نه وه، هغه وخت دپردو پوځي او جاسوسي په رسمیت پیژندل شوې اډې نه وې. هغه وخت انکریزي استعمار پرنیمه وچه حاکم و خو پاکستان لانه وزیږیدلی او پښتني قبایلو څه خپله دودیزه آزادي در لودله، انګریز نشوی کولی چې په آسانه هرڅه له خپلې خوښې سره پر خپلو موخو ورسیخ کړي،هغه وخت دفساد ، بیکارۍ، لوږې ، ناروغیو او له وطنه دتیښتې بهیر ډیر ویره وونکی نه و،هغه وخت هیچا نشو ویلی چې داولس یو اتیا سلنه دغه رژیم نه مني… خو نن چې حالات له ویلو پرته دیوه خونړي ناتارخبر ورکوي ، که په همدې حالاتو کې یواځې دپردو کینولو واکمنو دڅو ورځو عمر زیاتولو په خاطر عامه خلکو ته وسلې ویشل کیږي او له دې لارې دجګړه مارو، له فساده ډکو ملیشو اودسیا دپاڅونوالو پر شتون عامه اولس هم وسله تر لاسه کوي دسبا دخونړي ناتار انځور به څه وي؟مګر دا پردو کینولې دوه سرې واکمني نه پوهیږي چې داولسونو کرکه او نفرت نوردصبر له پولو اوښتی دی؟ مکر دوی کولی شي چې دخپل ځنکندن په شیبو کې هم اشغال ته مشروعیت ورکړي او هم ځان له ملي خیانتونو څخه سپین را وباسي؟مګر دوی په رښتیا نه پوهیږي چې اولسونه داشغال ضد پراخه پاڅونه ته سترګې لرې نه ددوی له درواغوډکو غوړو غوړوژمنوته؟مګر دوی ته ېې خپلو بادارانو ونه لیکل چې یو اتیا سلنه ستاسو دملي ضد وحدت له واکمنۍ څخه کرکه لري؟ دوه ورځې مخکې نیویارک ټایمز ولیکل چې هلمند دافغان سرتیرو قتلګاه ده او په یولسو میاشتو کې هلته ۳زره پوځیان وژل شویدي. داخو دیوه ولایت شمیره ده جګړه خو په ټول هیواد واکمنه ده ، له دغې جګړې سره په کوم منطق په سپکو وسلو سمبال ملکي خلک او هغه هم په کوم زړه او کومه وطنپاله انګیزه مقاومت کولی شي؟ مګر ددې هڅو معنی دانه ده چې روانه پردۍ واکمنې داردو ، پولیسو، امنیت ، ملیشو او«مزدوروپاڅونوالو ډلو » دوینو په ویالو بر سیره دعامه اولس له وینو هم سیندونه خوځوي؟ راځئ یوه واقعیت ته له ټول تریخوالي سره سره سر ټیټ کړو او هغه دا چې دلویدیځ ډیر دروند جګړه ییز ماشین نه پنجاب مات کړی او نه هم کوم بل ګاونډي هیواد.هغه قوت چې دغه ماشین ېې په ګوڼدو کړدافغانان اولسونو له خپل نغري څخه را پورته او له همدې برخې څخه ېې تومنه اخیستې ده.کله چې ۴۴ لویديځ هیوادونه او ورسره مل سیمه ییزاجیران ېې دافغانستان داشغال «ویاړ» لري په یقیني توګه ګاونډیان هم دافغانستان په خونړي زخم کې چړې وهي . خو دا اشغال او مزدوران ېې دي چې دځان دپټونې په خاطردافغان اولسونو داشغال ضد پاڅون نه شي لیدلی او که ېې ویني هم دهغه پر ستوني د«تمدن؟!!!» چړې تیره وي.په یوه اسلامي ټولنه کې د اشغال ضد فکری تومنه بې له شکه دهغې ټولنې له اسلامي باورونو څخه تومنه اخلي. دا هغه څه دي چې ښاغلي اشرف غني ېې هم په خپل کتاب«دعادلانه نظام لار» کې داسې لیکي:داسلام مبین دین:«زموږ تر ټولو ستره شتمني داسلام دین دی…هر وخت چې زموږ ولس دبهرنیویرغلګروتاړاک لاندې راغلی داسلام دمبارک دین پر رسیو ېې منګولې لګولي او هیواد ته ېې نجات ورکړیدی…۲۹مخ
اوس که له همدې ښاغلي څخه وپوښتو چې وطن اشغال او دپردو تر تاړاک لاندې راغلی دی که نه؟ ځواب به ېې څه وي؟دی خو داشغال شتون پټوی خو وايي اوښ په بډه نه وهل کیږي.وطن اشغال دی او دی دهمدې اشغال ملکی استازی دی. نو پاڅون به څوک کوي ؟ اوداسلام پر رسیو به څوک منګولې لګوي؟او هیواد ته به له اشغال څخه څوک نجات ورکوي؟ دی که اولس؟ اسلام خو دغیر اسلام څه چې آن داسلامي هیوادو تیری او اشغال نشي منلی.اولسونه خو دخپلو باورونو له مخې مجبور دي چې پا څون ته را پورته شي.ښاغلی اشرف غني اوحواریون ېې اشغال په بډه وهي او دامنیتي تړون تر نامه لاندې داشغال دعمر خبره هم په خوله نه راوړي او په عمل کې دی او ورسره پلویان ېې او همداسې په څنګ کې ورسره ناست بل سلطنت په دې باور دی چې دجګړې په اوږده بهیر کې به بلاخره دهیواد خلک او اولسونه له اشغال سره روږدي شي. هغه وخت به نو ددوی دواکمنۍ عمر هم نه تمامیدونکی وي.هو! په همدې خاطر او په همدې باور ېې پراخه وژنې او دوینو لارې غوره کړیدي. دحامد کرزي په امریکا ورکړې واکمنۍ کې هم دسلګونو زره افغان بچیو وینې تويي شوې خو هغه نادرشاه ته ورته مداري هم په ډکو سترګو ژړا او هم په کړس خندلی شوای.خو دمرحوم بهرام خان کړوسی نه په ژړا پوهیږي نه په خندا.یو وخت ېې دشپون صاحب په خبره یو لوی پهلوان په یوه سوک پر ځمکه راپریوستی و اوس غواړي دسپیني ماڼۍ دګټو په خاطر افغان اولس هم په امریکايي ملاتړ پردوته په ګونډو کړي . په همدې خاطرېې جان کیرې ته دشکرانې په خاطردواک په همغه لومړۍ ورځ امنیتي تړون په لیونۍ بیړه لاسلیک کړ.او له همغي ورځې ېې دوینو لاره غوره کړه او په دې لاره کې دومره بیباکه روان دی چې دجنوساید تر کچې مخته درومي. په دې هم ستړی نشو دادی دوینو دلارو دپراخه او کور په کور خوځولو لپاره اوس اولسي خلک هم په وسلو سمبال او جګړې ته ېې هڅوي.که دی او یاران ېې په دې نه پوهیږي چې دا وسلې به پر دوی ور اوړي نوپه «تفکر» ېې باید یو لویه کرښه راکش شي.له بده مرغه زموږ خپل او پردو راوستي واکمن کله هم دخپل هیواد له تاریخ څخه زده کړه نه کوي او تل دمرګوني تکرارپه لور خوځي.ډیر وړاندې نه ځو په همدې وروستیو خونړیو لسیزو کې مو په خپلو سترګو ولیدل چې دوخت واکمنیوته سترې بد مرغۍ له هغو اولسې خلکو څخه را وزیږیدې چې واکمنیو دخپل پایښت حساب پرې کاوه.دبیلګې په توګه د۱۳۵۷ کال دثور له پاڅون څخه وروسته یو شمیر عامه خلکوته وسلې وویشل شوې.همغه وسلې بیرته دواکمنۍ پرمخ ولګیدې ښکاره بیلګه ېې دوردګو دسیمې هغه اولسي ډلې وې چې تر ټولو مخکې ېې خپله وسله پرواکمنۍ را وګرځوله. دغه شان دروسانو داشغال په وخت کې له شمیره وتې قومې ملیشي او دځانې دفاع ډلې رامنځ ته شوې .ددغو هڅو پای داشو چې اردو، پولیس او امنیتي ځواکونه تش نسي او دحالاتو په کنترول کې بې وسه او بې اثره شي. دغه ورانوونکی بهیر دډاکتر نجیب الله په واکمنۍ کې تردې پورې ورسید چې ډیرو قومونو خپلې ځانګړې فرقې او لوا ګانې جوړې او پر هیواد له حاکم اقتصادي جبرڅخه په ګټه اخیستو ېې ځانته ځانګړې واکمنۍ ور خپلې او په پای کې ېې دمرکزي دولت دپایښت جرړې وروچې کړي.نن سبا بیا همغه ننداره له ورایه تر سترګو کیږي.که له دې حالت سره چې زیاتي سپړنې ته ېې دلته اړتیا نه وینواولسي خلکوته هم وسلې او هغه هم دمرګونو اختلافاتو اوفساد په روانه ننداره کې وویشل شي . په پوره باور به دا وسلې تر هرڅه دمخه دجان کیري دکینولې واکمنۍ پرمخ را وګرځي. داچې دا داشغال ا وله جاسوسۍ او فساد نه ډکه په ښکاره ملي ضد واکمني نن را لویږي یا سبا دا ډیره لویه پوښتنه نه ده. ویره داده چې دغه خړ سیلاب را اخیستې واکمنۍ غواړې جګړه کور په کور کړي. دا ددوی خپله اراده نه ده بلکې دا همغه په عراق کې آزمویل شوې امریکايي اراده ده. دغه څه به داعش او داعش ته ورته ډیرو نووحشي امریکایی ډلو ته لاره خلاصه کړي او په همدې کور په کور بي پایه عام وژنه کې به امریکا او نور لویدیځوال خپلې سیمه ییزې ستراتیژۍ پالې