دبانجان له ګټو خبر یاست .... دوزن کمولو سربېره نورې ګټې هم لري.

 

ډیری خلک هڅه کوي، چې داسې خواړه تر لاسه کړي، چې صحي او اغیزناک وي، بانجان یو له هغو خواړو څخه دی، چې دنړۍ په کچه ډېر کاریږي، دروغتیايي ګټو سربېره ښکلاییزې ګټې هم لري، سکس ته هم ښه دی.

راځئ دبانجان له ګټو ځان خبر کړو.

حافظه پیاوړې کوي:

بانجان  دناسوټین په نوم داسید ضد ماده لري، دا ماده کولای شي، چې دمغز حجرې له تلف کېدو څخه وژغوري او داسې یې سمبال کړي،چې ور سپارل شوې دنده په ښه توګه ترسره کړي.

دبدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي:

بانجان  په پراخه کچه ویټامین C لري، چې دبدن دفاعي ځواک دپیاوړتیا لامل ګرځي، بدن له یخ او انفلونزا څخه ژغوري. پردې سربېره یو شمېر نورې ساري ناروغۍ، چې انسان ورسره مخ کیږي له منځه وړي.

له سګریټ څکولو مو راګرځوي:

تازه څیړنې لیکي : بانجان  څه اندازه نیکوټین  لري، دا هغه څه دي، چې  له سګرټ څکونکو سره مرسته کوي، چې له سګريټ  څکولو څخه  راوګرځي.

پوست مو تازه ساتي:

دبانجان خوړل دمخ حجرې ساتي او ښکلا ور بښي، دبانجان خوړل پوست تازه ساتي، لامل یې دادی، چې  بانجان یوه اندازه مواد لري، چې د مخ ښکلا خوندي کوي.

وزن کموي:

ډاکتران سپارښتنه کوي، هغه کسان، چې دوزن کمولو غواړي باید ډیر بانجان وخوري، خو دا کسان به  په غوړو کې بانجان نه سور کوي ، بلکې په اوبو کې به ځوښ ورکوي. وزن به یې کم شي، ځکه بانجان دهاضمې سیستم پیاوړې کوي او تر څنګ یې  دنور خوراک لپاره اشتها له منځه وړي.