طالبان له ملي پروژو څخه ملاتړ کويBildergebnis für ‫ډاکتر فیض محمد ځلاند‬‎

طالبان له ملي پروژو څخه ملاتړ کوي

د تازه راپورونو له مخې، طالبانو په پګواش غونډه کې ژمنه کړې، چې له ملي پرمختیايي پروژو څخه به ملاتړ کوي. د پګواش د غونډې یو ګډونوال او د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند رسنیو ته وویل، چې طالبانو په قطر کې د پګواش په غونډه کې اعلان وکړ، چې نه یوازې له ملي پروژو څخه ملاتړ کوي، بلکې د ټولو ملي برنامو د بریالیتوب او پرمختګ په برخه کې به هم مرسته وکړي.

په دغه کنفرانس کې د طالبانو استازي، د مدني ټولنې غړي، یو شمېر وکیلان او سیاستوال برخه اخیستی دی.

ښا غلي ځلاند زیاته کړه، طالبان له ښوونځیو، ملي پروژو، روغتیايي مرکزونو او د ملي جوړښتونو له کارکوونکو سره کوم مخالفت نه لري، بلکې غواړي له هغوی سره مرسته هم وکړي، ترڅو په دې برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وشي او هغوی وړ او په خپل وخت اړین خدمتونه وړاندې شي.

هغه وايي، چې د همداسې غونډو جوړول، یو مثبت ګام دی، چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې ډېره زیاته مرسته کوي. طالبانو په دغه کنفرانس کې په خپله رسمي وینا کې، په افغانستان کې د جګړو دوام مهم لاملونه په ګوته کړي، چې عبارت دي، د بهرنیو له تیریو او لاسوهنو او د کورنیو سیاستوالو بې کفایتۍ او ځان غوښتنې.